افغانستان

پکتیا: د ډنډ پټان په ولسوالۍ کې ناټو دوه دیني عالمان نیولي دي

نن ټکی آسیا: تېره شپه ناوخته د پکتیا ولایت د ډنډ پټان ولسوالۍ څخه ناټو دوه کسه دیني عالمان مولوي صابر او مولوي نیاز الدین د طالبانو د قوماندانانو په تور نیولي. د ډنډ پټان ولسوال نیاز محمد ویلي چې دا دواړه د وسلوالو طالبانو سره هیڅ نوعه اړیکي نه لري، او دواړه دیني عالمان دي.

نور ولوله »

کابل: د بهرني قواوو موټر دوو میرمنو او یوه ماشوم ته مرګ ژوبله واړوله

  نن ټکی آسیا: د کابل په ښار کې د بهرنیو ځواکونو یوه موټر په ترافیکي پيښه کې یوه مېرمن مړه، او یوه بله میرمن د یوه ماشوم سره ټپيان کړه. د افغانستان د کورنیو د چارو وزارت څخه په یوه اعلامیه کې ویل سوي چې پيښه نن په سیمه ایز وخت دولس بجو را منځته سوله.

نور ولوله »

بلخ: د ځمکي د ښویېدو له امله سل کورونه نړېدلي

نن ټکی آسیا: د بلخ په مارمل ولسوالۍ کې د ځمکې د ښويېدو له امله سل کورونه نړېدلي او خلک د ويرې له امله له سيمې د تېښتې په حال کې دي. د ځمکې دغه خوځښت نن سهار له څلورو بجو د پرواز په کلي کې پيل او تر اوسه دوام لري, تر اوسه سل كورونه په بشپړه توګه ويجاړ ...

نور ولوله »

لوګر: بهرني ځواکونو 126 اولسي کسان برمته کړي

نن ټکی آسیا: د طالبانو د اسلامي امارت وېب پاڼي خبر ورکړی چې د لوګر ولایت د څرخ په ولسوالۍ کې تېره ورځ امریکایانو 126 اولسي کسان بندیان کړي. خبر زیاتوي چې تېره ورځ تر ماښامه امریکایانو په دغه ولسوالۍ کې ټولي کوڅي او لاري تړلي وي، او هرڅوک چې په لاس ورتلی هغه یې له ځانه سره بندي کوی.

نور ولوله »

د جلال اباد هوايي ډګر یو ځل بیا د طالبانو تر برید لاندي راغلی

نن ټکی آسیا: طالبانو تېره شپه پر دولس بجو د جلال اباد پر هوايي ډګر برید پیل کړی، او طالبانو په وینا په دغه برید کې یې لږ تر لږه پنځه بهرني سرتیري وژل شوي دي، او د بهرنیانو په ځوابي عملیاتو اوبمباریو کې 3 تنه طالبان وژل شوي دي. د بلي خوا د ننګرهار امنیه قوماندان علیشاه پکتیاوال، او ...

نور ولوله »

بهرنيانو د سرپل په ولايت کې شپږ تنه ملکي وګړي مړه او څلور ژوندي ونيول

تيره شپه بهرنيو قواوو د افغانستان په شمالي ولايت سرپل کې د يو لړ شپينيو عملياتو په ترڅ کې شپږ (6) تنه ملکي وګړي مړه او څلور (4) نور بنديان کړل. د تفصيلاتو سره سم تيره شپه يو شمير بهرنۍ قواوې په ناڅاپي توګه په هليکوپترو کې د يو شمالي ولايت سرپل د (صياد) ولسوالۍ ته ورسيدې او هلته يې ...

نور ولوله »

په کابل کې محصلينو د قرانکريم د سوځولو په غبرګون لاريون وکړ

  سلګونه محصلينو په کابل کې د لاريون په ترڅ کې د امريکايي پادري، چې قران کريم يې سوځولى د محاکمې غوښتنه وکړه او ويل يې، چې د امريکا دولت هم بايد د نړۍ له مسلمانانو بښنه وغواړي. د امريکا په فلوريډا ايالت کې تېره مياشت يوه عيسوي پادري د قران کريم يوه نسخه وسوځوله، چې په غبرګون کې يې ...

نور ولوله »

په لغمان کې د قرآن کریم د سوځېدو په ضد پراخې مظاهرې وسولې

نن ټکی آسیا: نن د لغمان په ولایت کې هم په زرګونو کسانو د قرآن کریم د سوځول کېدو په ضد مظاهره وکړه.. د تفصیلاتو سره سم نن غرمه د په زرګونو کسانو د لغمان ولایت د علینګار ولسوالۍ څخه د مهترلام په لور مظاهره پېل کړه، تر څو د امریکايي پادرې له خوا د قرآن بې حرمتي وغندي، مګر ...

نور ولوله »

د طالبانو په برید کې یو تن د اربکیو قوماندان د خپلو دوو ساتونکو سره ووژل شو

نن ټکی آسیا: نن مازیګر د هرات د شینډنډ ولسوالۍ د- پرمکان- په سیمه کې وسلوالو طالبانو د اربکیو یو تن قوماندن – میرکی- د یوه زون او ساتونکي سره ووژلو. برید کوونکي چې په موټر سایکل راغلي وه، د پيښي له ځایه څخه په بریالیتوب وتښتېده.. په برید کې دوه تنه اربکیان نور ټپيان شوي دي.

نور ولوله »

فاریاب: د سرحدي پولیسو یو تن عسکر دوه بهرني سرتیري په ډزو ووژل

نن ټکی آسیا: نن سهار د افغانستان په شمالي ولایت فاریاب کې د تن افغان پولیس پر بهرنیو عسکرو ډزي وکړې او دوه تنه یې ځای پر ځای ووژل. د فاریاب څخه ځیني معتبرو سرچینو ویلي چې دا پېښه د فاریاب په مرکز میمنه کې په یو عسکري مرکز کې دننه را منځته سوه.. او برید کوونکي افغان سرتیری د ...

نور ولوله »