افغانستان

طالبانو خپل سږني پیلېدونکي عملیات د خیبر تر نامه لاندې اعلان کړل

taliban-logo

نن ټکی آسیا: طالبانو له خپل لورې د هېواد په ګوټ ګوټ کې نوي پیل کېدونکي عملیات د خیبر تر نامه لاندې اعلان کړل او وايي، د را روانې اونۍ له دوشنبې ورځې څخه به پيل شي. په دې اړه د طالبانو اعلامیه:

نور ولوله »

امریکا خپلو افغان ترجمانانو ته پناه ورکوي

Askar amrica100

نن ټکی اسیا: د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له اوږده انتظاره وروسته پرېکړه وکړه چې په افغانستان کې د دوی له عسکرو سره افغان ترجمانانوته پناه ورکړي.ویل کېږي چې نن به د امریکا د مشرانو او استازو جرګې افغان ترجمانانو ته د ویزو ورکولو په اړه په یوه طرحه بحث وکړي.ټاکل شوې ده چې د دې طرحې په اساس ...

نور ولوله »

کاناډا کې هندو مذهبه افغان سفیر وټاکل شو

Sham lal safir

په کاناډاکې د افغانستان سفارت په یوه اعلاميه کې ويلي دي چې په یاد هېواد کې یو هندو مذهبه افغان سفيروټاکل شو.اعلامیه زیاتوي چې شام لال بتیجه په رسمي ډول خپل کار پیل کړی دی.په هېواد کې د ولسمشرۍ ماڼۍ نه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې افغانستان په کاناډا کې د اقتصادي چاروکارپوه، نړیوال ډیپلوماټ او فوق العاده ...

نور ولوله »

کرزی: د ارګو ځپل شويو ته ښارګوټی جوړوو

karzai in badakhshan 512x288 reuters

نن ټکی اسيا: ولسمشر حامد کرزی بدخشان ولايت ارګو ولسوالۍ کې د ځمکې ښويدو له امله د ځپل شويو کورنيو سره د ليدلو لپاره نوموړې سيمې ته رسيدلی دی.ولسمشرۍ ماڼۍ ارګ څخه په خپره شوې اعلاميه کې راغلي، چې ولسمشر د ارګو ولسوالۍ اب باريک سيمه کې د ځمکې ښويدو له امله د زيانمن شويو کورنيو سره خپله همدردي وښوده.

نور ولوله »

د فاریاب د بلچراغ ولسوالۍ امنیه قوماندان ووژل شو

renjar-after-blast

نن ټکی آسیا: د فاریاب د امنیه قوماندانۍ چارواکي وايي، چې د فاریاب د بلچراغ ولسوالۍ امنیه قوماندان له یوه ساتونکي سره یو ځای د ماین د چاودنې له کبله ووژل شو. د فاریاب د امنیه قوماندانۍ د امنیه محمد نعیم اندرابي د بلچراغ ولسوالۍ د امنیه قوماندان او د هغه د ساتونکي وژل کېدل تایید کړل.

نور ولوله »

کرزی ارګو ولسوالۍ ته ځي

karzaiii

نن ټکی اسيا: ولسمشرۍ ماڼۍ ارګ څخه په خپره شوې اعلاميه کې راغلي، چې ولسمشر حامد کرزی د بدخشان ارګو ولسوالۍ ځپل شوې سيمې ته ځي.ويل کيږي، چې کرزی به لومړی د بدخشان مرکز فيض اباد کې له ځايي مشرانو سره وګوري او بيا به ارګو ولسوالۍ ته لاړ شي.د بدخشان مرستيال والي ګل محمد بيدار وايي، چې تر اوسه ...

نور ولوله »

زابل:طالبان وايي شپږ پولیس يې له وسلو سره نیولي دي

police 210213

طالبان وايي چې تېره ورځ يې د زابل د نوبهار په جلالزو سیمه کې اووه تنه تښتېدونکي عسکر تر بریدلاندې ونیول، چې یو تن يې مړ او شپږ نوريې ژوندي ونیول.طالبان وايی چې یاد عسکر له نوبهار ولسوالي نه په تېښته کې و، چې په جلالزو کې دوی پرې برید وکړ، چې وسره يې یوثقیل، یو کلاشنکوف، درې چانټې او ...

نور ولوله »

مجاهد: په ننګرهار کې طالبانو ته د تلفاتو اوښتو خبر حقیقت نه لري

Emarat122

د طالبانو ویاند رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې د هېواد په ختيځ کې د خپلو ملګرو تلفات نه مني او د کورنیو چارو وزارت خبرپاڼه کلکه ردوي. د کورنیو چارو وزارت مسوولینو رسنیو ته ويلی و، چې تېره ورځ يې د ننګرهار د خوږياڼو په وزیرو کې پنځلس طالبان له منځه وړي دي.طالبانو د اعلاميې په خپرولو یادراپورونه ...

نور ولوله »

بدخشان: اغېزمنو خلکو سره مرستې د ګډوډيو ښکار دي

s4.reutersmedia.net

نن ټکی اسيا: بدخشان ولايت څخه رارسيدلي خبرونه وايي، چې د دغه ولايت ارګو ولسوالۍ کې د ځمکې ښويدو له امله د ځپل شويو خلکو سره د مرستو بهير د ګډوډيو ښکار دی.د حکومت لخوا د مرستو د ويش پر مهال د سيمې د خلکو او حکومتي مرستندويه ډلو تر منځ د شخړو له امله ګډوډي رامنځته شوه او ځينې ...

نور ولوله »