افغانستان

‫په تیر۲۰۱۱ کې: دوردګو ولایت دپوځي پیښو ځانګړی رپوټ

نن ټکی آسیا: درنو لوستونکو! دوردګو په ولایت کې وسله والوطالبانو په تیر۲۰۱۱کال کې دحامد کرزي د دولت او دهغه دمرسته کونکو بهرنیو ځواکونو په خلاف دتر سره کړیو پوځي عملیاتو یو تفصیلي رپوټ ترتیب اویوه کافي یې دنن ټکي آسیا لپاره هم رالیږلې . نن ټکی آسیا د خپل خپرنیز رسالت له مخې دغه پوځي رپوټ کټ مټ نشرته ...

نور ولوله »

۲۰۱۱ کال له افغانستان ځخه دبهرنیوعسکرو۵۶۶ جنازي پراوږو یوړی

دلویدیځورسنیوله لوري په خپره شوې احصایه کې ویل شوي چې په ۲۰۱۱ یولسم کال کې دافغانستان په جګړه کې دوژل شویوبهرنیوعسکروشمیرټول ټال ۵۶۶ تنه وو، چې له منځ ځخه ۴۱۷ تنه امریکایان ۴۶ تنه برتانویان اوپاتې نور دبیلابیلوهیوادونه اوسیدونکي وو. احصایه شئ چې د۲۰۱۱ ترټولوخونړي اودبهرنیانولپاره ترټولوددرانده  زیان اړونکې پیښې دکابل چاودنه اودوردګوپه سیدابادکې دهیلې کوپټردویشتلوپیښې وي چې بالترتیب په ...

نور ولوله »

کرزی ! خوش یم چي امریکاوايې طالبان يې دښمن نه دي .

اولس مشرکرزي دامریکادحکومت دهغه بیان تودهرکلي وکړ چي په کې ویل شوي وو چې طالبان دامریکادښمن نه دي .نن دخالي ورځ په کابل کي یوې غونډي دویناپرمهال اولس مشرکرزي په خپلوخبروکي وویل ، چي دامریکاپه دغه دریځ سره به په افغانستان کي دامن کوښښونه تریوه حده بریالي شي .

نور ولوله »

رویټرز: امریکا په ګوانتانامو کی دطالب بندیانو دسپارلو په اړه غور کوي

(نن ټکی اسیا دیسمبر۲۰۱۱/۳۰) درویټرخبری اژانس راپورخپور کړی دي، چی دامریکی حکومت له طالبانو سره دسولي دپروسي په ترڅ کی له ګوانتانامو بی څخه دڅوتنو پخواني لوړ پوړو طالبانو وافغانستان حکومت ته سپارلو باندی خبري کوي، راپور کی راغلي کوم زندانیان چی امریکا غواړي په افغانستان دسولي درامنځ ته کولو لپاره یی وطالبانو ته دښه نیت په اند خوشی کوي، ...

نور ولوله »

د افغانستان په جنوب کې دماین چاودني له کبله یو بهرنی عسکر وژل شوی

نن ټکی آسیا: د افغانستان په جنوب کې د ماین د چاودني له کبله د بهرنیو ځواکونو یو تن عسکر ووژل شو. دغه خبر په کابل کې د ایساف د مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ورکړه شو. په خبرپاڼه کې ویل شوي چي د نن د افغانستان په جنوب کې د یو ماین د چاودني له کبله د ایساف ...

نور ولوله »

سرپل: د بهرنیانو یوه هلیکوپتر الوتکه را غورځېدلې

سرپل: نن سهار د افغانستان په شمالي ولایت سرپل کې د بهرنیو ځواکونو هلیکوپتر الوتکه را غورځېدلې، چي په اړه يې ناټو او طالبان رنګا رنګ ادعاوي کوي. د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي رسنیو ته ویلي چي نن طالبانو د سرپل ولایت د صیاد ولسوالۍ د بازار کمي په سیمه کې د بهرنیانو یوه هلیکوپتر اولتکه په نښه کړه، ...

نور ولوله »

بمی چاودني افغاني پولیسوته مرګ ژوبله واړوله

(نن ټکی اسیا دیسمبر۲۰۱۱/۲۹) کندهار: دافغانستان په جنوب کی دطالبانو له لوري دیوه خښ کړل شوی بم دچاودیدو له امله لس پولیس وژل شوی دي، راپورکی راغلي چی پولیسو د هلمندولایت دنادعلی ولسوالي کی دپولیسو ددندو دترلاسه کولو له مرکز څخه دکورونه په لور موټر کی سفرکاوو چی دبم له چاودني سره مخ شول.

نور ولوله »

CNN ! دایساف دوه سرتیري ووژل شول

دCNN  ټلویزوني  چينل دایساف دمنابعوپه حواله خبرورکوي چي نن پنجشنبه سهار ، دافغانستان په ختيځه  برخه کي دوه بهرني عسکر ووژل شول . په خبرکي ویل شي چي پیښه هغه وخت رامنځ ته شوه چي کله دمللي اردوپه جامه کي یوه تن مخامخ پربهرنیوعسکرو ډزې وکړي چي په نتیجه کې یي دایساف دوه تنه سرتیري ووژل شول .

نور ولوله »

دناټودرې سرتیري ووژل شول

 په افغانستانوکي دبهرنیوعسکرودایتلاف ناټو منابع وايی چي، دافغانستان په لویدیځه برخه کي یی درې سرتیري وژل شوي دي . په خبرکي ویل شي چي دوژل شويوعسکرو مړینه دسړک دغاړي دیوه ښخ شوي  ماین دچاودلوپه نتیجه کي رامنځ ته شوي ده .خوورسره دتل په څېر دوژل شویوعسکرو هویت اودپیښې دقیق ځاي نه دي ښودل شوي.

نور ولوله »

د کابل-کندهار د سړک ساتنې او د پلونو د رغاونې لپاره ګډ ولايتي پروګرام پيل شو

د ميدان وردګو والي محمد حلیم فدایي  او د غزني  ولایت والي موسی خان اکبرزاده  دغزني په ولایت کې دیو ګډ مطبوعاتي  کنفرانس په ترڅ کې د ميدان وردګو  او غزني  تر منځ د سړک ساتنې، د پلونو د رغاونې او دواړو ولایتونو ترمنځ دزیات بار وړونکو موټرو دڅارنې میکانیزم  او دمتخلفینو دنیولو په اړه د ګډ ولايتي پروګرام پيلیدو ...

نور ولوله »