افغانستان

ارګ د رولا غني خبرې «تحریف شوې» بولي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لړم ۱۱مه ۱۳۹۳ل): د افغان ولسمشر اشرف غني مېرمن، رولا غني د اکتوبر پر یودېرشمه نېټه د فرانسې له فرانس پریس خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي و چې «د فرانسې د حکومت له خوا پر نقاب بندیز ستايي او پلوي يې کوي». د ولسمشر د عیسوۍ-لبنانۍ-امریکايۍ مېرمنې دغه وړ څرګندونې په افغانستان کې په ...

نور ولوله »

فاریاب: ناقانونه وسلواله اوه تنه ووژل

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لړم ۱۰مه، ۱۳۹۳ل): په فاریاب ولایت کې د ناقانونه وسله والو ډلو تر منځ په نښته کې له دواړو لوریو نه د اوه تنه وژل شوي دي. د فاریاب والي محمد الله بتاش رسنیو ته ویلي چې یاده پېښه د پښتونکوټ په ګلم باف سیمه کې رامنځ ته شوې چې په اوه تنه وژل شويو کې ...

نور ولوله »

«برتانويان په هلمند کې سخت ځپل شوي»

afghanistan british troops

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لړم ۱۰مه، ۱۳۹۳ل): له هلمنده د برتانوي پوځیانو له وتلو وروسته تر ډېره د نړیوالو او کورنیو رسنیو د خبرونو د سرټکي پر همدې موضوع راڅرخېدل. له برتانيې نه خپرېدونکې ډیلي ټلیګراف ورځپاڼې هم پخپله تازه ګڼه کې په هلمند کې د برتانوي پوځیانو په اړه مضمون خپور کړی دی. د مضمون د لیکوال په قول ...

نور ولوله »

اشرف غنې د سولې د خبرو په تمه، پاکستان ته سفر کوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لړم ۱۰مه، ۱۳۹۳ل): د ګډ حکومت مشر اشرف غني د چین له څلو ورځني سفر وروسته هېواد ته راستون شو او پرون يې په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې پاکستان ته د سفر نیت لري. نوموړي وویل چې پاکستان ته د سولې د همکاري په تمه ورځي او د سولې په برخه کې نه یواځې ...

نور ولوله »

د سولې شورا غړي د سولې راوستو پر ځای پر شخصي کارونو بوخت دي

sola

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لړم۱۰مه، ۱۳۹۳ل): دسولې شورا لسګونه غړي د خپلو رسمي دندو پرځای پر شخصي کارونو بوخت دي او دولتي امکانات او پیسې د خپلو ګټو لپاره استعمالوي. د سولې شورا ټول اویا تنه غړي لري، چې د شنونکو په قول ډېری يې هغه څوک دي چې یا له طالبانو سره مخامخ په جګړه کې و، يا يې ...

نور ولوله »

روزګان: یوه ځوان د خپلې کورنۍ ۴ غړي وژلي

نن ټکی اسیا (شنبه، لړم ۱۰مه ۱۳۹۳ل): روزګان ولایت کې یوه ځوان خپل پلار او درې ورونه پر ډزو وژلي. د روزګان ولایت والي امان الله تیموري د پېښې پخلی کړی او ویلي یې دي چې پېښه پرون مازدیګر ناوخته ددغه ولایت د مرکز ترینکوټ ښار اړونده په ده یک سیمه کې رامنځته شوې. والي د پېښې لامل کورنی تاوتریخوالي ...

نور ولوله »

لوګر_ دویم تعقیب: سرتېري برید ۹ عسکر ووژل

نن ټکی اسیا (شنبه، لړم ۱۰مه، ۱۳۹۳ل): د لوګر چارواکي وايي چې نن له غرمې وروسته شاوخوا یوه نیمه بجه د دې ولایت په ازره ولسوالي کې د افغان عسکرو په ګډ مېشت ځای د موټر بم برید له امله نهه تنه عسکر وژل شوي دي. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې برید  د دوی ملګري کړی او ...

نور ولوله »

سې ان ان: ایران کرایه شوي افغانان د سوريې جګړې ته لېږي

نن ټکی اسیا (شنبه، لړم ۱۰مه، ۱۳۹۳ل): د سې ان ان تلویزوني شبکې په خپل یوه راپورکې ویلي دي چې د ایران دولت ګڼو شعیه افغان ځوانانو ته روزنه ورکوي او د پیسو په بدل کې يې سوريې ته د رژیم د مخالفینو پر ضد جګړې ته لېږي. د دې تلویزوني شبکې په ویډيويي راپور کې ښکاري  چې د بشار ...

نور ولوله »

جنرال ظاهر: موږ ناکام پولیس لرو

نن ټکی اسیا (شنبه، لړم ۱۰مه، ۱۳۹۳ل): د کابل امنیه قومندان جنرال ظاهر وايي چې د پولیسو په برخه کې موږ بشپړ ناکام یو. نوموړي نن په یوه خبري ناسته کې وویل چې پولیس په کابل کې د غلو، داړه مارانو او سړي تښتوونکو مخه ځکه نشي نیولای، چې د هغوی ترشا زورور لاسونه دي. جنرال ظاهر د زورورو نومونه ...

نور ولوله »

لوګر: ازره کې موټر بم ۲۹ تنوته مرګ ـ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (شنبه، لړم ۱۰مه، ۱۳۹۳ل): د لوګر ولایت چارواکي وايي چې نږدې نیم ساعت وړاندې د دې ولایت په ازره ولسوالي کې د امنیتي ځواکونو د ګډ مرکز مخې ته د موټر بم چاودنه شوه، چې پکې نهه ویشت تنو ته مرګ ـ ژوبله واوښته. د لوګر د والي ویاند دین محمد درویش وايي چې پېښه نږدې نیم ...

نور ولوله »