نن په انځورونو کي

ګډو قواوو د طالبانو له خوا جوړي شوي چاودېدونکي ډبې وچولي- انځورونه ۲۰۱۱-۵-۲۶

په هلمند ولایت کې بهرني او افغاني ځواکونو هغه بمونو ته چاودنه ورکړه چي د څه مودې را هیسي يې د لښکرګاه او شاوخوا سیمو کې موندلي وه. طالبان دغه بمان یا چاودېدونکي ژیړي ډبې په خپله جوړه وي.. چي په قیمت کې ډیر ارزانه او په کار کې ډیر اغیزمني ورته تمامیږي. انځورونه: ۲۰۱۱-۵-۲۶

نور ولوله »

پيښور: د پولیسو پر مرکز باندي د برید وروسته د تباهي مناظر ۲۰۱۱-۵-۲۵

د پيښور په ښار کې د پولیسو پر یو تاڼي باندي د پاکستاني طالبانو له خوا د برید انځورونه، ویل کیږي چي په دغه برید کې ۱۰ تنه ووژل شوه او تر ۳۸ زیات کسان ټپيان شول، چي زیات شمير يې پولیس وه، طالبانو ددغه برید مسولیت په غاړه اخیستی وو. ۲۰۱۱-۵-۲۵

نور ولوله »

د افغانستان او پاکستان تر منځ لومړی یوه ورځنۍ لوبه په انځورونو کې ۲۰۱۱-۵-۲۵

د افغانستان ملي لوبډلې نن د پاکستان د دوهم نمبري لوبډلي سره لوبه وکړه، چي پاکستان په پنځو وکټونو دا لوبه وګټله. افغانستان لومړی توپ بازي وکړه او خپل په وار يې ۱۵۳ منډي جوړي کړي.. او د پاکستانی لوبډلي دغه هدف په اسانۍ سره تر لاسه کړ. په دغه لوبه کې د افغانستان ملي لوبډلي ستوری محمد نبي وو، ...

نور ولوله »

د افغانستان د کرکیټ ملي لوبډلي په اسلام اباد کې تمرینات وکړل ۲۰۱۱-۵-۲۴

د افغانستان ملي لوبډله چې پرون اسلام اباد ته ورسیده، نن يې هلته تر سخت امنیتي تدابیرو لاندي تمرین وکړ.. ددغو تمریناتو یو څو انځورونه ستاسو سره شریکه وو، هیله ده چي خوښ مو سي.

نور ولوله »

د امریکا په جوپلین ښار کي د طوفان وروسته د تباهي مناظر ۲۰۱۱-۵-۲۴

د امریکا په شمالي او منځني ایالتونو کي د څو ورځو راهیسي د طوفاني باد او بارانو سلسله روانه ده،  د جوپلين ښار چي د میسوري په ایالت کې واقعیت لری،  شا وخوا ۵۰ زره وګړي په کښي اوسیږي، دطوفانو په دې تازه لړی کي وروستي راپورونه وايي چي دغه ښار ۷۵ فیصده د طوفانو له وجي تخریب سوی، او ...

نور ولوله »

په لغمان کي د نني برید انځورونه ۲۰۱۱-۵-۲۳

په لغمان کي نن په سر ښندونکي عملیاتو کي ۴ کسه ووژل شوه او ۱۴ نور ټپیان شوه. افغان دولت وویل چي دغه کسان ټوله ولسي خلګ دي، او طالبانو وویل چي اربکیان يي وژلي، تفصیلي خبر يي د خبرونو په برخه کي خپور شوی..

نور ولوله »