افغانستان

سولې شورا: مولانا فضل الرحمن هم د سولې د هڅو ژمنه کړې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۹مرغومي، ۱۳۹۷ل): د سولې عالي شورا وايي، د دې شورا د دارالانشا‌ء ریس د یو پلاوي په ملتیا پاکستان کې د جمعیت علمای اسلام پاکستان ګوند له مشر مولانا فضل الرحمن سره لیدلي او هغه هم د سوله‌ییزو هڅو ژمنه ورسره کړې ده. د سولې شورا په خپره کړې خبرپاڼه کې وايي، داودزي تېره ورځ دغه ...

نور ولوله »

قانوني د غږیز کليپ خپرېدل غندلي؛ خو پرخپل دریځ يې ټینګار کړی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۹مرغومي، ۱۳۹۷ل): د جمعیت اسلامي د رهبري شورا غړي محمد یونس قانوني د خپل هغه غږیز کلیپ خپرېدل غندلي چې په وینا يې له هېواده د باندې له یو «دوست» سره يې د نظام پر بدلون، د حنیف اتمر او اشرف غني پر غبرګون خبرې کړې دي. دې کلیپ کې محمد یونس قانوني په راتلونکو ولسمشریزو ...

نور ولوله »

طالبانو د بلخ په چهاربلوک کې د درنې جګړې خبر ورکړی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۹مرغومي، ۱۳۹۷ل): طالبان وايي د بلخ په چهاربلوک ولسوالۍ کې يې دوه پوستې نیولې او د مرګ‌ژوبلې تر څنګ يې ۱۵ تنه عسکر ژوندي نیولي دي. طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په خپره کړې خبرپاڼه کې ویليو چې د یادې ولسوالۍ په تیمورک سیمه کې د قومندان امام الدین پوستې نیولې او د هغه په ګډون ...

نور ولوله »

څېړنه: افغانستان تر ټولو خطرناک هوايي خدمات لري

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۹مرغومي، ۱۳۹۷ل): د هوايي کرښو د درجه بندۍ ویبپاڼې په کلني راپور کې د افغانستان هوايي خدمات د نړۍ په سطحه لومړني خراب خدمات یاد کړي دي. د دې ویبپاڼې د معلوماتو له مخې په افغانستان کې د اریانا افغان دولتي هوايي شرکت او د کام ایر خصوصي شرکت هوايي کرښې د نړۍ په سطحه تر ...

نور ولوله »

طالبان: «ژمی، د لړزانده رژیم د لاپو موسم» دی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۹مرغومي، ۱۳۹۷ل): طالبانو تر پورته سرلیک لاندې په خپره کړې اوونیزه تبصره کې د حکومت له لوري د دوی د تلفاتو دعوې یوازې «لاپې» بللې دي، چې په وینا يې د ژمي په رارسېدو سره دا ډول «لاپې» لا ډېرېږي. په تبصره کې د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو لپاره د نویو سرپرستانو ټاکل کېدل او ...

نور ولوله »

زلمي خلیلزاد په نوي سفر کې د قطر څخه لیدنه نه کوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۹مرغومي، ۱۳۹۷ل): د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې زلمی خلیلزاد د روانې میاشتې جنوري له اتمې نیټې څخه بیا تر ۲۱مې نیټې پوري د افغان سولې په اړه نوی سفر پیل کړی دی چې په دغه موده کې به هغه د هندوستان، چین، افغانستان او پاکستان ...

نور ولوله »

واشنګټن پوسټ: ټرمپ له افغانستانه د امريکايي  عسکرو د ويستلو په تګلاره کار کوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۹مرغومي، ۱۳۹۷ل):واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د امریکايي چارواکو له خولې ليکلي،  چې ولسمشر ټرمپ له افغانستانه د خپلو عسکرو په ويستلو کار کوي او په دې اړه  يې پنټاګون ته د تګلارې جوړولو امر کړی دی. واشنګټن پوسټ د سپينې ماڼۍ د دوو سرچينو په حواله ليکلي، چې  ټرمپ غواړي، خپل ټول عسکر له افغانستانه وباسي، خو ...

نور ولوله »

سرچينه: په قطر کې د سولې ناستې لغوه کولو په اړه د رویټرز راپور اساس نه لري

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۸مرغومي، ۱۳۹۷ل): رویټرز خبري اژانس ليکلي، چې طالبانو له امريکايي ‏ډيپلوماټانو سره کېدونکې د سولې هغه ناسته کې ګډون لغوه کړی، چې ټاکل شوې وه سبا چهارشنبه په قطر ‏کې پيل شي، خو د طالبانو مذاکراتي ټيم ته یوې نیژدې سرچينې نن ټکی اسيا ته وویل چې خبرې لغوه شوې نه دي، البته د ځینو ...

نور ولوله »

د سولې شورا پلاوی اسلام اباد ته ورسېد

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۸مرغومي، ۱۳۹۷ل): د سولې شورا د دارالانشاء رئيس محمد عمر داودزي په مشرۍ يو پلاوي د پاکستان پلازمينې اسلام اباد ته سفر رسېدلی. ټاکل شوې ده چې د افغانستان د سولې شورا دا پلاوی د پاکستان د سياسي او مذهبي مشرانو سره وګوري او د افغانستان د قضيې د حل په موخه ورسره خبرې وکړي. ...

نور ولوله »

ننګرهار: داعش ډلې دوه ورونه وژلي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۸مرغومي، ۱۳۹۷ل): د ننګرهار ولايت په چپرهار ولسوالۍ کې داعش وسله والو دوه ورونه په ډزو وژلي دي. دا پيښه تېره ورځ ناوخته د چپرهار ولسوالۍ په تره کو سيمه کې رامنځته شوه او د سيمې اوسېدونکي وايي چې د عبدالوهاب او عبدالقيوم په نامه دوه ورونه چې خټګران او مزدور کار وو د داعش ...

نور ولوله »