fbpx

خبرتیاوی او پیغامونه

لوګرکې نهو ښوونځیوته د احاطې دیوالونه د جوړیدو په حال کې دي

  د لوګر په څرخ او خروار ولسوالیو کې د ۹ ښوونځیو  ودانیو ته د احاطې دیوالونو پرجوړولو کار روان دی او۹۹ سلنه چارې بشپړې شوې دي.  ښوونځیو ته د احاطې دیوالونو جوړول له هر لحاظه د ښوونځیو چارچاپیره ساحې خوندې کوي او زده کوونکو ته د درسونو د زده کړو له پاره لازم او مناسب چاپیریال برابروي.  د لوګر ...

نور ولوله »

د تورخم د جګړې په اړه د حامد کرزي مطبوعاتي اعلامیه

د افغانستان پخوانی جمهور رئيس حامد کرزی د تورخم په جګړه کې چې له درې ورځو راهیسې روانه ده د افغان ملي پوځيانو او پر هېواد مینو بچیانو د میړانې او ملي احساساتو ستاینه او کلک ملاتړ کوي او دوی ته د لا زیاتو بریا‌و‌ؤ د هیلې ترڅنګ د لوی خدای له درباره د دغې جګړې شهیدانو ته د جنت، ...

نور ولوله »

پوهنې وزارت لوګرته پنځه پروژې منظورې کړې

د لوګرد پوهنې ریاست د هلوځلو له امله د پوهنې وزارت  پنځو ښوونځیو ته پنځه پروژې منظورې کړې دي. د لوګرد پوهنې ریاست ویاند محمد شاهپورعرب وویل، چې دغه منظورې شوې پروژې ټول ټال ۱۸۲۱۸۹۸۸ افغانۍ ارزښت لري. عرب زیاته کړه ، چې دغه پروژې به د هوني سیدانو، شاه آغاسي کلاه، ، مهاجرینوښارګوټي، کاریزونو او شیرعلم ګنداب په ښوونځیوکې ...

نور ولوله »

د سعودي د مرستندويه کميټې له لوري په ۵۲۵۰۰ کورنيو د خوراکي توکو د مرستې پروژه پای ته ورسېده

د افغان ولس لپاره سعودي مرستندويه کمېټې لخوا دوه پنځوس زره او پنځه سوه کورنيو باندې د خوراکي توکو د ويش پروژه تر سره شوه د افغان ولس لپاره د سعودي مرستندويه کمېټې لخوا دوه پنځوس زره څخه زياتو افغاني مهاجروکورنيو ته خوراکي توکي ورسېدل، نوموړې پروژه چې تقریبا په ديارلس نيم سوه ټنه خوراکي موادو لکه (وريجې، غوړي، بوره، ...

نور ولوله »

د « ته ګټونکی یې» کتاب پښتو ژباړه چاپ شوه

«ته ګټونکی یې» کتاب چې د بریالیتوب د ارواپوهنې مخکښ لیکوال شیو کهرا لیکلی پښتو ژباړه چاپ شوه. کتاب افغان ژورنالېست شېرخان شهیر پښتو ته ژباړلی دی. « ته ګټونکی یې» کتاب په ۱۳ څپرکو او ۳۲۰ پاڼو کې پر سپین کاغذ او غوره صحافت د اکسوس کتاب پلورنځي له لوري چاپ شوی. دغه کتاب تر پښتو وړاندې ۲۱ نورو ...

نور ولوله »

پاکستان: افغان مهاجرینو سره د سعودي مرسته

د افغان ولس لپاره د سعودي مرستندويه کمېټې لخوا افغان مهاجرينو لپاره د پنځه مليونه ډالرو په لګښت د 2016 – 2017 كلونو كې نوو پروژو تنفیذ پیل شو. د يادو ښوونيزو، بيړنيو مرستو او روغتيایي پروژو اعلان تېره سه شنبه چې د مۍ مياشتې اوولسم تاریخ سره سمون خوري اسلام آباد کې د سعودي عربستان په سفارت کې د ...

نور ولوله »

د «زړه اوازونه» په نوم د مقالو ټولګه چاپ شوه

په ياده ټولګه کې چې ليکوال يې سردار محمد همدرد دی، بېلابېلې ادبي، سياسي، کلتوري مقالې او د ماشوم ادبياتو اړوند ليکنې راټولې شوي دي. همدرد وايي، د ماشومانو لپاره يې هم د نثر په برخه کې کار کړی دی، چې په نږدې وختونو کې به يې له چاپه را وباسي. عبدالرحيم مطمئين د زړه اوازونه هغه مقالي دي، چې ...

نور ولوله »

د جنازې اعلان

د  پياوړي ليکوال او ژباړن احمدالله احمدزي، شيرباز او شيرخان پلار د کابل ولايت د خاکجبار ولسوالۍ مشهور قومي مشر الحاج لعل باز د زړه د ورپيښې ناروغۍ له امله د اجل داعي ته لبيک ووايه او له دې نړۍ څخه يې سترګې پټې کړې. د ارواښاد جنازه سبا د چهارشنبې په ورځ د ۱۳۹۵ لمريز کال د غويي د مياشتې ...

نور ولوله »

د جنازې خبرتیا

ډاکتر عبدالواحد ریان، انجنیر عبدالباسط ریان،عبدالواجد ریان، مولوي عزیز احمد ریان، شفیق احمد ریان او شهید بشیر احمد ریان زامن. حاجي عبدالخبیر، عبیدالله او قاري رحیم الله وروڼه. د لغمان پخوانی والي ملا محمد اسحق اخندزاده، شهید ملا عبدالله او شهید ملا محمد ابراهیم جان (د حضرت مولانا شیخ الحدیث بشیر خلیفه صاحب زامن )او ملا عبدالحنان د کاکا زامن. ...

نور ولوله »

د شهید اباسین ځاځي فاتحې اعلان

د پکتیا د ځاځي اریوب ولسوالۍ اوسیدونکي اباسین ځاځي فاتحه سبا په کابل کې اخېستل کیږي. اباسین ځاځي شاوخوا دوه میاشتې وړاندې د کابل وتښتول شو او وروسته بې رحمه تښتوونکو په شهادت ورسولو. د نوموړي جنازه نن په کابل کې ادا شوه او فاتحه یې سبا د شاهد شهید، درېیم سرک د ځاځي بابا په جامع مسجد کې د ...

نور ولوله »