fbpx

افغانستان

د یوناما دورستي راپور په اړه دطالبانو اعلامیه

په دې ورستیو کې دیوناما له لورې یو راپور خپور شو چې پکې ددولت مخالفه ډله طالبان داتیا سلنه ولسي وګړو په وژنه کې پړه بلل شوي وو ، طالبانودراپور په غبرګون کې په خپله یوه اعلامیه کې نوموړي راپور بې بنسټه او یوطرفه بللی او دولسي وګړو د وژنې پړه وراچول یې په سختو ټکو کې رد کړې ده ...

نور ولوله »

هلمند کې چاودنې شپږ تنه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واوړوله

( نن ټکی اسیا) دهلمند ولایت نه مو دچاودنې له امله د شپږ تنه ملکي وګړو دوژل کېدو خبر تر لاسه کړ .دهلمندولایت دسنګین ولسوالي ولسوال شریف الله مطبوعاتو ته ویلي چې تېره ورځ دسنګین ولسوالۍ بازار ته څېرمه د په یو ټونس ډوله موټر دماین چاودنه وشوه چې پکې د څاروان کلاپنځه تنه اوسېدونکي ووژل شول او یو بل ...

نور ولوله »

ناټو : طالبانو مو دوه پوځیان وژلي دي

(نن ټکی اسیا) دناټو له لورې په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې طالبانو په دوو جلا حملو کې دنوموړو پوځیانو یو مرین او بل پوځي افسر وژلي دي .په خبر پاڼه کې راغلې چې مرین پوځي دهلمند په ولایت کې په یوه نښته کې وژل شوی خو د دوهم پوځی افسر دوژل کېدو دځای په اړه یې ...

نور ولوله »

دامریکایې پوځ لمړۍ ډلې له افغانستان څخه په وتلو پیل وکړ

(نن ټکی اسیا) دامریکا اولسمشر اوباما له اعلان سره سم چې ګواکې دجولای دمیاشتې تر پایه به خپل لس زره عسکر راباسی ،په افغانستان کې دمېشتو امریکایې پوځیانو لمړۍ ډلې له افغانستان څخه په ستنېدو پیل وکړ .د پوځیانو درخصت کولو په مهال په بګرام هوایې اډه کې یوه غونډه جوړه شوه چې پکې دنوموړو پوځیانو دجنګي فعالیتونو دستاینې تر ...

نور ولوله »

فرانس: غربیان په افغانستان کي ناکامه او په دام کي را ګیر دي

نن ټکی آسیا: تیره ورځ د فرنسې ۵ عسکر په یوه چاودنه کي ووژل شوه، او ۴ نور ټپیان شوه، ددغه خبر په اساس د فرنسې زیات شمېر ورځپاڼو خپل په ننۍ ګڼه کي د افغانستان په مسئله بحث کړی، هغوی افغانستان د غربیانو له پاره د یو داسي دام په توګه تشبیه کړی چي د وتلو لاره يې هم ...

نور ولوله »

ملګري ملتونه: د کال په لومړیو شپږو میاشتو کي ۱۴۰۰ ملکي وګړي وژل شوي

نن ټکی آسیا: په افغانستان کي د ملګرو ملتونو د دفتر څخه په یوه اعلان کي وویل شوه، چي د روان کال ۲۰۱۱ په لومړیو شپږو میاشتو کي په افغانستان کي ۱۴۰۰ ملکي وګړي ووژل شوه، چي د تیر کال ۲۰۱۰ په پرتله ۱۵ فیصده زیات شمیر دی. د ملګرو ملتونو د اعلان سره سم د وژلو شوو کسانو څخه ...

نور ولوله »

په اورګون کې د ٣٥ وسلوالو طالبانو د وژل کېدو ادعا وشوه

دپکتیکا ولایت حکومتي چارواکيو ددغه ولایت داورګون ولسوالۍ دپیرکوتي په سیمه دافغان او ايساف ځواکونوپه عملیاتوکې د ٣٥وسلوالو طالبانو د وژل کېدو خبرورکړ . خو وسلوال طالبان د خپلو کسانو د وژل کېدو په ردولو سره وايي، چې په دغه ولسوالۍ کې يې ١٠ کورنۍ او درې بهرنۍ سرتېري وژلي دي. دپکتیکاد والي ویاندمخلص افغان نن اسيا ته وویل،

نور ولوله »

د بهرنیو ځواکونو دوه تنه عسکر ووژل شوه

نن ټکی آسیا: په افغانستان کي میشتو بهرنیو عسکرو نن ومنله چي تیره ورځ او نن ددوی دوه عسکر د مخالفینو په بریدونو کي ووژل شوه. د ایساف د رسنیز مرکز څخه لومړی په یوه خبرپاڼه کي وویل شوه، چي تیره ورځ د افغانستان په ختیځه کې ددوی یو تن بهرنی عسکر د مخالفینو په برید کي ووژل شو. په ...

نور ولوله »

کندهار: د احمدولي کرزي د فاتحې په مراسمو کي چاودني ۲۰ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

نن ټکی آسیا: د کندهار په سره جامع کې چیري چي د ولسمشر حامد کرزي د ورور د فاتحې مراسم روان وه، چاودنه وشوله، چي له کبله يې د دولتي مسؤولینو په وینا ۴ تنه مړه او ۱۵ نور ټپیان شوه. دولتي چارواکو ویلي چي چاودنه د سرښندونکي برید په ترڅ کې تر سره شوه، او په کښي د کندهار ...

نور ولوله »

ایساف: د مخالفینو په برید کي ۵ بهرني عسکر ووژل شوه

نن ټکی آسیا: د بهرنیو ځواکونو رسنیز مرکز څخه په خپره شوې خبرپاڼه کي وویل شول چي ددوی پنځه بهرني عسکر نن د افغانستان په ختیځه سیمه کي د مخالفینو په برید کي ووژل شول. د برید د نوعیت او دقیق ځای په اړه يې په خبرپاڼه کي هیڅ هم نه دي ویلي. خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ...

نور ولوله »