افغانستان

سل ورځنی دولت لا هم په لومړۍ ناندرۍ کې ښکېل دی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، مرغومي ۱۶مه، ۱۳۹۳ل): له ننه پوره سل ورځې وړاندې د تلې په اوومه نېټه د نوي حکومت دواړو مشرانو او د هغوی څلورو مرستیالانو د ملت په وړاندې لوړه وکړه او د ګډ حکومت بنسټ يې کېښود. د دې حکومت لپاره لومړی ځل ټاکنې د روان لمریز کال په شپاړلسمه ترسره شوې چې پکې د ...

نور ولوله »

امریکا: له افغانستانه د وتلو د مهالویش بدلون امکان نه لري

نن ټکی اسیا (سه شنبه، مرغومي ۱۶مه، ۱۳۹۳ل): سپینه ماڼۍ وايي چې امریکايي ځواکونه به له افغانستان څخه له ټاکلي مهالویش سره سم وځي او ټينګار يې کړی چې د دې مهالویش بدلون امکان نه لري. د سپینې ماڼۍ ویاند جوش ارنېسټ په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل چې د افغانستان په اړه د بارک او باما تګلاره روښانه ده ...

نور ولوله »

ګډ حکومت په لومړیو سل ورځو کې د ۱۱۰ وعدو څخه ۴ وعدې پوره کړي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، مرغومي ۱۶مه ۱۳۹۳ل): د انتخاباتي ناندریو په پایله کې د ګډ حکومت د جوړېدو وروسته یو افغانی سایټ ددې لپاره جوړ شوی، چې د اشرف غني په مشري او د عبد الله په ګډه د حکومت د لومړیو سلو ورځو حساب وکړي، او په دغه وخت کې د هغو وعدو څارنه وکړي، چې ګډ حکومت د ...

نور ولوله »

غزنی: حکومت په ښار کې مشهوره دیني مدرسه وتړله

نن ټکی اسیا (سه شنبه، مرغومي ۱۶مه، ۱۳۹۳ل): د غزني ښار د کندهار زړې اډې ته څېرمه د ښار مشهوره مدرسه د حکومت له لوري وتړل شوه او طالبان يې له سیمې وشړل. د عبدالله ابن مبارک دغه مدرسه چې د حاجې اختر کټوازي په مدرسه مشهوره وه، دوه ورځې وړاندې د ملي امنیت کسانو له پلټنې وروسته وتړله او کوچنیو ...

نور ولوله »

فاکس نيوز: طالبان به یو ځل بيا پر افغانستان حاکم شي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، مرغومي ۱۶مه ۱۳۹۳ل): فاکس نيوز نړیوال خبري اژانس وايي، چې ناټو خو تېره اونۍ افغانستان کې په رسمی توګه د جګړه ييزه ماموريت د پای ته رسولو اعلان وکړ، مګر د جګړې د پای ته رسيدو نښې تر ډېره نه تر سترګو کيږی او دا جګړه به روانه وي. د فاکس نيوز د امنيتي چارو ...

نور ولوله »

د ننګرهار سرتیري برید ۶ امریکايي عسکر وژلي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، مرغومي ۱۵مه ۱۳۹۳ل): د هېواد په ختیځ ولایت ننګرهار کې پر بهرنیو ځواکونو سرتیري برید، ۶ امریکايي عسکر وژلي. د ننګرهار ولایت امنیه قومندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقیوال وايي چې برید د جلال اباد – تورخم پر لویه لاره د ګمرک او پل سراچی په سیمه کې د مازدا ډوله موټر پر مټ پر بهرنیو ځواکونو ...

نور ولوله »

د طالبانو مشرتابه د ملکي تلفاتو په مورد کې بې غوري کوونکو ته سزا ورکوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، مرغومي ۱۵مه، ۱۳۹۳ل): د طالبانو مشرتابه په خپل وروستي پيغام کې خپلو پلویانو ته د ملکي تلفاتو د مخنیوي او په دې اړه د بې غورۍ په صورت کې د مجازاتو خبرداری ورکړی. د طالبانو د مشرتابه له لورې په دې خپاره شوي پیغام کې د قرآني او نبوي لارښوونو په رڼا کې له خپلو ټولو ...

نور ولوله »

ننګرهار کې پر بهرنیو ځواکونو سرتیری برید شوی دی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، مرغومي ۱۵مه ۱۳۹۳ل): د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې د هوايي ډګر سره نېږدې پر بهرنیو ځواکون سرتیری برید شوی دی. د ننګرهار ولایت امنیه قومندانۍ ویاند  د برید پخلی کړی او نور جزییات يې نه دي ورکړي. په سیمه کې  عیني شاهدان وايي چې تر چاودنې وروسته د امریکايي ځواکونو ټانک اور ...

نور ولوله »

کابل: پر بهرنیانو سرتيري برید درنه مرګ ـ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (مرغومي ۱۵مه، ۱۳۹۳ل): نن له غرمې وروسته شاوخوا یوه بجه د کابل  ښار په ختیځه څنډه کې د بهرنیانو په کتار سرتيري برید درنه مرګ ـ ژوبله اړولې ده. د کابل د امنیه قومنداني ویاند حشمت ستانکزی وايي چې سرتيري بریدګر د نهمې امنيتي حوزې اړوند په یکه توت سیمه کې خپل له چاودېدونکو توکو ډک موټر ...

نور ولوله »

مايک ګوډګل: افغان جګړه له پيله د ګټلو نه وه

نن ټکی اسيا (دوشنبه، مرغومي ۱۵مه، ۱۳۹۳ل): د «ABC» امريکايي تلويزوني شبکې وتلي ژورناليست په خپل نوي څېړنيز راپور کې ويلي، چې افغان امريکايي جګړه کې د ګټلو او نه ګټلو خبره مطرح نه ده، ځکه چې دا جګړه له پيله د ګټلو نه وه، بلکه دا د سياسي کړيو له خوا پيل شوې جګړه وه او هغوی يې بايد ...

نور ولوله »