افغانستان

صلاح الدین رباني د بهرنیو چارو وزیر شو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، سلواغې ۸مه، ۱۳۹۳ل): د انګلیستان تابعیت لرونکی او د جمعیت اسلامي د پخواني مشر زوی صلاح الدین رباني نن له ولسي جرګې څخه د باور رايې ترلاسه کړې او د بهرنیو چارو وزیر شو. صلاح الدین رباني پرون خپل دویم تابعیت لغوه اعلان کړ او ولسي جرګې ته يې خپله کړنلاره واوروله. رباني نن د ولسي ...

نور ولوله »

هرات ښار کې چاودنه وشوه

نن ټکی اسيا (چهارشنبه، سلواغې ۸مه، ۱۳۹۳ل): د هرات ښار کې د پوليسو پر پوسته چاودنه وشوه. راپورونه وايي، چې چاودنه د پوليسو په امنيتي پوسته د تالاشۍ پر مهال وشوه. د چاراکو په وينا په دغه چاونه کې يو پوليس وژل شوی او دوه نور ټپيان دي. د پېښې مسؤوليت تر اوسه چا نه دی منلی.

نور ولوله »

ولسې جرګې ښځو چارو وزارت ته نوماند وزیره رد کړه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، سلواغې ۸مه، ۱۳۹۳ل): ولسې جرګې نن په خپله علني غونډه کې د ښځو چارو وزارت ته نوماند وزیره نجیبه ایوبي رد کړه. د جرګې غړي وايي چې مېرمن ایوبي لا هم د پوهنتون محصله ده او تر اوسه د نوماندۍ پر معیار برابره نه ده. د فرهنګي او دیني چارو د کمیسیون رییس وايي چې دوی ...

نور ولوله »

دفاع وزارت: د ملي اردو پنځه عسکر وژل شوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، سلواغې ۸مه، ۱۳۹۳ل): د ملي دفاع وزارت پخپله خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي، چې په تېرو څلورویشتو ساعتونو کې د ملي اردو پنځه عسکر وژل شوي دي. د دې وزارت د خبرپاڼې له مخې د اردو عسکرو په غزني، وردګ، لغمان، کندهار او هلمند کې عملیات کول چې د چاودنو او نښتو ښکار شول. د دفاع ...

نور ولوله »

ولسي جرګې د ۱۳۹۴ کال د بودیجې طرحه تصویب کړه

wolasi jarga

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، سلواغې ۸مه ۱۳۹۳ل): ولسي جرګې په ننۍ ناسته کې د ۱۳۹۴ل کال د بودیجې طرحه نن په اکثریت سره تصویب کړه. د ۱۳۹۴ل کال بودیجه نن د ولسي جرګې له حاضرو ۱۵۲ څخه ۱۳۲ غړو د بودیجې طرحې ته موافقه رایه ورکړه. د نوي کال مالي بودیجه تر دې وړاندې دوه ځل ولسي جرګې رد کړې ...

نور ولوله »

نوماندو وزیرانو ته نن رایه ورکول کیږي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، سلواغې ۸مه ۱۳۹۳ل): ولسي جرګه په ننۍ ناسته کې په بودیجې د بحث سربېره هغه وزیرانو ته به رایه ورکوي چې خپل کاري پلانونه يې پخوا ولسي جرګې ته وړاندې کړي. همدا راز ټاکل شوې چې د ښځو چارو وزیره به هم نن خپل کاري پلان ولسي جرګې ته وړاندې کړي. د ګډ حکومت ولسمشر اشرف ...

نور ولوله »

فاریاب: طالبانو په قیصار کې د قومندانانو په ګډون دیارلس عسکر وژلي

Faryaab123

نن ټکی اسیا (سه شنبه، سلواغې ۷مه، ۱۳۹۳ل): د هېواد په شمال کې د فاریاب چارواکي وايي چې د دې ولایت په قیصار ولسوالي کې د طالبانو او دولتي عسکرو تر منځ نښته شوې. طالبان وايي چې په دې جګړه کې يې د دوو قومندانانو په ګډون دیارلس عسکر وژلي او څلور نور يې ټپیان کړي. د طالبانو ویاند قاري ...

نور ولوله »

بشردوست: په کابل کې د بهرنیو تابعیتونو لغوه کول امکان نه لري

نن ټکی اسیا (سه شنبه،سلواغې ۷مه، ۱۳۹۳ل): په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازی داکتر رمضان بشردوست وايي چې په میاشت د ننه وخت کې د بهرنیو تابعیتونو لغوه کول امکان نه لري. نن د ولسي جرګې غړو د کورنیو او بهرنیو چارو وزارتونو لپاره د نوماند وزیرانو د دویمو تابیعتونو د رد تاييد وکړ او هغوی يې ...

نور ولوله »

عدليې او کلتور وزارتونو ته نوي نوماند وزيران معرفي شول

نن ټکی اسيا (سه شنبه، سلواغې۷مه، ۱۳۹۳ل) : د افغانستان ولسي جرګې ويلي چې د هغو نوماند وزيرانو له ډلې چې دوه تابعيتونه لري درې تنه يې له خپل دويم تابعيته نه تيريږي. ويل کيږي چې اوس ولسمشر غني د عدليې او کلتور وزارتونو ته نوي کسان معرفي کړي دي. د اطلاعاتو او کلتور وزارت لپاره عبدالباري جهاني او همدارنګه ...

نور ولوله »

زابل: لاریون کوونکو د فرانسې د سفارت د تړلو کلکه غوښتنه وکړه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، سلواغې ۷مه، ۱۳۹۳ل): د زابل ولایت زرګونو تنو اوسېدونکو له فرانسې څخه د خپرېدونکې طنزي مجلې چارلي ایبدو پر ضد لاریون وکړ. چارلي ایبدو څه موده وړاندې د دویم ځل لپاره د اسلام ستر پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم ته منسوب کاریکاتوران خپاره کړل چې په ګرده اسلامي نړۍ کې یې د مسلمانانو ...

نور ولوله »