افغانستان

ګل اغاشیرزی:په کندهار کې د ټاکنو په ورځ ډېره درغلې شوې ده

gul agha raka jam1212

د ولسمشريزو ټاکنو نوماند او د ننګرهارپخوانی والي ګل اغا شیرزی وايي چې د وري د شپاړلسمې په ټاکنو کې له نوموړي سره په کندهارکې ډېره درغلې شوې ده، شیرزي له یوه شخصي تلویزون سره په خبروکې وویل چې نه یواځې له ده سره، بلکې له ډاکټر عبدالله عبدالله او ډاکټر اشرف غني احمدزي سره هم په یاد ولایت کې ...

نور ولوله »

خوست ښار کې دوو پرلپسې چاودنو پوليسو ته مرګ ژوبله واړوله

BreakingNewsnn

نن ټکی اسيا: خوست ولايت څخه مو خبر تر لاسه کړ چې، نن د هفتې په ورځ له غرمې وروسته د خوست ښار ګمرک رياست ته څېرمه د پوليسو پر موټر چاودنه وشوه چې، دوه پوليس پکې وژل شوي او يو ژوبل دی. دوهمه چاودنه د خوست ښار پروژې پل سره وشوه او پوليسو ته يې مرګ ژوبله واړوله. د ...

نور ولوله »

تخار:د ځمکې ښويدو له امله يوکلی په ځمکه ننوتی څلور تنه مړه، ګڼ ژوبل او سلګونه کورنه ويجاړ شول

highres 00000401725450

نن ټکی اسيا: د هيواد شمال تخار ولايت کې د ځمکې ښويدو له امله يو کلی په بشپړه توګه په ځمکه ننوتی، تر اوسه د څلورو کسانود مرګ، او لسګونو د ژوبليدو خبر راغلی او له سلو زیات کورورنو ويجاړ شوي دي.د تخار ولايت وياند سنت الله تيمور رسنيو ته ويلي چې،دا پيښه د تخار ولايت رستاق ولسوالۍ خواجه خيرات ...

نور ولوله »

سرپل کې د ۹ قومندانانو په ګډون ۹۵ دولتي وسلوال د طالبانو ليکو ته ورغلي

afghan sarepol 0512

نن ټکی اسيا: د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي وایي چې، د سرپل ولايت کوهستانات ولسوالۍ کې نهه قومندان سره له خپلو وسلوالو ملګرو د طالبانو ليکو ته ورغلي دي. احمدي زياته کړې چې، د کوهستانات ولسوالۍ تګاب بای سيمه چې، شاوخوا درې زره کوره نفوس لري، نهه قومندانان يې سره له خپلو ۸۶ ملګرو طالبانو سره يو ځای ...

نور ولوله »

کندهار: سپين بولدک کې د سرحدي پوليسو مشهور قومندان “حمزه” و وژل شو

BreakingNewsnn

نن ټکی اسيا: د کندهار ولايت سپين بولدک ولسوالۍ څخه مو خبر تر لاسه کړ چې، نن سهار نهه نيمې بجې دغې ولسوالۍ کې د سرحدي عسکرو يو مشهور قومندان “حمزه” سره يو ساتکونکي ساتونکو و وژل شو او درې نور يې ټپيان دي. خبر کاږي چې، قومندان حمزه په خپل رينجر کې روان وه چې، د چردار ماين ښکار ...

نور ولوله »

واشنګټن پوسټ: ډېری افغان ماشومان د امريکايي عسکرو د چاوديدونکو توکيو له امله مري

shendand airstrike child2

د امريکا مشهورې ورځپاڼې واشنګټن پوسټ په خپله نننۍ ګڼه کې ليکلي چې، ډېری افغان کمکيان د هغو چاوديدونکو توکيو له امله مري چې، امريکايي عسکرو د هيواد په بيلا پیلو ځايونو کې پريښي دي. ورځپاڼه زياتوي چې، د ۲۰۱۴ م کال تر پايه چې، امريکايي عسکر له افغانستانه ووځي نو د چاوديدونکو توکيو ميراث دغه هيواد کې پريږدي.

نور ولوله »

کندهار: سپين بولدک کې سرتيري بريد ۱۲ بهرني عسکر وژلي دي

001 25

نن ټکی اسيا: د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي وايي چې، نن پنجشنبه ماذديګر شاوخوا پنځه بجې د کندهار ولايت سپين بولدک ولسوالۍ مرکز کې د ګمرک مخته د بهرنيو عسکرو پر موټريز کاروان سرتیري بريد کې ۱۲ بهرني عسکر وژل شوي دي. احمدي زياتوي چې، ياد بريد د محمد شاکر په نوم د دوی يو ملګري چې، د ...

نور ولوله »

مجاهد: ملي امنیت په رڼا ورځ خلک تیر باسي

breed

د طالبانو ویاند د کابل د ملي امنیت هغه ادعا دروغ وبلله چې ویلي ئې وه په تیرو ۴۰ ورځو کې ئې ۲۶۲ شهادت غوښتونکي برید کوونکي نیولي دي. ذبیح الله مجاهد وايي چې د کابل ملي امنیت له خپلې سویې پورته ادعاګانې کوي او د فدايي سرښندونکو ژوندي نیول دومره آسانه کار نه دی. “کله چې د اسلامي امارت ...

نور ولوله »

د غور ولایت د ملي رادیو ټلوېزیون ودانۍ تر محاصرې لاندې ده

ghor.province

نن ټکی آسیا: د غور امنیتي چارواکي وايي، چې د دې ولایت ښاروال له سهاره راهیسې د یاد ولایت د راډیو تلوېزیون ریاست ودانۍ محاصره کړې او د دفتر کارکوونکو ته یې د ژر تر ژره تخلیه کولو امر کړی.

نور ولوله »