خبرتیاوی او پیغامونه

افغان مجاهدولس او دنړۍ مسلمانانو ته دکمکي اختر په را رسيدو دالحاج امام الدين ساپي پيغام

 پر مسلمانانو دستر رب العزت دسترې پيرزوينې يعنې دمبارکې روژې  په پاى کې دکمکي اختر را رسيدل دسترې خوشحالۍ زير ى دى رب العزت د ې  ټولې اسلامۍ نړۍ او په ځانگړي ډول  افغان مجاهد ملت ته دا کمکى اختر دسترې خوشحالۍ په دوام دکفري  هېوادونو دزور او ظلم څخه دخلاصون د بشپړې خوښۍ   سبب وګرځوي  افغان مجاهد ملت ته ...

نور ولوله »

د اختر د مبارکي پیغام – افغان یون

Afghan Yoon

د لوی او بښونکي څښتن تعالی په سپیڅلي نامهافغان یون سراسري ولسي خوځښت ویاړي چې د روژې مبارکې میاشتې په تیریدو او د کوچني نیکمرغه اختر په را رسیدو سره د افغانستان غم ځپلي او دردیدلي ولس ته د کوچني اختر مبارکي وایي او له خدای تعالی څخه غواړي چې د اختر دا خوشالي، د ولس او خلکو تل پاتې ...

نور ولوله »

ملکي وژنې بس کړئ.

نن یکشنبه د ۲۰۱۳ کال د اګست په څلورمه نېټه دمدنې ټولنو ځينو استازو د ملکي وژنو د غندنو په موخه خپله غونډه په ننګرهار ټولنیز مرکز میدیوتیک کې جوړه کړه.  ددې غونډې مشري مثبت بدلون ټولنې کوله چې د میدیوتیک افغانستان پر استازو سربېره په کې د یو شمېر نورو  مدنې ټولنو استازو هم ګډون درلود. عبدالبصیر سباوون د ...

نور ولوله »

خبرتیا: د ژورناليزم کورس

  ننګرهار ميديوتيک ميډياهاوس اداره په پام کې لري،  چې  د ژورناليزم مينه والو ته  د ژورنالېزم  شپږ مياشتنۍ کورس پيل کړي، ټولو هغو کسانو ته چې د  ژورناليزم سره علاقمندي لري خبر ورکول کېږي،  چې د ميديوتيک اداري سره په تماس کې شي. نوټ: نوم ليکنه تر اختره پورې دوام لري. د اړيکو شميره: ۰۷۸۶۳۸۴۸۵۹   په درنښت ننګرهار ...

نور ولوله »

موږ امن غواړو او د امن لپاره کار کوو

aman ghwaro-khateez

نن جمعی ورځ سهار د ختیځ ادبي بهیر د غونډې وروسته شاوخوا ۱۱ بجې وي، چې موږ امن غواړو او د امن لپاره کار کوو تر سر لیک لاندې یو پروګرام د حمد الله ارباب او ورسره ملګرږ په نوښت په لاره اچول شوی وو. ارباب صیب پخپل لیکنه کې له میدیوتیک ادارې- د میدیوتیک ادارې مشرتابه او همکارانو څخه ...

نور ولوله »

ځوان حرکت د لسګونو ناروغانو سره د روژه ماتې او میریس روغتون سره د وینې مرسته وکړه

zwan harakat

مطبوعاتي اعلامیه22/07/2013کندهار، افغانستان – ځوان حرکت د لسګونو ناروغانو سره د روژه ماتې او میریس روغتون سره د وینې مرسته وکړه.تېره شپه د ځوان حرکت ټولنې لسګونو غړیو د میرویس روغتون پر ناروغانو پوښتنه وکړه او د پنځوسو ناروغانو سره یې د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت د روژه ماتې مرسته وکړه. په دغه مرسته کې چې بیسکټ، خرما، شیدي، ...

نور ولوله »

د ګران ورور احساس او کورنۍ سره یې خواخوږي

(مِنَ الْمُؤْمِنِينَ رِجَالٌ صَدَقُوا مَا عَاهَدُوا اللَّهَ عَلَيْهِ فَمِنْهُم مَّن قَضَى نَحْبَهُ وَمِنْهُم مَّن يَنتَظِرُ وَمَا بَدَّلُوا تَبْدِيلاً) په ډېره خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ،چې د لغمان د پخواني والي محترم ملا محمد اسحاق اخندزاده کشر ورور او د هڅاند لیکوال او ژورنالسټ محمدالله احساس تره ملا عبدالله اخندزاده د اسلام، جهاد او خاوري د دښمنانو له لورې ...

نور ولوله »

دنوی کتاب دچاپ زیرۍ – د افغانستان د انټرنیټی ویبپاڼو لارښود دریم ټوک له چاپه راووت

websites book

د ځوان، هڅاند او نوښتګر ښاغلی څیرونکی وحیدالله ببرکزي ځدران په زیار او کوښښ سره داسي ګټور لارښود چمتو شو چی نوره به د انټرنیټ کاررونکی هیڅکله د خپل د ارټیا او خوښی ور ویبپاڼو د پیدا کولو په خاطر سرګردانی و نه ګالی.د ( افغانستان د انټرنیټی ویبپاڼو لارښود ۲۰۱۳ ) ته یوه ډیوه هم ویلی شو چی د ...

نور ولوله »

دلاریون خبرتیا! – افغان یون

muzahira

د سيد انور سادات د بېشرمانه څرګندونو په غبرګون کې د افغان يون  او نورو مدني خوځښتونو دلاریون خبرتیا ! لکه څرنګه چې خبر ياست وړمه ورځ د ولسي جرګې په غونډه کې يوه غلام وکيل (انور سادات) د افغانستان يو غیرتي او دروند قوم (پښتنو) ته سپکاوى وکړ او پښتانه يې په وژنو، وحشت او فساد تورن کړل. په ...

نور ولوله »

د حکمتيار نوي کتابونه له چاپ را وتلي

١-قرآن او پښتو ژباړه ئې: له ښکلې په زړه پورې او دقيقي پښتو ژباړې سره، په ښايسته حروفو، معياري صحافت او جيبي قطع کي، د قرآن هر مينه وال ته سپارښتنه کوو چې نه يوازې په خپله دا قرآن تر لاسه کړي، تل ئې په حضر او سفر کې له ځان سره وساتي او تلاوت او حفظ ئې د همدې ...

نور ولوله »