افغانستان

زابل: شاه جوی کې د ملي اردو ۷ عسکر و وژل شول

urdu afghanistan

نن ټکی اسيا: د زابل ولايت چارواکي وايي، چې شاه جوی ولسوالۍ کې د طالبانو له لوري د سرک پر غاړې د ځای پر ځای شوي ماين د چاودنې له امله د ملي اردو اووه عسکر وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي. د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي رسنيو ته په لېږل شوې خبر پاڼه کې د نوموړې ...

نور ولوله »

بدخشان: د جرم په خونړۍ نښته کې پنځلس عسکر وژل شوي

Badakh-shan-map-

د بدخشان ولایت د جرم ولسوالي په مربوطاتو کې د طالبانو او دولتي امنیتي ځواکونو ترمنځ خونړۍ نښته شوې ده. دولتي مسوولین وايي، چې دوی یادې سیمې ته د عملیاتو په موخه تللي او نږدې له یو کال راهیسې په یاده سیمه کې د طالبانو په له منځه وړلو بوخت دي.

نور ولوله »

هلمند: سنګین کې جګړه درېیمې ورځې ته ورسېده

Posta-ranga-12

د هلمند ولایت د سنګین ولسوالي په بېلابېلو سیمو کې د طالبانو او دولتي امنیتي ځواکونو ترمنځ جګړه لا اوږده شوې او د سیمې د خلکو په قول نن يې درېیمه ورځ ده، چې لا هم جګړه په شدت سره روانه ده.د هلمند ولایت له مارجې، نادعلي او ځینو نورو برخو نه هم د امنیتي پېښو خبرونه ورکړل شوي دي، ...

نور ولوله »

سناتورانو د فېسبوک د بندېدو غوښتنه وکړه

block facebook in Afghanistan

نن ټکی آسیا: افغان سناتورانو له دولته غوښتي چې فیسبوک دې وتړي، ځکه ددغې ټولنیزې وېبپاڼې له لارې په هېواد کې ګډوډۍ رامنځته کیږي. سناتورانو زیاته کړې تر هغې دې فیسبوک وتړل شي تر څو د ولسمشریزو ټاکنو ورستۍ پایلې نه وي اعلان شوي.

نور ولوله »

طالبانو د کندهار پوهنتون ۳۳ تنه استادان او محصلین خوشي کړل

kandahar university

نن ټکی آسیا: طالبانو د یوې خبرپاڼې په مټ خبر ورکړ، چې د کندهار پوهنتون ۳۳ تنه هغه استادان او محصلین چې له کابو تېرو دوو اونیو راهیسې د دوی سره بندیان ول، نن (یکشنبه) ماخستن نهه بجې د غزني ولایت په مربوطاتو کې خوشي او په دوو موټرو کې خپلو استوګنځیو ته ولېږدول شول.

نور ولوله »

په کندوز کې د ټاکنو د کمیسیون دفتر وتړل شو

Kanuz-map1-1

په کندوز کې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون ولایتي مسوولین وايي، چې څو ساعته وړاندې په یاد ولایت کې د دوی دفتر وتړل شو.په کندوز کې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون ریس امیر حمزه احمدزی په دې ولایت کې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د دفتر د تړلو مني، او وايي چې امنیتي ګواښونه ورته ډېر متوجه وو.

نور ولوله »