افغانستان

عبدالله‌عبدالله: «د ټاکنو پایلې نه منو»

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وږي ۱۷مه، ۱۳۹۳ل): د اصلاحاتو او همپالنې ټیم مشر نن په خپل خبري کانفرانس کې ګواښ وکړ، چې د ټاکنو پایلې نه مني او د ده په قول راتلونکی «تقلبي» حکومت منلو ته هم چمتو نه دی. ښاغلي عبدالله وویل، چې د افغانستان سیاسي بهیر کنګل وضعیت کې دی. ده ادعا وکړه چې «د ټاکنو ګټونکي ...

نور ولوله »

دواړو نوماندانو د اوباما په «امر» ولېدل خو پایلې ته ونه رسېدل

ashraf abdullah

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وږي ۱۷مه ۱۳۹۳ل): نن سهار دواړو نوماندانو د امریکا د ولسمشر بارک اوباما په امر ټاکنیزو شخړو ته د پای ټکي کېښودلو په موخه وليدل. وروستي راپورونه وايي چې دواړو نوماندانو سره ليدلي خو کومې پایلې ته نه دي رسیدلي. ویل کیږي چې دواړو نوماندانو سهار ۱۰ بجې سره وکتل او ۲ ساعته خبرو اترو وروسته ...

نور ولوله »

ټاکنیزو ناندریو بازار ته زیان رسولی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وږي ۱۷مه، ۱۳۹۳ل): د هېواد دویم پړاو ټاکنې د روان کال د جوزا په څلورویشتمه ترسره شوې چې لا يې هم پایلې نه دي معلومې؛ د کابل ښار ګڼ ښاریان دا د دولتي مسوولینو او بهرنیو واکدارانو یوه قصدي پروسه بولي او وايي چې د نوماندانو شخصي ګټو د خلکو په ټولنیزو ګټو او ټول بازارا ...

نور ولوله »

که د نوماندانو ترمنځ نننۍ خبرې بې پایلې شي، بد عواقب به ولري

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وږي ۱۷مه، ۱۳۹۳ل): په ټاکنیزو ناندریو کې د اصلاحاتو او همپالنې ډله وايي چې که د دواړو نوماندانو ترمنځ نننۍ خبرې بې پایلې واوسي نو بد عواقب به ولري. د دې ډلې ویاند فضل الرحمان اوریا له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې وویل چې که چېرته نننۍ خبرې پایلې ونه لري نو د بدو عواقبو ...

نور ولوله »

بدخشان: چاودنې ۶ عسکر وژلي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وږي ۱۷مه ۱۳۹۳ل): د هېواد په شمال ولایت بدخشان کې د یوې چاودنې په ترڅ کې ۶ عسکر وژل شوي او ۳ نور يې ټپیان شوي دي. د بدخشان ولایت امنیه قومنذانۍ آمر سمونوال سید عبدالقدیر صیاد ویلي چې دغه چاودنه پرون ماښام  په بهارک ولسوالۍ کې د اردو په یوې رینجرې وشوه. نوموړي زیاته کړه ...

نور ولوله »

کندهار: د ارغستان ولسوالۍ امنیه قومندان ووژل شو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وږي ۱۷مه ۱۳۹۳ل): لږه شېبه وړاندې مو خبر تر لاسه کړ چې په یوه سرتیري برید کې د کندهار ولایت د ارغستان ولسوالۍ امنیه قومندان ووژل شو. راپور کاږي چې برید د یو سرتیري له لوري تېر ماسخوتن ۹:۴۵ بجې د امنیه قومندانۍ دننه په داسې حال کې ترسره شو چې امنیه قومندان عبدالمناف او پولیس ...

نور ولوله »

اشرف غني او عبدالله د اوباما په «امر» سبا له یوه بل سره ګوري

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وږي ۱۶مه ۱۳۹۳ل): د امریکا ولسمشر بارک اوباما له دواړو نوماندانو غوښتي څو سبا له یوه بل سره وګوري. په داسې حال کې چې ټاکنیزې شخړې اوج ته رسېدلي، ولسمشر اوباما دواړو نوماندانو سره جلا جلا تلیفوني خبرې کړي. د احمدزي او عبدالله ټاکنیز ټیمونو وايي چې دغه تلیفوني خبرې تېره شپه وشوې او ټاکل شوې ...

نور ولوله »

ننګرهار کې د ناټو شپاړس اکمالاتي ټانکر سوځول شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وږي ۱۶مه ۱۳۹۳ل): د ننګرهار ولايت مومند درې او غني خيلو ولسواليو کې د بېلابېلو بريدونو او نښتو په ترڅ کې د ناټو شپاړس اکمالاتي ټانکر سوځول شوي دي. راپورونه وايي، چې د غني خيلو ولسوالۍ په ۲۶ او ۲۷ وياله سيمه کې د تورخم جلال اباد پر لويه لار طالبانو د ناټو پر اکمالاتي ټانکرو ...

نور ولوله »

جوزجان: ناڅرګندو وسله والو دوه پاکستاني انجینران تښتولي دي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وږي ۱۶مه ۱۳۹۳ل): جوزجان ولایت کې ناڅرګندو وسله والو د افغان موټر چلوونکي په شمول ۲ پاکستاني انجینران تښتولي دي. د جوزجان ولایت امنیه قومندان مل پاسوال فقیر محمد جوزجاني ویلي چې دغه درې کسان نن له غرمې وروسته شاوخوا ۲ بجې د شبرغان او دشت لیلی په لاره تښتول شوي دي. نوموړي زیاته کړه چې ...

نور ولوله »

سترې محکمې د پغمان د پېښې عاملین په اعدام محکوم کړل

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وږي ۱۶مه، ۱۳۹۳ل): شېبه وړاندې د افغانستان په ستره محکمه کې په یوه علني محاکمه کې د پغمان د پېښې تېري ګر په اعدام محکوم شول. د بریدګرو له ډلې نه پنځه تنه د تښتونې او غلا په خاطر په پنځلس کاله بند او د مسلحانه برید او د زنا د جرم د ثبوت په خاطر ...

نور ولوله »