fbpx

افغانستان

کندز: دملي امنیت دښاري مدیریت مرستیال ووژل شو

دکندز ولایت مرکز ته څیرمه دملي امنیت دښاري څانګې دمدریت دمرستیال(پاینده محمد) پر موټر چاودنه ترسره شوه چې له امله یې نوموړي ووژل شو او دوه تنه کارکونکي یې ټپیان شول. خبرزیاتوي چاودنه نن سهار شپږبجې دکندزولایت مرکز ته څیرمه دخان اباد بندر په سیمه کې هغه مهال رامنځ ته شوه

نور ولوله »

طالبان : تلیفوني شرکتونه دې دشپې لخوا فعالیت ودروي

نن ټکی اسیا : طالبانو دګرځنده موبایل کمپنیو ته د شپې له خوا دمخابراتي انتنونو د بندولو امر کړي .د مؤسیساتو او شرکتونو دکنټرول او تنظیم دکمیسیون له لورې په خپره شوې خبرپاڼه کې طالبانو ګواښ کړی که چیرې نوموړې کمپنۍ داسلامي امارت له پرېکړې سرغړونه وکړي نو دهغوي سر ، مال او وسائط به په امن نه وي .

نور ولوله »

ننګرهار: طالبانو د بهرنیو ځواکونو یوه بې پلوټه الوتکه را وغورځوله

ننګرهار: طالبانو د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد کي د بهرنیو ځواکونو یوه بې پلوټه الوتکه را غورځولې. په دغه اړه د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته ویلي چي تیره ورځ ماښام طالبانو د بهرنیو ځواکونو یوه بې پلوټه الوتکه په درندې وسلې وویشتله، او هغه يې را وغورځوله. د بهرنیو ځواکونو رسنیر دفتر منلې چي ددوی ...

نور ولوله »

سرپل: د عمومي محبس زندانیانو پاڅون اعلان کړی دی

نن ټکی آسیا: په سرپل کې د تیري شپې راهیسي د محبس بندیانو پاڅون اعلان کړی دی، او د زندان ساتونکي يې دباندي د زندان شړلي دي. هغوی غوښتنه لري، چي ددوی دوسیې په سمه توګه نه څیړل کیږي، او غواړي چي یو دولتي پلاوی ورشي او هلته ددوی سره د ستونځو د هواری خبره ورکړي. امنیتي سرچینو دا خبره ...

نور ولوله »

د ماین په چاودنه کې د بهرنیو ځواکونو یو سرتیری ووژل شو

نن ټکی آسیا: د بهرنیو ځواکونو یو تن سرتیری د افغانستان په ختیځ کې د ماین چاودني په پيښه کي ووژل شو. د ایساف د رسنیز مرکز څخه په خپره شوې خبرپاڼه کي ویل شوي چي دغه پيښه پرون د افغانستان په ختیځه کې هغه وخت را منځته شوه، کله چي د طالبانو له خوا یو پټ شوی ماین پر ...

نور ولوله »

طالبانو د روژې په مناسبت ۵ تنه نیول شوي بنګلدیشي اتباع خوشي کړي دي

نن ټکی آسیا: طالبانو د روژې د مبارکې میاشتي په مناسبت د بنګلدیش هغه پنځه اتباع چي څو میاشتي تر مخه د بلخ په ولایت کې د یو ترکي کمپنۍ سره د کار په تور نیول شوي وه، خوشي کړه شوي دي. په دغه اړه د طالبانو له خوا رسنیو ته په یوه استول شوې خبرپاڼه کي ویل شوي چي ...

نور ولوله »

هرات: درې کسه د ۶۰ کیلو ګرامه هیروینو د قاقاچ په تور ونیول شول

نن ټکی آسیا: د هرات ولایت امنیتي چارواکو اعلان وکړ چي تیره شپه يې دهرات په ښار کې دننه د میرداود په سیمه کې شپیته کیلو ګرامه کریسټال پوډر (هیرویین) ونیوله.. د هرات ولایت امنیه قوماندان سید اقا ثاقب وویل چي دغه هیروین په یوه باروړونکي موټر کې ځای پر ځای شوي وه، چي د پولیسو له خوا کشف او ...

نور ولوله »

کندهار: جهادی قوماندان امیر لالۍ مړ سو

نن ټکی آسیا: د کندهار د ولایت د مقام څخه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې خبر ورکړه شوی، چي تیره ورځ د روژه مات پر مهال حاجي نیاز محمد چي په امیر لالي سره يې شهرت درلود، د زړه د حملې له امله ومړ. په خبرپاڼه کې راغلي چي امیر لالي د څه مودې راهیسي د زړه ناروغۍ درلودله، ...

نور ولوله »

ننګرهار: په ترافیکي پيښه کې ۱۳ تنه ټپیان شوي دي

نن ټکی آسیا: د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد کی د موټرو د ټکر له امله ۱۳ تنه ټپيان شوي دي. د ننګرهار ولایت څخه د ترافیکو د حادثاتو رئیس زرمحمد خان رسینو ته ویلي چي نن په سیمه ایز وخت یو لس بجو په شاوخوا کې د جلال اباد – تورخم پر لویه لاره درې کوچني موټر سره ...

نور ولوله »

کندهار: په ترافیکي پيښه کې نهه تنه وژل شوی او ۳ نور ټپيان شوي دي

نن ټکی آسیا: په کندهار ولایت کې د یوې ترافیکي پيښي له کبله ۹ تنه مړه او ۳ نور ټپيان شول. د کندهار د ولایت څخه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چي تیره ورځ ماسختن د اتو بجو په شاوخوا کې یو سراچه ډوله موټر د یو لوی باروړونکي موټر سره وجنګیدی چي له کبله يې یاده ...

نور ولوله »