افغانستان

په غزني کې دماین په چاودنه کې څلورو پولینډیانو ته مرګ ژوبله اوښتې

(نن تکی اسیا) دپولینډ هیواد دځواکونو ویاند منلي چې په دافغانستان په غزني ولایت کې یې دوه سرتیري وژول شوي او دوه نور ټپیان شوي دي. پولینډی ځواکونو ته پورته مرګه ژوبله هغه وخت وواښته کله چې یې دعسکرو پرموټر دسړک له غاړې سره د ځای پر ځای شوي ماین چاودنه وشوه.

نور ولوله »

په کندهار کې د ارغنداب ولسوالی دشورا غړی حاجی کریم داد وژل شوی

نن ټکی آسیا: نامعلومو وسله والو د كندهار د ارغنداب ولسوالۍ د شورا غړى حاجي کریم داد په ډزو سره وواژه ، ویل کیږی چې نومړی د کندهار ښار په نهمه ناحیه کې اوسیدی، او د خپل کور سره وسلوالو په ډزو وژلی. د کندهار په ښار کې دننه د طالبانو له خوا چریکی عملیات زیات سوی چې په اړه ...

نور ولوله »

یو افغان پولیس درې بهرني عسکر په ډزو ووژل

(نن تکی اسیا) دیوې باوري سرچینې د معلوماتو لمخې تیره ورځ دکابل ولایت سروبي ولسوالي دازبین په سیمه کې یوه افغان عسکر پر دریو بهرنیو پوځیانو دخپل ټوپک خوله را واړوله او درې سره یې ځای پر ځای ووژل . سرچینه زیاتوي پیښه په یاده سیمه کې دبهرنیوځواکونو په یوه پوځي مرکز کې رامنځته شوه او وژل شوي پوځیان دفرانسې ...

نور ولوله »

امريکايي ځواکونو په افغانستان کې يورانيوم لرونکي بمونه او وسلې کارولي

دوى سپين فاسفورس هم کارولى، چې ښکاره بېلګې يې په فراه او کاپيسا کې ليدل شوي له دې امله د افغانستان دوه پر درې برخه د ژوند کولو وړ نه ده او دا ستونزه د ځمکې تر موجوديت پورې دوام کوي په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو او د دولت د وسله والو مخالفينو ترمنځ له جګړې څه باندې نهه ...

نور ولوله »

امریکا د افغان ځواکونو له پراختیا سره موافقه نه ده

 د امریکا متحد ایالتونه د لسګونو زرو افغان امنیتي ځواکونو د روزلو د نوي پلان له تصویبولو ډډه کوي ځکه چې د دغو ځواکونو د روزنې د لګښت او په عین حال کې د هغو د کیفیت له درکه اندېښمن دي.په کابل کې افغان او بهرني مقامات تمه لري چې د راتلونکې اوونۍ په لومړیو کې به افغان ځواکونه چې ...

نور ولوله »

ايتلافي ځواکونو د ارغنداب یو کلی په ۲۵ ټنه بمونو پوپناه کړی

د استرالیا ډیلي مېل ورځپاڼې په نننۍ ګڼه کې د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ د یوه کلي عکسونه چاپ کړي او ویلي یې دي چې پر دغه کلي ايتلافي ځواکونو پنځه ویشت(۲۵) ټنه بمونه غورځولي دي.ورځپاڼه کلی تر بمبارۍ وړاندې او وروسته ښيي او د افغانانو د زړونو د خپلولو لپاره د نړیوالو ځواکونو د هلوځلو ادعا ترپوښتنې لاندې راولي.

نور ولوله »

د لينډا نارګرو په ټېلېفون اخيستل شوي عکسونه خپاره شول

د ګارډين ورځپاڼې نن په يوه راپور کې هغه انځورونه خپاره کړل چې په افغانستان کې د وژل شوې بريتانيايۍ له ګرځنده ټيلفون څخه را ايستل شوي دي .ګارډين ليکلي لينډا نارګرو پخپل ای فون باندې شل عکسونه او يوه لنډه ويډيو ډکه کړې وه.د دوی په وينا عکسونه د هغو کسانو دي چې باور کېږي دا يې تښتولې وه ...

نور ولوله »

کرزی د خپل روسي سيال په بلنه مسکو ته ولاړ

دا د تېرو لسو کلنو په ترڅ کې روسيې ته د ښاغلي کرزي درېيم سفر دی چې په ترڅ کې به يې له خپل روسي سيال ديمتري ميدوېدوف او لومړي وزير ويلاديمير پوتين سره وګوري .د ارګ سرچينې وايي په دغو ليدنو کې به د افغانستان او روسيې پر دوه اړخيزو، اقتصادي او سوداګريزو اړيکو خبرې وشي .

نور ولوله »

ایساف ویلی چې یو عسکر یی په شمال کې وژل شوی

نن ټکی آسیا نن د بهرني ځواکونو په یوه خپره شوي اعلامیي کې ویلي چې ددوی یو عسکر د افغانستان په شمالي سیمو کې د مخالفینو سره د جګړې پر مهال وژل شوي دی. اعلاميې نور تفصیل نه دی ورکړی چې دا وژل شوي عسکر د کوم هیواد دی او یا دا پيښه چیرته شوي.

نور ولوله »

د طالبانو ویاند: د ملا عمر د ناروغي اوازي بی بنسټه دي

نن ټکی آسیا: د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله یوه خپره شوي بیانیه کی ویلی چې دوی د ملا عمر مجاهد د ناروغی اوازې بې بنسټه بولي او په کلکه یې رده وي.دا بیانیه د اسلامي امارت پر پاڼه هله خپره شوي کله چې د واشنګټن پوسټ ورځپاڼي راپور خپور کړی، په کوم کې چې دا ادعا سوي ...

نور ولوله »