افغانستان

غزني: یوه نارینه پولیس يوه ښځینه پولیسه په ډزو سره ووژله

(نن ټکی اسیا جون ۲۰۱۱/۰۴) غزنی: تېره ورځ د غزني ولايت مرکز اړوند منارونو په لمن کې يوه ښځينه پوليسه د يو بل نارينه پوليس په ډزو ووژل شوه. د امنيت آمیر محمد حسين وايي، چې دغه پېښه پرون وروسته له غرمې هغه مهال رامنځته شوه، چې د ښځينه او نارينه پوليس تر منځه لفظي شخړه رامنځته شوه: ((د دواړو ...

نور ولوله »

غزني: د پولیسو او د امنیتي شرکت د ساتونکو تر منځ نښتي مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی آسیا: نن د جمعې په ورځ د غزني ولایت په مرکز کې د پولیسو او یو امنیتي شرکت د ساتونکو تر منځ نښته را منځته شوه، چي له کبله يې دوه تنه پولیس، درې تنه د شرکت ساتونکي او یو ملکي وګړي مړ او یو بل ټپي شو. ویل کيږي چي نښته وروسته تر هغه را منځته سوله، ...

نور ولوله »

د بامیان ولایت د ولایتي شوری رئيس جواد ضحاک وتښتول سو

نن ټکی آسیا: د بامیان د ولایتي شوری رئیس جواد ضحاک د وسله والو له خوا وتښتول شو. ویل کیږي چي نومړي د پروان ولایت څخه بامیان ولایت ته روان وو، چي د سیا ګرد ولسوالۍ د باغ افغان په سیمه کې د وسله والو طالبانو له خوا وتښتول سو. د یادي ولسوالۍ ولسوال عبد الحلیم مجددي ویلی چي د ...

نور ولوله »

مجاهد: د افغانستان څخه دباندي په بریدونو کې هیڅ ډول لاس نه لرو

نن ټکی آسیا: د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چي دوی د پاکستان د خیبر پښتونخوا  د ایالت د دیر د سیمي په بریدونو کې هیڅ ډول لاس نه لري، او هغه راپورونه چي وايي افغاني طالبان تر پولي ور اوښتې او هلته يې پر پاکستاني عسکرو بریدونه کړي، سراسر غلط او د حقیقت څخه لیري دي.

نور ولوله »

په کابل کي داوړو اوګازو بیی راولویدي

(نن ټکی اسیا جون ۲۰۱۱/۰۳) کابل: له کابل ښارڅخه سوداګرو خبر ورکړی دي چي درواني اونئ په اوږدو کي په ښارکی داوړو اوبهیدونکو ګازو بیی را ټیټي شوی دی، یو دکاندار زیاته کړه له نن څخه مخکي یوکیلو اوړه په ۴۴ افغاني باندي پلورل کیدل، خو اوس یوکیلو اوړه په ۴۱ افغاني پلورل کیږي. احمد مجتبی په ښارکي داوړو اوګازوبیی ...

نور ولوله »

امریکي اوبرطانیی له طالبانو سره دمذاکراتو په اړه له ملګروملتونو څخه مرسته غوښتي ده

(نن ټکی اسیا جون ۲۰۱۱/۰۳)لندن: امریکه اوبرطانیه غواړي چي پرملګروملتونو باندی زور راولي ترڅو کوښښ وکړي چۍ طالبان دخبرو میز ته کښینوي، یوي برطانوي ورځپاڼي خبرنشر کړی دي وایی چي امریکایانو له ملګروملتونو څخه غوښتي دي چي دطالبانو دحکومت دوخت دلوړرتبه چارواکو نومونه له تور لیسټ څخه وباسي.

نور ولوله »

کندز: یو المانی عسکر مړ او ۵ نور ټپيان شول

نن ټکی آسیا: د افغانستان په شمال کې یو المانی عسکر مړ او ۵ نور ټپيان شول. د المان عسکري سرچینو ویلي چي نن د پنجشنبې په ورځ د دووی د عسکرو یوه عراده ټانک پر ماین وخوت چي له کبله يې ټانک تخریب او یو عسکر يې په کښي مړ سو، شپږ نور ټپيان شول. دغو سرچینو ویلي چي ...

نور ولوله »

په ننګرهار کې د دوو تنو قومي مشرانو په ګډون ۳ تنه وژل شوي

نن  ټکی آسیا: د ننګرهار ولایت د پچیرا ګام او چپرهار په ولسوالیو کې د دوو جلا جلا بریدونو په ترڅ کې د دو تنو قومي مشرانو په ګډون ۳ کسه مړه او یو بل ټپي شو. ویل کیږي چي تیره شپه ناڅرګندو وسله والو د پچیرا ګام د ولسوالۍ د صبر په سیمه کې د یو تن قومي مشر ...

نور ولوله »

هرات: د دوو قوماندانو تر منځ په جګړه کې ۳ تنه وژل شوي دي

نن ټکی آسیا: د هرات ولایت په چشت ولسوالۍ کې د دوه تنو قوماندانو تر منځه په وسله نښته کې ۳ تنه وژل شوي دي. د چشت ولسوالۍ څخه امنیتي سرچیني وايي چي د یادي ولسوالۍ په چیشوای سیمه کې د ملا مصطفی او ملا سید میرزا په نوم د دوو تنو غیر مسؤولو وسله والو قوماندانو تر منځه جګړه ...

نور ولوله »

د غزني په مرکز کې د اتصالات مخابراتي شبکې آنتن په بم والوزول شو

نن ټکی آسیا: وسله والو طالبانو د غزني د مرکز اړوند خشک په سيمه کې د اتصالات مخابراتي شبکې انتن په بم والوزولو. د غزني ولايت د امنيت آمر محمد حسين هم ياده پېښه تائيد کړه او زياته يې کړه، چې په دې پېښه کې انتن نړېدلى خو چاته په کې ځاني زيان نه دى اوښتى: ((نن په يوه نيمه ...

نور ولوله »