افغانستان

کندهار: په سپین بولدک کې فدايي برید ګڼ شمېرعسکر وژلي

نن ټکی اسیا: طالبانو په خپله پاڼه کې ویلي چې نن ددوی یو تن قهرمان مجاهد عطاء الله د کندهار ولایت د بولدک ولسوالۍ د کمیساري ودانۍ ته نژدې د پولیسو پر موټریز کاروان باندي فدايي برید وکړ چې له امله یې دوه عرادې رینجر موټر تخریب او پکښي ناست 8 تنه عسکر ووژل شوه.

نور ولوله »

روبرټ واټكنز: د افغانستان امنيتي وضعه ډېره خرابه سوې

په افغانستان کې د ملګروملتونو سرمنشي بانکی مون خاص استازي نایب روبرټ واټکنز وايي چې د افغانستان امنيتي وضعه ډېره خرابه سوې او د امم متحده د خیریه موسساتو پر کارکونکو بریدونه هم زیات شوي. نومړی وایی چې له تیرو لسو کلونو راهیسي له کومه چې د طالبانو حکم نړیدلی د سږ کال امنتي وضعي تر ټولو ټيټي درجې ته ...

نور ولوله »

په دری اړخیزه خبرو کی پاکستان له پامه وغورځول شو

نن ټکی اسیا: هغه دری اړخیزه خبری چی ګمان کیدو دامریکا، افغانستان اوپاکستان لخوا به په نیویارک کی شروع کیږی تیره ورځ دامریکی او افغانی چارواکو ترمنځ په پنټګان کی پیل شوی. تیره ورځ دافغانستان د دفاع او داخله چارو وزیران نیویارک ته ورسیدل او د د امریکا ددفاع وزارت دچارواکو له لوری یی هرکلی وشو.

نور ولوله »

په هلمند کې د جورجیا یو تن عسکر وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي

نن ټکی آسیا: په هلمند کې د جورجیا یو تن عسکر وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي د جورجیا وزارت دفاع په خپل یو بیان کې ویلي چې تېره ورځ د افغانستان په هلمند ولایت کې ددوی د عسکرو پر یو ګزمې باندي چاودنه وشوله چې له امله یې یو عسکر ووژل شو او دوه نور ټپیان شول.

نور ولوله »

کندهار: دولسی جرګي پخوانی ازاد کاندید حاجي محمد شاه خان اچکزی ووژل شو

نن ټکی آسیا: د نامعلومو کسانو له خوا دولسی جرګي لپاره پخوانی ازاد کاندید حاجي محمد شاه خان اچکزی ووژل شو. پېښه نن سهار د کندهار ښار د شنو ګنبدو په سیمه کې را منځته سوه، کله چې په موټر سایکل سپرو کسانو په نومړي ډزي وکړي، وروسته برید کوونکي د پيښي له ځایه په کامیابی سره وتښتېدل.

نور ولوله »

بهرنيو سرتېرو د پوليسو په ملتيا د يوې ليسي ښوونکي او زد کونکي وډبول

په كندهار كې بهرنيو ځواكونو او پوليسو د كندهار  د ښووني او روزني رياست اړوند د ميرويس نيكه د عالي ليسي سرښوونكى ، زده كوونكي او ملازمين وهلي او ډبولي دي.د حاجي ميرويس نيكه  ليسي سرښوونكى سلطان محمد وايي چي سهار لس بجي يي ښوونځى ته په ناڅاپي ډول بهرني سرتيري او پوليس ننوتل او سمدستي يي د ليسي د ...

نور ولوله »

پېټريوس: په کونړ کې ماشومان خپلو پلرونو وژلي

دا د بهرنيو ځواکونو د جنايتونو او وحشتونو د پټولو يوه ناکامه هڅه ده. په افغانستان کې د ناټو او امريکايي ځواکونو عمومي قوماندان په کونړ کې د ماشومانو د وژلو مسولين د دوی ميندې او پلرونه بللي دي. د انټي وار خبري رسنۍ د رپوټ له مخې، امريکايي جنرال ډېوېډ پيتريوس په يوه غيرعلني غونډه کې د دې لپاره، ...

نور ولوله »

پخوانی قاضي القضات فضل هادي شینواری په هند کې مړ سو

نن ټکی آسیا: د افغانستان پخوانی قاضي القضات مولوي فضل هادي شینواری د 85 کالو په عمر نن په هندوستان کې مړ سو. فضل الهادي شینواری چې د ننګرهار ولایت د شینوارو ولسوالی د هسکي مینې په سیمه کې پیدا سوي و، د هیواد د وتلو عالمانو څخه یو وو، او د خپل اخیرني عمر چپه چې په کابل کې ...

نور ولوله »

د کندز د فدايي برید په اړه طالبان او حکومت بیلا بیلي ادعاوي کوي

نن ټکی آسیا: نن د کندوز ولایت د امام صاحب په ولسوالی کې یوه درنه چاونده وشوه چې له امله یې د ځایي مسولینو په خوله تر اوسه 26 تنه وژل شوي او 37 نور ټپیان شوي دي. ځايي مسولین وایی چې برید د یو ځانمرګي له خوا تر سره شوی، او اکثره مړي یې ځايي او ولسي خلګ دي ...

نور ولوله »

يو فرنسوي او بل استرالي عسكر ووژل شو

نن ټکی آسیا: د فرانس حکومت په خپله یوه بیانیه کې ویلي چې ددوی یو عسکر وړمه ورځ د کابل په شمالي شرقي سمیه کې د وسلوالو طالبانو سره په نښته کې ووژل شو، او دوه نور ټپیان شوه چې د یوه صحي حالت ډېر خراب دی.. بیان ویلي چې ددوی یوه عسکري ګزمه په کابیسا ولایت کې د طالبانو ...

نور ولوله »