fbpx

ملټي میډیا

کابل کې د مسعود ورځ – ویډيو او انځورونه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وږي ۱۸مه ۱۳۹۵ل): سره له دې چې د کابل ګارنیزیون د احتمالي بریدونو ګواښ کړی و او د مسعود بنسټ د هغوی د پلویانو څخه غوښتي وو چې په لارو کوڅو کې لاریونونه ونه کړي، د پخواني ټوپکسالار احمدشاه مسعود پلویان د کاروان په شکل د کابل ښار په بېلابېلو سیمو د وسلو سره وګرځېدل او ...

نور ولوله »

هغه حاجیان چې ۵۶ کاله مخکې حج ته تللي وو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وږي ۱۶مه ۱۳۹۵ل): ۵۶ کاله وړاندې له هند څخه درې تنه حاجیان د حج فریضې ادا کولو لپاره سعودي عربستان ته لاړل. دغه حاجیان د بایسکیلونو په واسطه تر زرګونو کیلومتره سفر وروسته د تبوک ښار ته ورسېدل. په ۱۹۶۰م کال کې د تبوک ښار ته د هند درې تنه اوسیدونکي راغلل چې تر ۹۰۰۰ ...

نور ولوله »

د ملي اردو قومندانان کوچنی هلک ګډوي – ويډیو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وږي ۱۶مه ۱۳۹۵ل): د بچه بازۍ یوه تازه ويډیو چې په فیسبوک خپره شوې په کې یو هلک د ملي اردو قومندانانو مخې ته ګډیږي. په ویډيو کې کوچنی هلک چې له شکل و صورت هم صغیر ښکاري، ښځېنه جامې په تن کړي وي، شاوخوا ترې په شخصي او نظامي جامو کې د ملي اردو ...

نور ولوله »

د کابل په امریکايي پوهنتون برید کې ۱۲ کسان وژل شوي – انځورونه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وږي ۴مه ۱۳۹۵ل): د کابل په امریکايي پوهنتون برید کې ۱۲ کسان وژل شوي او ۴۴ نور ټپيان شوي دي. دغه برید بېګا ماښام مهال شپږ نیمې بجې پیل شو او څو ساعته یې دوام وکړ. رویټرز خبري اژانس وايي چې بریدګرو لومړی د چاودیدونکو توکو څخه ډک موټر د پوهنتون له ودانۍ سره ټکر کړ ...

نور ولوله »

کابل: په نارت ګېټ مېلمستون بريد (ویډیو او انځورونه)

نن ټکی اسیا (دوشنبه، زمري ۱۱مه ۱۳۹۵ل): تېره شپه د کابل ښار د ۹ حوزې اړوند د امریکایي ځواکونو په مرکز «نارت ګېټ» درنه چاودنه وشوه، تر چاودنې وروسته څو تنه بریدګر مرکز ته ننوتل او له امنیتي ځواکونو سره یې تر ۷ ساعتونو پورې مقاومت وکړ. طالبانو د برید مسئولیت په غاړه واخیست او ویې ویل چې له یاد ...

نور ولوله »

کابل: مرګ ژوبله زیاته شوه، ۶۱ مړه او ۲۰۷ ټپيان دي – ویډیو او انځورونه

نن ټکی اسیا ( شنبه، زمری ۲مه، ۱۳۹۵ل): د کابل په ننۍ چاودنه کې د روغتیا وزارت د وروستي اعلان سره سم ۶۱ تنه او د ټپیانو شمېر ۲۰۷ تنو ته پورته شو. د پيښي د څرنګوالي په اړه تر اوسه رسما څه نه دي ویل شوي خو د اسلامي دولت ډلي (داعش) خبري اژانس «اعماق» خبر ورکړی چې ددوی ...

نور ولوله »

دوستم: غني او عبدالله واک په خپلو منځو کې ویشلی؛ دده برخه معلومه نه ده – ویډيو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، چنګاښ ۷مه،۱۳۹۵ل): د ګډ حکومت د ګلخانې ماڼۍ لومړی مرستیال او مشهور جنګسالار جنرال عبدالرشید دوستم ګیله کوي چې په حکومت کې مناسبه ونډه نه ده ور رسېدلې. نوموړي تېره ماښام د فاریاب ولایت په دولت اباد ولسوالۍ کې خبریالانو ته ویل چې د اشرف غني له کارونو خفه دی او د ټاکنو تر پایلو وړاندې ...

نور ولوله »

فراه: دولتي ځواکونو په یوې جنازې بمباري کړې – ویډيو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غبرګولي ۲۴مه ۱۳۹۴ل): د فراه ولایت د بالابلوک ولسوالۍ په فراه رود سیمه کې دولتي ځواکونو په یوه جنازه بمباري کړې ده.  د فراه رود د انکشافي شورا رییس حاجي ملوک پژواک خبري اژانس ته ویلي چې په دغه بمبارۍ کې د درې ښځو او دوه ماشومانو په شمول پنځه ملکي وګړي وژل شوي او تر ...

نور ولوله »

د سلما بند په اړه معلوماتي ویډيو

نن ټکی اسیا (شنبه، غبرګولي ۱۵مه ۱۳۹۵ل): ټاکل شوې چې د سلما بند به نن د غبرګولي په ۱۵مه /جون ۴مه/ ولسمشر اشرف غني او د هند لومړی وزیر نریندر مودي پرانیزي. د سلما بند د هرات ښار شمال ختیځ ته د چشت شریف ولسوالۍ کې د هریردو سیند په اوبو جوړ شوی دی. د دغې بند اصلي ذخیره ۲۰ ...

نور ولوله »

په هیواد کې دننه دولس زره بې ځایه شوي کورنۍ – انځورونه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غبرګولي ۱۲مه، ۱۳۹۵ل): تېره ورځ د بښني نړیوال سازمان په خپل وروستي راپور کې په ډاګه کړه چې په افغانستان کې دننه د بې ځایه شویو کورنیو شمېر ۱۲ سوه زرو ته پورته شو. ددغه راپور سره سم په وروستیو دریو کلونو کې دغه شمېر د تیرو کلونو پر پرتله ۵۰ سلنه زیات شوی دی. په ...

نور ولوله »