افغانستان

غزني: طالبانو مقر کې د امنیتي ځواکونو قرارګاه نیولې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۱وږي، ۱۳۹۷ل): د غزني په مقر کې تېره شپه د توندې جګړې په پایله کې یوه قرارګاه او دوه پوستې د طالبانو لاس ته ورغلې دي. د ځايي سرچینو په وینا طالب سرتېرو تېره شپه شاوخوا یوولس بجې جګړه پیله کړه، چې په پایله کې يې یوه لویه قرارګاه او د هستي او مدو په نومونو ...

نور ولوله »

لوګر: طالب سرتېرو دوه امریکایان وژلي او درې ژوبل دي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۱وږي، ۱۳۹۷ل): د لوګر مرکز ته څېرمه د ګډو ځواکونو پر کتار د طالب سرتېرو برید کې پنځو امریکایانو ته مرګ ـ ژوبله اوښتې ده. طالبانو په خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي، چې نن سهار وختي يې د لوګر مرکز کې ګازو شرکت سیمې ته څېرمه پر ګډ کتار برید وکړ. د خبرپاڼې له مخې کتار ...

نور ولوله »

د حج په مراسمو کې: سږکال ۱۸ افغان حاجیان وفات شوي دي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۱ وږی، ۱۳۹۷ل): د افغانستان د ارشاد، حج او اوقافو وزارات وايي چې سږ کال د حج په مراسمو کې ۱۸ تنه افغان حاجيان وفات شوي دي. په دغو حاجيانو کې ۷ تنه ميرمنې او ۱۱ سړي دي چې د حج د فريضې د اداء کولو پر مهال وفات شوي دي. ددغه وزارت د عامه ...

نور ولوله »

رویټرز: طالبان د امریکایانو سره په راتلونکې ناسته کې پر بندیانو خبرې کوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۰ وږی، ۱۳۹۷ل): رویټرز خبرې اژانس ویلي چې طالبان د امریکايي چارواکو سره په راتلونکو خبرو کې د بندیانو پر تبادلې باندي خبرې کول غواړي او د همدې موخې لپاره د درو یا څلورو کسانو پر یوه مذاکراتي ټیم جوړولو هم غور کوي. د رویټرز په وینا دوه چارواکي چې د امریکایانو او طالبانو تر ...

نور ولوله »

طالبانو په ننګرهار کې پر عامو خلکو چاودنه وغندله

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۰ وږی، ۱۳۹۷ل): طالبانو د ننګرهار ولايت په مومند درې  ولسوالۍ کې د عامو خلکو پر لاريون بريد غندلی او په کې يې خپل لاس لرل رد کړي دي. نن ماسپښين يوه بجه د ننګرهار ولايت د اچين ولسوالۍ اوسيدونکو د يوه اربکي قوماندان بلال باچا د ظلمونو او ناوړه چلند په غبرګوند کې ډکې ...

نور ولوله »

ننګرهار کې پر لاريون کوونکو چاودنې درنه مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۰ وږی، ۱۳۹۷ل): د ننګرهار ولايت په مومند درې ولسوالي کې پر لاريونوالو چاودنې درنه مرګ ژوبله اړولې ده. د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، چې د شينوارو قوم مشرانو د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره د مومند درې ولسوالۍ په ډکه سيمه کې لاريون پيل کړی و، چې يوه بريدګر په کې ځانته چاودنه ...

نور ولوله »

کندهار: چارواکو د ګڼو طالب سرتېرو د وژلو دعوه کړې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۰وږي، ۱۳۹۷ل): کندهار کې ځايي چارواکي وايي میوند کې يې د طالب سرتېرو تعرضي برید په شا تمبولی او درنه مرګ ـ ژوبله يې ور اړولې ده. د کندهار د امنیه قومندانۍ ویاند ضیاء درانی وايي چې طالبانو د میوند ولسوالۍ د سقوط پلان درلود، چې دوی د هوايي ملاتړ په وسیله ولسوالۍ له سقوطه ...

نور ولوله »

جده کې د سعودي پاچا په وړاندیز د افغان سولې اړوند غونډه کېږي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۰وږي، ۱۳۹۷ل): د سولې عالي شورا وايي نن په سعودي کې د سعودي پاچا په وړاندیز د افغان سولې اړوند غونډه کېږي. د دې شورا مرستیال عزیز الله دین محمد وايي د اسلامي همکاريو سازمان له خوا په دې غونډه کې پر افغان سوله بحث کېږي. هغه وویل دغه غونډه د همدې سازمان له خوا ...

نور ولوله »

پر بګرام توغندیز برید شوی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۰وږي، ۱۳۹۷ل): تېره شپه د بهرنیانو پر پوځي مرکز توغندیز برید شوی، چې مسؤلیت يې طالبانو منلی دی. طالب ویاند ذبیح الله مجاهد پخپله ټویټر پاڼه لیکلي، توغول شوي توغندي يې پر کره هدف لګیدلي دي. «توغندي په ټاکل شويو هدفونو لګيدلي او امریکايي عسکرو ته درانه تلفات اوښتي دي.» د پروان ځايي چارواکو هم ...

نور ولوله »

حکمتیار: حکومت په ټاکنو کې د قصدي درغلۍ هڅه کوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۰وږي، ۱۳۹۷ل): انجینر ګلبدین حکمتیار وايي ټاکنې ورته اغېزمنه وسیله ښکارېده، خو باوري شوی چې راتلونکې ټاکنې به هم د تېر په څېر له درغلیو ډکې وي. هغه نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، حکومت قصدي ځينې سیمې نا امنه کړې او په لوی لاس غواړي درغلیو ته لاره هواره کړي. حکمتیار ...

نور ولوله »