خبرونه

عبیدالله بارکزی د قطر په غونډه کې د طالبانو له لوري دعوت وو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۳ وری ۱۳۹۸ل): په ولسي جرګه کې د روزګان د خلکو استازی عبیدالله بارکزی په قطر کې د طالبانو او افغاني شخصیتونو تر منځ په را روانه غونډه کې د طالبانو له لوري دعوت وو. د قطر دفتر سرچینو نن ټکی اسیا ته ویلي چې عبیدالله بارکزی د یوه قومي مشر او سیاسي شخصیت په توګه ...

نور ولوله »

بارکزي تر وژل کېدو مخکې د خپل مرګ وړاندوینه کړې وه / ویډیو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۳ وری ۱۳۹۸ل): د عبیدالله بارکزي یو صوتي کلیپ نشر شوی چې په اړه یې ویل کیږي درې ورځې تر مخه یې د یو چا سره خبرې کړي او په هغه کې يې د خپل ځان د هدف ګرځېدو په اړه وړاندوینه کړې ده. نوموړي په تلیفون کې د یوه کس سره خبري کوي چې په ...

نور ولوله »

د ولسي جرګې غړی عبيدالله بارکزی وژل شوی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۳ وری ۱۳۹۸ل): څو شيبې وړاندې د د کندهار ښار په شپږمه حوزه کې نامعلومو وسله والو د ولسي جرګې په غړي عبيدالله بارکزي بريد کړی دی او وژلی يې دی. نوموړی په ولسي جرګه کې د روزګان د خلکو استازی و. د کندهار امنيتي چارواکو د نوموړي وژنه تائيد کړې ده خو په اړه يې ...

نور ولوله »

کندز: د ولسي وګړو د وژنو په غبرګون لاریون روان دی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۳ وری ۱۳۹۸ل): د کندز ولایت په مرکز کې د ولسي وګړو د تازه وژنو په غبرګون لاريون روان دی‌. راپورونه وايي چې د کندز ولايت د تلاوکې په سيمه کې تيره شپه ګډو ځواکونو د ولسي وګړو په کورونو عملیات کړي دي چې په نتيجه يې ۱۲ تنه ولسي وګړي وژل شوي دي. نن سهار ...

نور ولوله »

هلمند کې طالبانو د امنيتي ځواکونو دوه مرکزونه نيولي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۳ وری ۱۳۹۸ل): طالبانو د هلمند ولايت په سنګين ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو دوه مرکزونه نيولي دي او لسګونه عسکرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده. د طالبانو له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د هلمند ولايت د سنګين ولسوالۍ په مجيد چوک او مبايل خادې سيمو کې په امنيتي مرکزونو بريدونه ...

نور ولوله »

دوهم تعقيب: د هلمند غبرګو چاودنو کې ۲۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۳ وری ۱۳۹۸ل): په هلمند ولایت کې د بزګر د ورځې د لمانځنې د مراسمو په غونډه کې دوه غبرګو چاودنو د څو لوړ پوړ چارواکو په ګډون پنځه ويشت کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده. د هلمند د والي وياند عمر ځواک وايي چې په دې پيښه کې د هلمند د اقتصاد رئيس محمد خان ...

نور ولوله »

کاپيسا: طالبانو نجراب کې ۴۵ پوستې سقوط کړي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۳ وری ۱۳۹۸ل): طالبانو د کاپيسا ولايت په نجراب ولسوالۍ کې د دولتي عسکرو ۴۵ پوستې نيولي او ۳۱ عسکرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده. د طالبانو له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د کاپيسا ولايت نجراب ولسوالۍ په افغانيه، غَین او پچغان درو کې په دولتي پوستو بريدونه شوي دي چې ...

نور ولوله »

هلمند؛ غبرګو چاودنو کې والي او مرستيال يې ټپيان شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۳ وری ۱۳۹۸ل): په هلمند ولايت کې د بزګر د ورځې په اړ جوړې شوې غونډه کې غبرګې چاودنې شوي چې په نتيجه کې يې ددې ولايت والي، مرستيال يې او څو تنه نور ټپيان شوي دي. د افغانستان يک تلويزيون بيا په پيښه کې د څلور تنو د وژل کیدو او لسو نورو د ټپي ...

نور ولوله »

چین: کیمیاوي فابریکه کې چاودنې سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲ وری، ۱۳۹۷ل): د چین هېواد د مشرقي برخې یوه سیمه کې په یوه کیمیاوي فابریکه کې ستره چاودنه رامنځته شوې چې له کبله یې ۴۷ کسان وژل شوي او تر ۶۰۰ زیات ټپيان دي. د چین حکومت د پېښې پخلی کړی او زیاته کړې یې ده چې د ین چینګ په صناعتي سیمه کې د ...

نور ولوله »

کندز؛ د پنځو امريکايانو په ګډون اتلس عسکر وژل شوي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲ وری، ١٣٩٨ل): طالبان وايي چې د کندز ولايت مرکز اړوند په تيلاوکه سيمه کې يې د پنځو امريکايي عسکرو په ګډون ۱۸ کورني کمانډويي عسکر وژلي دي. د طالبانو له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې تيره شپه د کندوز ولايت اړوند په تيلاوکه سيمه کې د طالبانو په بريدونو کې ۵ ...

نور ولوله »