افغانستان

میدان وردګ: ګډو ځواکونو یو ځل بیا «۵» تنه کلیوال وژلي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۵چنګاښ ۱۳۹۸ل): تېره شپه د میدان وردګو ولایت په چک ولسوالۍ باندې امریکايي او دولتي عسکرو ګډه چاپه وهلې او خلګو ته یې درانه مالي او ځاني زیانونه اړولي. د راپورونو په اساس، ګډو ځواکونو د چک ولسوالۍ اړوند په محمدو نومي سیمه باندې چاپه اچولې، د خلګو د کورنو دروازې یې په بمونو الوزولي او ...

نور ولوله »

د اهل تشیع علماوو د شورا مشر وژل شوی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۵چنګاښ ۱۳۹۸ل): د افغانستان د اهل تشیع علماوو د شوار مشر «عبدالقیوم انصاري» په کندوز ولایت کې په ډزو وژل شوی. د کندز ولایت چارواکو د انصاري وژل تائید کړي او څرګنده کړې یې، چې نوموړی تېره ورځ «جمعه» په کندزو ولایت کې له منځه تللی. د ګډ حکومت د مشر دوهم مرستیال «سرور دانش» د ...

نور ولوله »

د تورخم ۲۴ساعته خلاصېدو لپاره تیارۍ روانې دي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۵چنګاښ ۱۳۹۸ل): د ډیورنډ د کرښې هاخوا د تورخم مسوولین وايي چې د سوداګریزو موټرو پر وړاندې د تورخم ۲۴ ساعته خلاصېدو لپاره تیارۍ روانې دي خو د عامو مسافرو لپاره به تورخم د تېر په څېر ۱۲ساعته خلاص وي. څه موده وړاندې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان امر وکړ چې تورخم دې ۲۴ ساعتونو ...

نور ولوله »

محقق: د ډایکنډي د خراب امنیتي وضعیت په اړه د غني چوپتیا د پوښتنې وړ ده

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۴چنګاښ ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت د اجرائیه رئیس مرستیال «محمد محقق» د یوې اعلامیې په خپرولو سره حکومت تورن کړی چې د ډایکنډي ولایت د نا امنیتو په تړاو تر دې دمه خاموش پاتې شوی او د وضعیت د ښه والي او طالبانو د بریدونو د تمبولو په موخه یې هيڅ ګام نه دی اخستی. د ...

نور ولوله »

بهرنیو چارو وزارت د افغانستان د سولې په تړاو د روسي ولسمشر له څرګندونو هرکلی کړی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۴چنګاښ ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت د بهرنیو چارو وزرات د روسي ولسمشر  «ویلادیمیر پوتین» هغه څرګندونې ستایلې، چې په دې وورستیو کې یې د افغان سولې په تړاو کړې وې. د بهرنیو چارو وزارت ویاند «صبغت احمدي» وايي، هر هغه څوک چې د افغانستان د سولې په برخه کې هڅې کوي موږ ته د ارزښت وړ ...

نور ولوله »

حزب اسلامي: د قطر ناسته د وخت ضیاع ده موږ نه یو ورته بلل شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۴چنګاښ ۱۳۹۸ل): د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي ګوند وايي، د قطر راتلونکې بین الافغاني ناسته د افغان سولې په برخه کې هیڅ لاسته راوړنه نشي درلودای. تسنیم خبري اژانس د حزب اسلامي ګوند د ویاند «فضل غني حقمل» له قوله لیکلي، د قطر راتلونکې بین الافغاني ناسته د افغانستان جګړې ته د پای ...

نور ولوله »

کابل: پولیسو خبریالان وهلي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۴چنګاښ ۱۳۹۸ل): په کابل ولایت کې پولیسو نن سهار د یو شمېر تلویزونونو او رادیوګانو خبریالان وهلي او له هغوی سره یې بده رویه کړې. د اریانا نیوز د راپور له مخې، خبریالان داسې مهال وهل شوي او بدر رد ورته ویل شوي چې هغوی په کابل ولایت کې د پولیسو له لوري د اتاترک ښوونځي ...

نور ولوله »

د امریکا سفیر: د افغانستان د بحران حل کول زموږ دنده نه ده

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۴چنګاښ ۱۳۹۸ل): په کابل کې د امریکا د متحده ایالاتو سفیر « جان بس» وايي، افغانستان په نږدې راتلونکې کې له سترو ګواښونو سره مخ کېدونکی دی خو له دې بحران څخه د افغانستان ایستل نور د امریکا په غاړه نه دي. جان بس چې د امریکا د خپلواکۍ د ورځې په مناسبت يې په کابل ...

نور ولوله »

د غزني والي علماوو ته سپکاوی کړی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۴چنګاښ ۱۳۹۸ل): د غزني ولایت والي «وحیدالله کلیمزي» په مسلم پوهنتون کې د محصلینو د فراغت په ویاړ د رابلل شوې غونډې په مهال علماوو ته توهین کړی او هغوی يې ګواښلي. له مسلم پوهنتون څخه یوې سرچینې «نن ټکی اسیا» ته وویل، تېره ورځ په مسلم پوهنتون کې د محصلینو د فراغت په ویاړ غونډه ...

نور ولوله »

فاریاب: په ګڼه ګوڼه باندې د هاوان برید ۵۰ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۴چنګاښ ۱۳۹۸ل):د فاریاب ولایت د خواجه سبزپوش ولسوالۍ په مرکز کې «جمعه بازار» ته په راټولو شویو ملکیانو باندې د هاوان برید شوی او د ماشومانو په ګډون لسګونه کسان پکې مړه او ټپيان دي. پېښه نن سهار ۷ بجې شاوخوا په خواجه سبزپوش ولسوالۍ کې داسې مهال رامنځته شوه کله چې جمعه بازار ته راټول ...

نور ولوله »