خبرتیاوی او پیغامونه

د شهرت ننګیال شهکار اثر «۱۲ګرامه ماغزه» پر لیکه شو

نن ټکی اسیا (جمعه، وري ۱۳مه ۱۳۹۵ل): د هېواد د وتلي لیکوال شهرت ننګیال شهکار اثر ۱۲ګرامه ماغزه پر لیکه شو. دغه اثر چې نن ټکی اسیا ته د ایمیل له لارې را رسیدلی دی، په ۷۷۱ مخونو کې د روس پر مهال د جهاد او د کورنیو جګړو په اړه د ښاغلي ننګیال یادښتونه، انګېرنې، خاطرې او یونلیکونه په ...

نور ولوله »

د بشير احمد ريان د شهادت په اړه د هغه د پلار «استاد عبدالله ګل ريان» پیغام

استاد عبدالله ګل ريان د سرطاني لومړني تومور دبیماري د درملني په هیله او دډیرو ټیستونو او سکینونو په ګڼه ګوڼه کي،نژدي یوه میاشت په لاهور کښي پاته شوم. کشرزوی مي – بشیر احمد ریان – په کندهار کي بندي و. مشر زوی مي -عبدالواحد ریان – تل دهغه د ژر خلاصون تسلاء راکوله. دمسافري یوه ورځ – د۱۳۹۵هش کال، ...

نور ولوله »

زما د شهيد ريان ظالم دښمنه!

مصطفی عمر تا دغه وحشت به مونږ هیڅکله دهغی لاری څخه په بله نکړی په کومه چی ریان روان ؤ . دمعصوم بشیر د معصومو وینو هر څاڅکۍ مونږ ته دقربانۍ احساس راکوی ،ددی مظلوم د لاسونو هره کړی مونږته دازادۍ احساس راکوی ، دداسی شهیدانو سره دالله جل جلاله وعدی اوژمنی مونږ ته د کامیابۍ احساس راکوی داهغه احساسات ...

نور ولوله »

محصل شهید سو فارغ نسو

عبدالملک روحاني محصل شهید سو فارغ نسو مور یي په چیغو چیغو ټول کړل کتابونه…!! إنا لله وإنا إليه راجعون دا دی د دې بڼ یو بل ګل، د خزان باد ورژوه!! یوه بله ځواني مړاوي سوه!! یوه بله هستي، نیستي سوه!! یوه بله مورکۍ بوره سوه!! یوه بله خورکۍ وراره سوه!! یو بل ورور بې وروره سوه!! آآآه د ...

نور ولوله »

«اخلاقي کنایې» دوهم ټوک چاپ شو

له ننه درې کاله وړاندې د هیواد نامتو څېړونکي،برلاسي ژباړن،ریالیسټ ژورنالیست او لیکوال استاد ډاکتر نثار احمد صمد خپلو درنو هیوادوالو او پتمن افغاني کهول ته یوه ستره او بې ساري تحفه (اخلاقي کنایې-لومړی ټوک) وړاندې کړه. د کتاب لومړی ټوک له چاپ سمدستې وروسته د هیواد په لر او بر کې د تود هرکلي سره مخ شو او د ...

نور ولوله »

(کرکټ) کتاب بيا ځلي چاپ شو

کاتب شاه کاتب هډه وال د ژورنالېست او ليکوال سميع الله پام په زيار ليکل شوی د کرکټ کتاب د مينوالو د غوښتنې سره سم بيا ځلي چاپ شو. په دغه کتاب کې د کرکټ پېژندنه، تاريخچه، قاموس او د کرکټ مسلکي برخې يوځای شوي چې تېر ځل يې دوه زره ټوکه بازار ته راوتلی و او تر خلاصېدو وروسته ...

نور ولوله »

د “معارف ستوری” سیالي نوم لیکنه پیل شوه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، کب ۱۶مه، ۱۳۹۴ل): د “معارف ستوری” ملي سیالي، چې اټکل کیږي تر سل زرو افغان زده کوونکي پکې ګډون وکړي، لپاره نوم لیکنه د کب په ۱۵مه د هیواد په ۲۵ ولایتونو کې رسما پیل شوه. یاده سیالي د نهاد جوانان مسلمان (نجم) په نامه د ځوانانو ټولنې له لوري جوړیږي، چې پخوا یې هم ورته تعلیمي ...

نور ولوله »

لښکرګاه ښار کي د ښاروالۍ لخوا (۱۵) ورځنی کمپاین پېل سي

لښکرګاه ښاروالۍ د خپل پلان سره سم د (۱۵) ورځني کمپاین لپاره د ولایت مقام د عبدالباري جهاني په تالار کي یوه پراخه غونډه ترسره کړه. پدې غونډه کي د هلمند والي میرزا خان رحیمي، د هلمند ښاروال انجنیر مطیع الله بهیر، د ولایتي شورا وکیلانو، د مشورتي شورا غړو، د پوهنتون استادانو، د مدني ټولنو فعالینو، صنفي وکیلانو، د ...

نور ولوله »

د لوګرد پوهنې ریاست نوې ودانۍ پرانستل شوه

پل علم د لوګر د پوهنې ریاست د مطبوعاتودفتر پنجشنبې، کب ۱۳ مه د لوګرد پوهنې ریاست ته نوې جوړه شوې څلورپوړیزه ودانۍ ترجوړیدو ورسته د پوهنې وزارت او ولایتي چارواکو له خوا پرانستل شوه. د دغې ودانۍ د پرانستنې په غونډه کې د پوهنې وزارت تدریسي معین ډاګټر محمد ابراهیم شینواری، د پوهنې وزارت د اطلاعاتواونشراتورئیس کبیرحقمل، والي محمد ...

نور ولوله »

د کوڼر ولایت د وروستۍ دردوونکي پېښې په اړه د با احساسه محصلینو اعلامیه

د تیرې شنبې په ورځ د کونړ ولایت مرکز اسعد آباد کې د ولایت مقام ته څیرمه د شهیدانو پارک په دروازه کې خونړی برید وشو، چې نه يې طالبانو مسؤلیت په غاړه اخستی او نه يې بلې کومې ډلې، او په پایله کې یې تر ۵۰ پورې کسانو ته چې زیاتره یې ولسي وګړي وو مرګ ژوبله واوښته او ...

نور ولوله »