افغانستان

کونړ: د ملي اردو عسکرو یو کوچني او بل ځوان ووژی

نن ټکی اسیا: د کونړ په ولایت کي نن د ملي اردو یوه تن عسکر یو کوچنې په موټر وواهه، چي له کبله يي کوچنۍ روغتون ته تر رسیدو مخکي خپل ژوند له لاسه ورکړ. د سیمي څخه عیني شاهدانو ویلي چي د پيښي وروسته د سیمي خلک را ټول شوه، او په مظاهره يې لاس پوري کړ، او لویه ...

نور ولوله »

پکتیا: پنځه کسه طالبان او لسو کسو ملکي وکړو ته مرګ ژوبله ورسیده

نن ټکی اسیا: تیره شپه د پکتیا ولایت په زرمت ولسوالي کي بهرني ځواکونو د شپي عملیات وکړه، چي له کبله يې ۵ کسه طالبان، دوه تنه ملکي کسان مړه، او ۸ نور ټپيان شوه. د زرمت ولسوال ګلاب شاه ویلي چي پيښه د مداد خیل په سیمه کي را منځته شوه، چي له کبله يې ۵ کسه طالبان مړه،

نور ولوله »

هلمند: ۱۷۰ تنو پولیسو ته د مسلکي زده کړو بری لیکونه ورکړل شوه

نن ټکی آسیا: په هلمند ولایت کی ۱۷۰ تنو پولیسو ته د مسلکي زده کړو بری لیکونه ورکړل شوه. به لښکرګاه کي د پولیسو د روزنیز مرکز قوماندان محمد رفیق شهریار وویل چي دغو پولیسو ته د عصري وسلو استعمال، بشري حقوقو، فوځي تکتیکونو او د خلکو سره د ښه چال چلند په برخو کي اته اونۍ د کورنیو او ...

نور ولوله »

په هرات کي یوه ښوونځی جوړه او د بلی بنسټ ډبره کيښودل شوه

نن ټکی اسیا: د هرات ولایت د ګذره په ولسوالۍ کي د یوې ښوونځي ودانۍ تر جوړېدو وروسته پرانیستل شوه، او د همدې ولایت په کهسان ولسوالۍ کي د بلي بنسټ ډبره کيښودل شوه. د تفصیلاتو سره سم نن د هرات ولایت د ښووني او روزني د ریاست سرپرست بصیر احمد آروین ویلي چي د ګذره په ولسوالۍ کي

نور ولوله »

دبګرام پر هوایی ډګر باندي دراکټونو برید ترسره شو

(نن ټکی اسیا می ۲۰۱۱/۰۴) چاریکار تیره شپه داتو بجو په شاوخواکي دبګرام هوایی ډکر د دوو راکټونو هدف وګرځیدی. دبګرام ولسوال له خبري رسنیو سره په خبرو کي وویل دغه راکټونه تیره شپه داتو بجو په شاوخوا دبګرام پرهوایی ډګر باندي له ناما لومه لوري فیر شول

نور ولوله »

ننګرهار: د نامعلومو وسله والو په ډزو دوه تنه قومي مشران ووژل شوه

نن ټکی اسیا: په ننګرهار کي نن سهار د نامعلومو وسلوالو په ډزو د انتصافي شوری د مرستیال په ګډون دوه تنه قومي مشران ووژل شوه. پيښه نن سهار د خوګیاڼو ولسوالي په بربهار سیمه کي را منځته شوه، کله چي د انتصافي شوری د مرستیال او قومي مشر ملک بابا پر موټر باندي وسله والو ډزي وکړې، په موټر ...

نور ولوله »

د بهرنیو ځواکونو په عملیاتو کي د شپږو ملکیانو په ګډون اته تنه ووژل شوه

نن ټکی آسیا: د ننګرهار ولایت د چپرهار ولسوالۍ څخه د سیمي اوسیدونکو ویلي چي تیره شپه بهرني ځواکونو په دغه ولسوالۍ کی عملیات تر سره کړه، چي په ترڅ کي د یوه مسجد ملا امام، د بغلان ولایت یو تن اوسیدونکي مولوي یوسف او شپږ تنه نور ملکي کسان ووژل. د سیمي اوسیدونکي په کلکه سره دا خبره رد ...

نور ولوله »

په افغانستان کي د نن ورځي مهمي امنیتي پيښي او خبرونه 2011-5-3

نن د ایساف له خوا په یوه خپره شوې اعلامیه کي وویل شول، چي نن ددوی یو بهرنی سرتیری د افغانستان په ختیځ کي د ماین چاودني له کبله وژل شوی دی، د ځینو رسنیو له قوله په روان میلادي کال کي د بهرنیانو د وژل شوو عسکرو شمېر ۱۶۱ تنو ته پورته سو. نن په یوه بل خبر کي ...

نور ولوله »

ذبیح الله مجاهد وايي د اسامه د شهادت په اړه خبري تر وخت مخکي دي

نن ټکی اسیا: د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن ټکی اسیا ته وویل چي تر اوسه امریکایانو د اسامه په اړه د خپلي ادعا د ثبوت لپاره هیڅ اسناد نه دي وړاندي کړي، او نه د شیخ اسامه بن لادن نيږدي ملګرو په دې اړه خپل دریځ څرګند کړی، نو لهذا طالبان هم د شیخ اسامة په اړه د ...

نور ولوله »

افغانستان: دآیساف په هوایی برید کي دیوي شخصي کمپني اته ساتونکي ووژل شول

(نن ټکی اسیا می ۲۰۱۱/۰۳) عزني: دغزني ولایت امنیه قومندان خبر ورکړی دي چی نن سهار دآیساف هوایی ځواکونو دبمبار له کبله دوطن ریسک په نامه سره شخصي کمپني چي دناټوځواکونو ته دموادو دلیږدونکو کاروانونو دتیرولو مسئولیت په غاړه لری اته کسه  ووژل شول.

نور ولوله »