خبرتیاوی او پیغامونه

کتاب: (لیک لارښود) له چاپه راووتی!

leek larshood book

دقلم، لیک لوست اوآدب ومینوالو ته خبر ورکول کیږی، چی د استاد عبد الغفار جُبیر یوښکلی کتاب (لیک لارښود) له چاپه راووتی، په دې معلوماتي اوښکلی کتاب کی پښتو املاء، انشاء، لیکدود، لیکونه اوسرلیکونه، دری لیکونه، عربی لیکونه پښتو ژباړه، انګلیسي لیکونه پښتو ژباړه اونور څه شتون لری  مینوال دی خبروی. دلاسته راوړلوځای:

نور ولوله »

ښاغلى عبد الحفيظ “ستورى” د افغان اسلامي اژانس د نوي رئيس په توګه وټاکل شو

د افغان اسلامي اژانس د اداري پلاوي د پريکړې سره سم ښاغلى عبد الحفيظ “ستورى” د دې اژانس کار کوونکو ته د نوي رئيس په توګه معرفي کړاى شو او د دوشنبې په ورځ 2013-05-20 يې په خپله دنده پيل وکړ. ښاغلي “ستوري” چې د ژورنالزم په څانګه کې څو کلنه تجربه لري، هوډ وکړ چې د پخوا په څېر ...

نور ولوله »

د مرحوم محمد يعقوب “شرافت” په وفات له تعزيت کوونکو څخه د مننې پيغام

writing

دا چې د افغانستان مظلوم ملت هر وخت يو ريښتيني ترجمان ته اړتيا لري، او تر يوه بريده دغه اړتيا د هيواد په کچه  مشهور ليکوال، څيړونکي، مبصر او د شوريانو پر ضد د جهادي پير د وتلي او پيژندل شوي ژورنالست مرحوم حاجي محمد يعقوب “شرافت” ډکه کړې وه نو ريښتيا هم د هغه وفات زموږ او د افغانستان ...

نور ولوله »

د افغان اسلامي اژانس مشر محمد یعقوب شرافت پرمړينه دامام الدين ساپي دغمزازۍ پيغام

په خواشينۍ مو خبر ترلاسه کړ چې افغان خبریال، لیکوال او شاعر او د افغان اسلامي اژانس مشر محمد یعقوب شرافت ورپېښې ناروغۍ له  کبله ساه ورکړې ده  دساپي پښتوڅيړنو اوپراختيا مرکزد ارواښاد  مړينه دپښتوژوناليزم ته لوى تاوان گڼي او له کورنۍ سره يې په دې غم کې ځان شريک گڼي

نور ولوله »

په جرمني کې دقسیم ژوند دخپلوانولپاره خبرتیا

شاوخوا (۶۰) کلن قسیم ژوند د المان په ډوسلډورف ښار کې په حق رسېدلی دی . دنوموړي مړی ښاروالي په لاس کې اخیستی او افغانانو ته یې دخښېدلو اجازه نه ورکوي .  دډوسلډورف دښاروالي چارواکو له افغانانو غوښتنه کړې ده چې دخدای بخښلي ژوند دکورنۍ غړي کولای شي‌چې دهغه مړی ترلاسه کړي.‌ نوموړی دکندهار اوسېدونکی او په قوم اڅګزی بلل ...

نور ولوله »

د پاکستان د ناپاکه هڅو د غندنې او د ملي پوځونو په ملاتړ لاريون

خبرتيا په شمع د ننګ وسېـزئ ځانونه پتنـګانو – وطن درنه د وينې قرباني غواړي غازيانو ټول عمر به پېغور درته د پېغلو لوپټې کړي –  راځئ چې پرې وروزو په لښکر د دښمانو د پاکستان د ناپاکه هڅو د غندنې او د ملي پوځونو په ملاتړ لاريون

نور ولوله »

په ننګرهار کې د ډیورنډ کرښې او د پاکستان د ورستیو بریدونو پر ضد ستره غونډه!

درنو افغانانو! زمونږ هیواد افغانستان ډیر ویاړلی مګر د غم لړلو پېښو ډک تاریخ لري، دغه ټاټوبی د تاریخ په اوږدو کښې دسترو مدنیتونو زانګو او د پیاوړو نومیالیو او ملی شخصیتونو مور او روزونکې پاتې شوې ده. په همدغه اساس په سیمه او نړۍ کښې دویاړولو مبارزو، نوښتونو او اوښتونو د الهام منبع ګڼل کېږي. سلګونه کلونه پخوا انګرېزي ...

نور ولوله »

د ارواښاد غلام محمد زرملوال په اړه د جوړیدونکي علمي سیمنار خبرتیا

دمشهور لیکوال، ژورنالیست او سیاست پوهه خدای بخښلي‌غلام محمد زرملوال پر ژوند او افکارو علمي‌سیمنار دخبریال خبري‌ ویبپاڼې له لوري‌ په پام کې نیول شوی دی . په دغه علمي‌سیمنار کې چې دبریتانیا او اروپايي‌ هیوادونو ګڼ لیکوال ،ژورنالیستان او د ښاغلي‌زرملوال خواخوږي‌ ګډون ورکي کوي‌ دمرحوم پر په فن، شخصيت ،ژورنالیزم ،لیکوالي او ټولنيز ژوند باندې ګڼې ليكلې مقالې ...

نور ولوله »

«دسولې ژورنالیزم» کتاب خپورشو!

دسولې ژونالیزم په نامه کتاب ، چې مسعود مومن په دري ژبه لیکلی، دکابل او ننګرهارپوهنتونونواستاد محمد داود وفا په پښتو ژباړلی.او میدیوتیک افغانستان کابل په زرو ټوکو کې تېره میاشت خپور کړی دی. په دغه کتاب کې دنړۍ په بېلابېلو هېوادونو او ټولنو کې دسولې درامنځته کېدو اودجګړې دمخنیوي په مسلو بحثونه او عملي بیلګه ییز ریپورټونه راغلي دي. ...

نور ولوله »

په سويډن کي ددوستۍ فرهنگی ټولنې دنوی کال په مناسبت دمبارکی پيغام

نوی کالمو مبارک شه درنوهيوادوالو،فرهنگيانو اوفرهنگپالو! په افغاني مينه او احساس دنوی  ۱۳۹۲ هجری شمسی کال دراسېدوپه مناسبت تاسودرنو اوغيرتمنو هيوادوالوته دزړه له کومي مبارکی اونېکي هيله وړاندي کوو.

نور ولوله »