افغانستان

پکتیا: بهرنیانو ۷ تنه عام وګړي شهیدان کړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، تلې ۲۱مه، ۱۳۹۳ل): د پکتیا ولایت چارواکي وايي چې بهرنیو عسکرو په هوايي برید کې اووه تنه عام وګړي شهیدان کړي دي. د پکتیا د چارواکیو له قوله په شهیدانو کې پنځه تنه د يوې کورنۍ او دوه نور يې د بلې کورنۍ دي. د سرچینې په قول دغه ډله خلک ګردېز ته څېرمه په غرونو ...

نور ولوله »

ننګرهار: د ملي اردو په عسکرو سرتېری برید شوی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، تلې ۲۱مه، ۱۳۹۳ل): د ننګرهار امنیتي چارواکي وايي چې د دې ولایت په غني خېلو ولسوالي کې نن سهار شاوخوا اته ابجې د ملي اردو په عسکرو یو پلي سرتېري بریدګر برید کړی دی. د ننګرهار د امنیه قومنداني مطبوعاتي مسوول حسین مشرقیوال وايي چې دغه پېښه نن سهار شاوخوا اته بجې په غني خېلو کې ...

نور ولوله »

کندوز: د مستوفیت د کارکوونکي په ګډون درې تنه ټپیان شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، تلې ۲۱مه، ۱۳۹۳ل): د کندوز ولایت چارواکي وايي چې نږدې ساعت وړاندې په کندوز ښار کې بمي چاودنې د دې ولایت د مستوفیت د عوایدو سلاکار او درې تنه نور ټپیان کړل. د کندوز د امنیه قومنداني ویاند سرور حسیني وايي چې چاودنه نن سهار شاوخوا نهه بجې وشوه چې په پایله کې يې د مستوفیت ...

نور ولوله »

جرمني په افغانستان کې پر خپلې ناکامي اعتراف وکړ

نن ټکی اسیا (دوشنبه، د تلې۲۱مه،۱۳۹۳ل): د جرمني د بهرنیو چارو وزیر “فرانګ والټر شټاین مایر” پرون – د یکشنبې په ورځ- وویل چې جرمني په افغانستان کې له ۲۰۰۱ع کال راهیسې د خپل ماموریت په جریان کې ډیرې سترې تېروتني کړي او هره شېبه د دې امکان شته، چې د افغانستان څخه خپل عسکر وباسي. نوموړي په یوه تازه ...

نور ولوله »

دوهم تعقيب: د کابل په سرتيري بريد کې ۱۰ بهرنيو عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، تلې ۲۱مه، ۱۳۹۳ل): د کورنيو چارو مرستيال وزير ایوب سالنګی وايي، چې نن سهار وختي د کابل جلال اباد پر لويه لار د کابل ښار ختيځ نهمې حوزې کې د بهرنيو عسکرو پر کاروان سرتيری بريد شوی دی. سالنګي زياتوي، چې سرتيري بريدګر له چاوديدونکو توکو ډک موټر د بهرنيو عسکرو له کاروان سره وواهه او ...

نور ولوله »

سنټر ډیلي ټایمز: طالبان له نوي حکومت سره هم جنګېږي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، تلې ۲۱مه، ۱۳۹۳ل): امریکايي سنټر ډيلي ټایمز ورځپاڼې په خپله تازه ګڼه کې د افغانستان په روان امنیتي وضعیت مضمون خپور کړی او ویلي يې دي چې طالبان د ګډ حکومت په وړاندې لا هم په مبارزه لګیا دي. دغه ورځپاڼه چې د امریکا له پنسلوانیا نه خپرېږي د هېواد پرونیو امنیتي پېښو ته اشاره کوي ...

نور ولوله »

کابل کې د بهرنيو عسکرو پر کاروان سرتيری بريد وشو

نن ټکی اسیا( دوشنبه،د تلې۲۱مه، ۱۳۹۳ل): نن سهار وختي  شاوخوا اووه بجې د کابل جلال اباد پر لويه لار نهمه حوزه کې يوه درنه چاودنه وشوه، چې ويل کيږي سرتيری بريد دی. لومړي راپورونه وايي، چې سرتيري بريدګر له چاوديدونکو توکو ډک موټر د بهرنيو عسکرو کتار سره ټکر کړی دی. د پېښې په اړه د نوورو معلوماتو لپاره نن ټکی ...

نور ولوله »

سرپل کې د طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ خونړۍ جګړه شوې

نن ټکی اسیا( یکشنبه،د تلې۲۰مه، ۱۳۹۳ل): راپورونه وايي، چې نن له غرمې مخکې شاوخوا لس بجې د سرپل ولایت مرکز ته څېرمه د طالبانو او امنیتي ځواکونو تر منځ څو ساعته خونړۍ جګړه نښتې. د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي نن ماښام څرګنده کړه، چې جګړه لا هم دوام لري. د ښاغلي احمدي په خبره، په دې څو ساعته جګړه ...

نور ولوله »

د کورنیو چارو وزارت: امنیتي تړون د پاکستان د راکټي بریدونو مخنیوی نه دی کړی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، تلې ۲۰مه، ۱۳۹۳ل): د کورنیو چارو وزارت مني چې د امریکا له متحده ایالاتو سره د افغانستان د گډ حکومت له خوا د امنیتي تړون لاسلیکېدا د هېواد پر امنیتی وضعې مثبت اغېز نه دی ښندلی. د دې وزارت چارواکي اعتراف کوي چې په تېرو څلوروېشتو ساعتونو کې د کونړ پر دانگام ولسوالۍ د پاکستان له ...

نور ولوله »

طالبانو غزني کې یو اربکی قوماندان وژلی

arbakai

نن ټکی اسیا (یکشنبه، د تلې ۲۰مه، ۱۳۹۳ل): د غزني په اندړو ولسوالۍ کې د اربکیانو د یوې پوستې قوماندان تاج محمد او درې تنه نور اربکیان د طالبانو له لورې د یوه غلچکي برید په ترڅ کې وژل شوي. د غزني د انړو ولسوالۍ ولسوال محمد قاسم دېسيوال تایید کړه ، چې قوماندان تاج محمد  او د هغه یو ...

نور ولوله »