افغانستان

امریکا، ایران په افغانستان کې مرستې ته هڅوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لړم ۱۵مه، ۱۳۹۳ل): د امریکا متحده ایالات له خپل قوي سیاسي مخالف ایران سره د ملګرتیا لاره جوړوي او هڅه کوي چې په افغانستان کې يې مرستو ته وهڅوي. وال سټریټ ورځپاڼه وايي چې د امریکا متحده ایالات هڅه کوي چې د ایران پام په افغانستان کې پانګونې ته را واړوي. د دې ورځپاڼې په قول ...

نور ولوله »

سعادت: د ملي یووالي حکومت «غیرقانوني» دی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لړم ۱۵مه، ۱۳۹۳ل): د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون رييس عبدالستار سعادت وايي چې د ملي يووالي حکومت «غیرقانوني» دی. ښاغلی سعادت زیاتوي چې دا حکومت په اوږدمهال کې د ناکامو نوماندو د غوښتنو منلو زمینه برابروي. دا لومړی ځل دی چې د ټاکنیزو کمېسیونونو یو لوړپوړی چارواکی د اوسني حکومت مشروعیت تر پوښتنې لاندې ...

نور ولوله »

د افغانستان، چین او تاجکستان د نښلون ټکي توافق لیک توشیح شو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لړم ۱۵مه، ۱۳۹۳ل): د ګډ حکومت مشر اشرف غني په کابل کې د چين او تاجکستان د سفیرانو ترمخ د افغانستان، چین او تاجکستان د پولو ترمنځ د شریکې نقطې توافق لیک توشیح کړ. په دې مراسمو کې چې تېره شپه په ارګ کې ترسره شول د ګډ حکومت اجرايوي ریس ډاکټر عبدالله عبدالله هم موجود ...

نور ولوله »

افغانۍ هوسۍ د سرو زرو په بیه د ۶۵ کلونو وروسته بیا وموندل شول

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، لړم ۱۴مه ۱۳۹۳ل): د حیواناتو په نړۍ کې یوه بې سارې جوړه چې تېر ۶۵ کاله له افغانستان ورکه وه، اوس بېرته بیا افغانستان لیدل شوې او د هندوکش په غرونو کې ښکاره شوې. دغه هوسۍ چې د خپل خوفناک دوه راوتلو غاښونو له وجي (افغان دراکولا) نومیږي ،  د ماسک کشمیر (Mask Kashmir) په نوم ...

نور ولوله »

د پاکستان د پوځ لوی درستیز سبا کابل ته راځي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، لړم ۱۴مه ۱۳۹۳ل): د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال راحیل شریف د ګډ حکومت د چارواکو سره د کتنې په موخه کابل ته راځي. د پاکستان پوځ عامه اړیکو دفتر ویلي چې راحیل شریف به د ګډ حکومت د ولسمشر محمد اشرف غني سره وګوري. د پاکستان د پوځ ویاند تورنجنرال عاصم باجوه ویلي چې ...

نور ولوله »

روزګان: دهراود کې دواړه لوري یوبل ته د مرګ ـ ژوبلې دعوې کوي

Ruzgan190

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، لړم ۱۴مه، ۱۳۹۳ل): د روزګان په دهراود کې له تېرو دریو ورځو راهیسې د طالبانو او دولتي عسکرو ترمنځ جګړه روانه ده. د روزګان امنیتي مسوولین وايي چې په دې جګړه کې يې لسګونو طالبانو ته مرګ ـ ژوبله اړولې چې ورسره اوه پولیس هم له منځه تللي دي. د دهراود امنیه قومند حاجي عبدالرازق له ...

نور ولوله »

تخار: مور خپله نوې زېږیدلې لور وژلې؛ کاپسا کې یوې معلمې ځانوژنه کړې

afghan-child-waiting-for-doctor

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، لړم ۱۴مه ۱۳۹۳ل): د هېواد په شمال تخار ولایت کې یوې مور خپله نوې زیږدلې لور وژلې ده. د تخار ولایت امنیه قومندانۍ ویاند خلیل اسیر ویلي چې دغې ښځې خپله لور تر زیږیدلو ۲ ساعته وروسته خفک کړې او وژلې یې ده. د اسیر په وینا پېښه تېره ورځ ناوخته د ینګي قلعه ولسوالۍ د ...

نور ولوله »

سیګار: له امریکايي پوځه ۱۵۶۰۰ پوځي وسایل ورک شوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، لړم ۱۴مه، ۱۳۹۳ل): په افغانستان کې د امریکايي لګښتونو د څار اداره پخپل تاز راپور کې وايي چې په افغانستان کې له امریکايي پوځه ۱۵۶۰۰ پوځي وسایل ورک دي. یادې ادارې د امریکا د یرغل له پیله تر اوسه د ټولو ورکو شویو پوځي وسایلو شمېر ۱۵۶۰۰ بللی دی، چې پکې با ارزښته او متوسط ارزښته ...

نور ولوله »

افغان عسکر خپلې وسلې پر طالبانو پلوري

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، لړم ۱۴مه، ۱۳۹۳ل): پوليس، اربکيان او د ملي اردو عسکر خپلې وسلې د دې لپاره پر طالبانو پلوري، چې له څو مياشتو يې خپلې تنخواوې نه دي تر لاسه کړي. راپورونه وايي، چې د ننګرهار، لوګر، غزني، ميدان وردګ او يو شمېر نورو سيمو کې پوليس خپلې وسلې د دې لپاره پر طالبانو پلوري، چې خپلې ...

نور ولوله »

چارواکي: په بدخشان کې د لادرکه عسکرو لټه کوو

UrdoMilli

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، لړم ۱۴مه، ۱۳۹۳ل): د بدخشان ولایت سیمه ییز چارواکي وايي چې په دې ولایت کې د لادرکه شویو افغان عسکرو د موندنې لپاره هڅې روانې دي. د بدخشان د والي ویاند احمد نوید فروتن وايي چې دوی په ودروج ولسوالي کې د هغو عسکرو په لټه بوخت دي چې څو ورځې وړاندې طالبانو په یوه جګړه ...

نور ولوله »