افغانستان

نن انتخاباتي کمپاینونه پای ته رسېږي

Compain.khost

نن ټکی آسیا: د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون له پریکړې سره سم،یوازې د نن ورځې تر وروستیو پورې نوماندان د کمپاینونو او سالیو د غزولو حق لري او د رایه اچونې له ورځې ۴۸ ساعته وړاندې باید ټول نوماندان خپلې منډې ترړې پای ته ورسوي.

نور ولوله »

ټاکنې ولې بدلون نه شي راوړای؟ -ذاکر جلالي

Takany.badloon

ټاکنو ته داسې مهال نژدې کېږو، چې کابل ښار یوه ډېره ناامنه اوونۍ تېره کړه. په اتو ورځو کې طالبانو څلور اهداف په نښه کړل، چې پاموړ رسنیز پوښښ يې درلود. دغه وړ حملې واقعبینو شنونکو له پخوا په پام کې نیولې وې؛ ځکه طالبانو په خپلو وروستیو اعلامیو کې په ډاګه کړي وو، چې د ټاکنو د ګډوډولو هڅې ...

نور ولوله »

طالبانو د امنیتي او استخباراتي سرچېنو راپورونه رد کړل

taliban-flag1

نن تکی آسیا: طالبانو د افغان امنیتي او استخباراتي سرچینو هغه خبرپاڼې رد کړي او تش تبلیغات یې بللي، چې ویل یې نن د غزني په ګیلان او د لوګر په څرخ ولسوالیو کې طالبانو ته د خپلو چاودېدونکو توکو د چاودنې له کبله مرګ-ژوبله اوښتې.

نور ولوله »

نورستان: په کامدېش کې د قومندان په ګډون اووه تنه اربکيان نیول شوي دي

Noristan1212

طالبان وايی چې نن غرمه يې  د نورستان د کامدېش په چنار خوړ سيمه کې د سيمې د اربکیانو په ګزمه برید کړی دی، چې د قومندان عبدالستار په ګډون يې اووه تنه ژوندي نيولي دي او یو بل يې وژلی دی.دوی وايي چې له یادو کسانو سره يې ګڼ شمېر مهمات هم نيولي دي. دولتي چارواکو تراوسه دپېښې په ...

نور ولوله »

شیرزی او زلمی رسول جریمه شول

shirzai

نن ټکی آسیا: د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمېسون ، ولسمشریزو ټاکنو  ته دوه نوماندان زلمی رسول او ګل آغا شیرزی یو یو لک افغانۍ جریمه کړي. د شکایتونو کمېسون همدا راز د پکتیا والي جمعه خان همدرد او ویاند يې روح الله سمون هم یو یو لک افغانۍ جریمه کړي.

نور ولوله »

ننګرهار: ګوشته کې د انجينر قطب الدين هلال د ټاکنو دفتر سوځول شوی او په فارياب کې د اشرف غني ۲۲ کمپاينرانو ته مرګ ژوبله واوښته

el

  نن ټکی اسيا: د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې، د دوی وسلوالو تېره شپه د ولسمشرۍ د کانديد انجينر قطب الدين هلال ټاکنيز دفتر سوځولی دی. دغه دفتر چې، د ګوشتې ولسوالۍ خويز نومې سيمه کې و، وسلوالو طالبانو سوځولی دی. د مرګ ژوبلې په څه ندي ويل شوي.د طالبانو بل وياند قاري محمد يوسف احمدي په ...

نور ولوله »

خوست: په بمي چاودنه کې د نوماند په ګډون څلورتنه ټپیان شول

khost-wlayati-shora

دخوست ولايت ولایتي شورا ته نوماند امان وزیر ګربز له خپلو دريو کمپایني ملګرو سره د خښ شوي ماین د چاودنې په پايله کې ټپي شو.یاده پېښه د خوست ولایت د مندوزیو په ورزه کلي کې تېر ماسپښين پېښه شوه، ويل کېږي چې نوموړی نوماند یادې سيمې ته د کمپاین په موخه تللی و، چې په بېرته راتګ کې د ...

نور ولوله »

کندوز: د خان اباد ولسوالۍ جنايي آمر او څارنوال په ګډون ۱۳ تنه وژل شوي

afghanistan 67

نن ټکی اسيا: د کندز ولايت امنيه قومندان غلام محسني وايي چې، پرون د دوشنبې په ورځ د خان اباد ولسوالۍ جنايي آمر او څارنوال د يو ځای پر ځای شوی ماين له امله و وژل شول. محسني زياتوي چې، په چاودنه کې درې پوليس هم ټپيان شوي دي. د کندز امنيه قومندان همدارنګه وايي چې، په يوه بله چاودنه ...

نور ولوله »

سرپل: د ولايتي شورا کانديد طالبانو ژوندی نيولی

Saripulll

نن ټکی اسيا: بېګا شپه د هېواد په شمالي ولایت سرپل کې ولایتي شورا ته کاندید حسین نظري نامالومو وسلوالو ژوندی ونیولو او له ځان سره یې بوتللو. طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې، دغه کاندید  دوی ملګرو سرپل ولايت مرکز ته څېرمه  سره له لسو ملګرو سره نيولی دی. مجاهد زياتوي چې، د حسين نظري په نوم د ...

نور ولوله »

د پوهنې وزرات: د ټاکنو په خاطر د هېواد ټول ښوونځي اووه ورځې رخصت دي

Pohana wazart121

د پوهنې وزارت مسوولینو د خبرپاڼې په خپرولو د وري له دوولسمه تراوولسمه پورې پوره اووه ورځې رخصتي اعلام کړه،دوی دا رخصتي په هېواد کې د ولسمشریزو او ولایتي شوراګانو د ټاکنو په مناسبت اعلام کړې ده.  خبرپاڼه کې راغلي دي چې د ښوونځیو زده کوونکو ته د ګواښونو د مخنیوي او په هېواد کې امنیتي پېښو د زیان له ...

نور ولوله »