fbpx

خبرتیاوی او پیغامونه

د پردېسۍ تروږمې – د جمال ناصر د شعرونو ټولګه چاپ شوه

خپلې خبري د پرديسۍ تروږمي د شعرونو هغه  ټولګه ده چې ما په ډېره خوارۍ په هغو سفرونو كې ليكلي ده چې هغه  سفرونه به يوازې او يوازې يو افغان وكولاى شي او بس. د پرديسۍ په هره شيبه كې  دا شعر  زما ملګرى پاتې شوى دى، زما ملتيا يې كړې ده او ما ته ېې حوصله راكړې ده، زه ...

نور ولوله »

مينه چاپ او په ليکه شوه

د سلامونو په وړاندې کولو سره زېرے ورکوو چې  د پښتونخوا له زړۀ پېښور نه په پښتو او اردو ژبه خپرېدونکې مياشتنۍ (( مينه )) مجلې د څلورم کال اومه  ګڼه يعنې د ٢٠١١  کال د اکتوبر د مياشتې  ګڼه چاپ او په ليکه شوه. هيله  ده د قدرمنو مينه والو د پام او استفادې وړ به وګرځې او مونږ ...

نور ولوله »

د کتاب: (ژړوي مي هغه تللي تللي خلګ) مخکتني په مناسبت ادبي غونډه

خبرتيا ژړوي مي هغه تللي تللي خلګ په نامه تاريخي کتاب چي دږوب ديو ادبي او کلتوري تنظيم دګلو څانګه له خوا د زر ټوکه په شمېر تازه له چاپه راوتلی دی، دمخکتنې دستوره به د اتوار په ورځ د سپټامبر مياشتې پر۲۵مه نېټه سهار لس بجې په بي اېنډآر مېلمستون کي کېږي، غونډه پردوو برخو وېشلې ده، په لومړی ...

نور ولوله »

دکوچنی اختر په مناسبت ددوستی فرهنگی ټولنې دمبارکی پيغام

خلگ وايي چي راغلی بيا اختردی داپه چاباندي اختردی خداي خبردی استاد پژواک ددوستۍ فرهنگی ټولنې مشرتابه جرگه تاسو ،ستاسودرنې کورنۍ اوټولواړوندانوته دکوحني اختر درارسېدوله امله دزړه له کومې مبارکی اونيکې هيلې وړاندي کوي .

نور ولوله »

په ننګرهار ولایت کې دنن ټکي آسیا همکار حذیفه عزیز په شهادت ورسید

شهید حذیفه عزیز

په ډیره خواشینۍ موخبر ترلاسه کړ چې  په ننګرهارولایت کې دنن ټکي آسیا ځوان همکار حذیفه عزیز په سیمه کې دامریکايي یرغلګرو له لوري  په بیرحمانه توګه په شهادت ورسید. د شهید حذیفه ژوند لیک ته لنډه کتنه: شهید حذیفه عزیز، د شیخ القرآن مولوي سلطان عزیز عزیز زوی، د ننګرهار ولایت د غني خیلو ولسوالۍ د ګلايي د کلي ...

نور ولوله »

ځوانيمرگ شاعراو شننونكى عرفان الله اكبرزى خاوروته وسپارل شو

Irfanullah

د ننگرهار ولايت د خوږياڼو د ولسي شاعر و كيسه ليكونكي ارواښاد نواب ملنگ  منور زوى شاعر، ليكوال او وټه ييز شننونكى عرفان الله اكبرزى، چې پرون ماښام( د زمري په ۵- ۱۳۹۰ل) د وينې د لوړ(۳۴۰ پر۲۴۰) فشار ناروغۍ پرلامل د پېښور په رحمان روغتون كې  مازيگر مهال په حق رسيدلى و؛ نن (د زمري په ۶) د خوږياڼو ...

نور ولوله »

مهتر لام با با ادبي ټولنه د روژې مباركې مياشتې په اړه ځانګړې غونډه كوي

د ۱۳۹۰ لمريز كال د زمري ۷ مه  د راروانې جمعې په ورځ چې د زمري د مياشتې له اوومې نېټې سره سمون خوري، مهترلام بابا ادبي ټولنه د روژې د مباركې مياشتې په فضيلت ځانګړې غونډۀ كوي په دې غونډه كې به عالمان او استا دان د روژې د مباركې مياشتې په فضيلتونو هر اړ خيزې خبرې كوي غونډه ...

نور ولوله »

د شهيد استاد غلام محمد نيازي لارويانو ته د تسليت او مبارکۍ پيغام

په ډيره خواشينۍ او خوښۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې په افغانستان کې د اسلامي نهضت د بنسټ ايښودونکي استاد غلام محمد نيازي لمسي د استاد محمد نسيم زوي عبدالله د خپل نيکه په پل باندې قدم کيښود او د بدر د عملياتو په ترڅ کې یې د وردګو ولايت د سيد آباد ولسوالۍ د توپ په دښته کې ...

نور ولوله »

په لندن کې د شهید احمد ولی کرزۍ د فاتحی خبرتیا

د شهید احمد ولی کرزۍ فاتحه د یکشنبی په ورځ ۱۷ ده جولای په لندن کې د افغانانو په جامع جومات کی د ۱۱ – ۱ بجی په لندن او اروپا کی د میشتو افغانانو له خوا اخستل کیږی. .Ihsan Yahya 07904083971Time 11 – 13:00Date 17th of JulyAddress 212-214 Church Road, Willesden, London, Greater London, NW10 9NP

نور ولوله »