افغانستان

مارکس پوتزېل: هند دې د طالب او امریکايي استازو له روانو مذاکراتو ملاتړ وکړي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۸چنګاښ،  ۱۳۹۸ل): د افغانستان لپاره د جرمني هیواد ځانګړی استاز ی «مارکس پوتزېل» چې دا مهال هند ته تللی، له یاد هیواد غواړي څو د افغانستان د سولې په تړاو د طالب او امریکایي استازو د روانو مذاکراتو له بهیر ملاتړ وکړي. د «دې هندو» ورځپاڼې د راپور په اساس، پوتزېل دا مهال په هند کې ...

نور ولوله »

د کابل پوهنتون دروازې ته څېرمه چاودنې «۲۲» کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۸چنګاښ،  ۱۳۹۸ل): نن سهار د کابل پوهنتون دروازې ته څېرمه چاودنې شاوخوا «۲۲» کسانو ته مرګ ژوبله اړولې. د کورنیو چارو وزارت له قوله، چاودېدونکي توکي په یوه کرولا موټر پورې نښلول شوي وو چې د چاودنې په پایله کې يې ۱  ترافیک پولیس او ۳ ولسي وګړي ووژل شول او ۱۶ نور ټپيان شول. بل ...

نور ولوله »

کرزی : د سولې تر نامه لاندې بهرنۍ معاملې د منلو نه دي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۷چنګاښ ۱۳۹۸ل): د افغانستان پخوانی ولسمشر «حامد کرزی» وايي، افغانان ریښتینې سوله غواړي او د بهرنیو معاملو منلو ته تیار نه دي. کرزی چې نن سهار یې په کابل کې یوې ناستې ته خبرې کولې وویل « افغانانو ته سوله د جګړې د پای ته رسېدو، د یوه ازاد او باثباته افغانستان د جوړېدو، یوه سوله ...

نور ولوله »

طالبانو د کندهار پر امنیه قومندانۍ د برید مسؤولیت په غاړه واخیست / ویډیو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۷چنګاښ ۱۳۹۸ل): د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي رسنیو ته په لیږلي يوه خبرپاڼه کې د کندهار ښار پر امنیه قومندانۍ د برید مسؤولیت په غاړه واخیست او وې ویل چې په دغه برید کې تر اوسه ګڼ شمېر عسکر وژل شوي دي. د نوموړي په وینا لومړی د امنیه قومندانۍ بهر د موټر بم په ...

نور ولوله »

بادغیس: طالبانو د وژل شویو کمانډویانو جسدونه قومي مشرانو ته وسپارل

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۷چنګاښ ۱۳۹۸ل): طالبانو د هغو  «۳۴» وژل شویو کمانډویانو جسدونه قومي مشرانو او سپین ږیرو ته وسپارل چې درې ورځې وړاندې د بادغیس ولایت په ابکمري ولسوالۍ کې له طالبانو سره په مخامخ نښته کې وژل شوي وو. د بادغیس ولایت د ولایتي شورا غړی «ناصر نظري» وايي، طالبانو د بادغیس ولایت په مرکز قلعه نو ...

نور ولوله »

کرزی: امریکا بايد له ایران سره په خپله شخړه کې د افغانستان خاوره ونه کاروي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۷چنګاښ ۱۳۹۸ل): پخواني ولسمشر حامد کرزي ويلي، امریکا بايد له ایران سره د خپلې شخړې لپار د افغانستان خاوره ونه کاروي. پخواني ولسمشر نن په کابل کې د سولې او امنيت په اړه يوې غونډې ته د وينا په ترڅ کې پر امريکا غږ وکړ، چې له ایران سره خپلې شخړې د افغانستان له خاورې بهر ...

نور ولوله »

ټرمپ د حافظ سعید له نیول کېدو هرکلی کړی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۷چنګاښ ۱۳۹۸ل): د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر «ډونالډ ټرمپ» په پاکستان کې مېشت د پخوانۍ «لشکر طیبه» او اوسنۍ «جماعة الدعوه» ډلې د مشر حافظ سعید د نیول کېدو هرکلی کړی. ټرمپ په خپل ټویټر له لسو کلونو هڅو وروسته د حافظ سعید نیول کېدل ستره لاسته راوړنه بللې او په خبره یې،  حافظ سعید ...

نور ولوله »

د حاجي بشر د خوشي کیدا خبر حقیقت نه لري

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۷چنګاښ ۱۳۹۸ل): تېره ورځ ځینو افغان میشتو خبریالانو او رسنیو خبر ورکړ چې د نوروزو د قوم یو مخور شخصیت او د طالبانو سره ښې اړیکې لرونکی تاجر حاجي بشر له بنده ازاد شوی او دبۍ ته رسول شوی دی. د نن ټکی اسیا د معلوماتو سره سم حاجي بشر تر اوسه نه دی خوشي شوی. ...

نور ولوله »

بادغیس: لسګونه کمانډويي عسکر د نه همغږۍ له کبله وژل او نیول شوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۶چنګاښ ۱۳۹۸ل): د بادغیس سیمه‌ییز مسوولین وايي چې د سیمه‌ییز امنیتي مسوولینو سره د دفاع وزارت د نه همغږۍ له کبله په دغه ولایت کې ۲۰ کمانډويي عسکر وژل شوي او ۱۰ نور طالبانو ژوندي نیولي دي. د بادغیس د لایتي شورا غړي فرید اخیزي د کمانډویانو د وژنې لامل د بادغیس امنیتي مسوولینو سره د ...

نور ولوله »

سیما سمر اتلس کاله پس د بشرحقونو د کمیسیون له ریاسته ګوښه شوه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۶چنګاښ ۱۳۹۸ل): د بشرحقونو کمیسیون رییسه سیما سمر له دندې ګوښه شوې او د بشرحقونو په چارو کې د دولت وزیره ټاکل شو ده. سیما سمر پر ځای شهرزاد اکبر د بشرحقونو د کمیسیون رییسه ټاکل شوې ده. تر دې وړاندې سیما سمر تر یوې نیمې لسیزې زیات (۱۸ کاله) د بشرحقونو د خپلواک کمیسیون ریاست ...

نور ولوله »