fbpx

ملټي میډیا

د امریکا د محکمې او حکومت په ضد د تور پوستو انقلاب – انځورونه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، لیندۍ ۵مه ۱۳۹۳ل): د امریکا د میسوري ایالت په فریګوسن ښار کې د یوه تور پوستې د وژني پر سر باندي تور پوستي امریکایان د هغه سپین پوستي پولیس د بیا او عادلانه محکمې غوښتنه کوي چې یو غیر وسلوال تسلیم شوی تور پوستی وګړی یی په عام محضر کې په ډزو وژلی وو. وړمه ورځ ...

نور ولوله »

د امریکايي عسکر جنازه واخیستل شوه – انځورونه

نن ټکی آسیا: د هغه امریکايي عسکر جنازه واخیستل شوه، کوم چې د رواني میلادي میاشتي په ۱۴ نیټه د افغانستان د کندز په ولایت کې د طالبانو په یوه غلچکي برید کې ټپي شوی وو، او بیا د خپل زخمونو له کبله وژل شوی وو. دغه عسکر چې (Sgt. 1st Class Michael Cathcart) نومیږي، تیره ورځ خپل پلارني ټاټوبي ...

نور ولوله »

امريکا کې د واورې توپان د ژوند چارې په ټپه درولي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لیندۍ ۲۳مه ۱۳۹۳ل): د امريکا ګڼو ايالتونو کې د توپاني واورو له امله د ژوند چارې په ټپه درېدلي دي او په تازه پېښو کې اووه تنه وژل شوي دي. د نيويارک ايالت بفيلو ښار تر ټولو زيات اغېزمن شوی دی او د ښار ډېرو برخو کې اوس هم له پنځو فټو زياته واوره پرته ده. ...

نور ولوله »

سګواني یا سپي جنګونه – انځورونه

نن ټکی اسیا (شنبه، لیندۍ ۱، ۱۳۹۳ل): سګواني یا سپي جنګونه چې عام خلک ورته په ښه سترګه نه ګوري خو سربېره پر دې هم زیات شمېر مینه وال لري. د پاکستان – افغانستان پر پوله پرتې سیمه چمن د بلوچستان ایالت مهم ښار دی، پاکستاني چارواکي وايي چې په چمن کې ۴۰ سلنه خلک افغان مهاجرین اوسیږي. په چمن ...

نور ولوله »

په افغانستان او عراق کې د ټپي شویو برتانوي فوځیانو د انځورونو نندارتون

نن ټکی اسیا (جمعه، لړم ۳۰مه، ۱۳۹۳ل): د بریان اډمز (Bryan Adams) انځور ژورنالیست د هغو برتانوي فوځیانو یادګاري انځورونه اخیستي، چې د عراق او افغانستان په جګړو کې ټپي شوي دي، او اوس په خپل هیواد برتانیا کې میشت دي. دا انځورونه چې اوس د سمرسیټ هاوس (Somerset House, London) په نامه نندارتون ته وړاندي شوي، د راتلونکي کال ...

نور ولوله »

کابل: د بهرنیو ځواکونو پر مهمې پوځي مرکز «ګرین ویلج» ډله ییز برید – انځورونه

ننټکیاسیا (پنجشنبه، لړم ۲۹مه ۱۳۹۳ل): بېګا ناوخته د شپې شاوخوا ۹ بجې د کابل ښار نهمې حوزې اړوند د بهرنیو ځواکونو یوه مهمه پوځي اډه د طالبانو د برید لاندې راغلله. د سیمې څخه د نن ټکی اسیا خبریال وايي چې د چاودنې غږ تر لرې لرې واوریدل شو. نوموړی زیاتوي چې لومړی چاودنه وشوه او ورپسې نښته پیل شوه ...

نور ولوله »

په کابل کې د بهرنیو ځواکونو په مرکز باندي د جګړې وروسته انځورونه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لړم ۲۷مه ۱۳۹۳ل): نن د کابل د پلچرخي په سیمه کې د بهرنیو ځواکونه په یوه مرکز باندي سرتیری برید وشو، چې له کبله یې درنه مرګ ژوبله اوښتې. د کابل امنیه قومندان لوی پاسوال ظاهر ظاهر خبریالانو سره په خبرو کې ویلي چې د «هارډ« پر نوم د بهرنیانو پر یوې امنیتي کمپنۍ د ...

نور ولوله »

په کابل کې د شکریه بارکزۍ په موټر د چاودني وروسته انځورونه

نن‌ ټکی‌ اسیا (یکشنبه، لړم ۲۵مه، ۱۳۹۳ل): نن د کابل په دار الامان سړک باندي د ولسي جرګې غړي شکریه بارکزي په مرمۍ ضد موټر باندي زوروره چاودنه وشول چې له کبله یې نوموړې د ۳۲ کسانو په شمول ټپي شول، او د امنیتي چارواکو په وینا په پيښه کې ۳ تنه ملکي وګړي مړه هم شول. که څه هم ...

نور ولوله »

ننګرهار کې پر امریکايي عسکرو د سرتېري بریدونو وروسته انځورونه

  نن ټکی اسیا (پنجشنبه، د لړم۲۲مه، ۱۳۹۳ل): نن د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې پر امریکايي ځواکونه پر له پسې دوه سرتېري بریدونه تر سره شول. لومړی سرتیری برید په رینګ روډ (حلقوي سرک) باندې سهار ۹ بجې د بهرنیو ځواکونو د موټرو پر کتار وشو. او دوهم سرتېری برید د یوه سرف موټر پر مټ پر ...

نور ولوله »

په بګرام کې امریکایان خپل استوګن ځایونه ورانوي – انځورونه او ويډيو

نن ټکی اسیا (جمعه، لړم ۱۶مه، ۱۳۹۳ل): د امريکا په مشرۍ د نړيوال ايتلاف عسکرو له افغانستانه د وتلو لړۍ پيل کړه او د بګرام نظامي بېس، چې د افغانستان په کچه تر ټولو ستر پوځي مرکز ګڼل کيږي، بهرني عسکر په کې هغه لنډمهالې ودانۍ ورانوي، چې دوی په کې دا ديارلس کاله تېر کړل. د راپورونو له مخې ...

نور ولوله »