افغانستان

سعودي چارواکی: امریکا د اسامه جسد له دې وېرې چې مزار ورباندې جوړ نشي سیند ته وغورځاوه

نن ټکی اسیا (شنبه ، ۱۸غبرګولی، ۱۳۹۸ل): د سعودي عربستان د څارګرې ادارې مشر « شهزاده ترکي الفیصل» وايي، امریکا ځکه د اسامه جسد اوبو ته وغورځاوه چې ویره یې درلوده، مزار به ورباندې جوړ شي او خلګ به یې زیارت ته ور درومي. الفیصل چې له «العربیه» تلویزون سره یې خبرې کولې وویل « موږ ډېره هڅه وکړه څو ...

نور ولوله »

طالبان: امریکا بايد د خپلو پوځيانو د وتلو مهالوېش اعلان کړي

نن ټکی اسیا (شنبه ۱۸غبرګولی، ۱۳۹۸ل): طالبانو ويلي، چې امریکا بايد له افغانستانه د خپلو پوځيانو د بشپړ وتلو مهالوېش اعلان کړي او د افغانستان بحران له سوله‌ييزې لارې حل کړي. په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند محمد سهيل شاهين ويلي، چې امریکا بايد د افغانستان بحران د سياسي حل لپاره له افغانستانه د خپلو پوځيانو د ...

نور ولوله »

ولسمشر غني د ولسي جرګې د جنجال د حل لپاره «۲» ورځې وخت ټاکلی

نن ټکی اسیا (شنبه ، ۱۸غبرګولی، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت مشر «محمد اشرف غني» د پارلمان د رئیس په سر د راولاړ شوي جنجال د حل لپاره ولسي جرګې ته ۲ ورځې وخت ورکړی. د «يک تلویزون» د راپور په بنسټ؛ ولسمشر غني د ولسی جرګې د ریاست د ستونزې د حل لپاره دوې ورځې وخت وړاندې کړی او له ...

نور ولوله »

دوستم: جوزجان کې د داعش «ملاتړي» پېژندل شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۸غبرګولی، ۱۳۹۸ل): پخوانی جګړه مار او د ګډ حکومت مرستیال عبدالرشید دوستم وايي، جوزجان کې يې هغه ډلې او اشخاص پېژندلي چې د داعش په را پنځولو او ملاتړ کې بوخت دي. هغه چې پرون جوزجان کې د اربکیانو او خپلو جګړه مارو په منځ کې په پوځي جامو کې را څرګند شو وویل، له دې ...

نور ولوله »

کانګریس: د سولې خبرو کې دې «لاسته راوړنې» وساتل شي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۸غبرګولی، ۱۳۹۸ل): د امریکا کانګریس ځینو غړو د بهرنیو چارو وزارت او د سولې د هڅو لپاره د دې وزارت استازي زلمي خلیلزاد ته لیک لېږلی چې پکې يې د اتلس کلنو «لاسته راوړنو» پر ساتنې ټینګار کړی دی. کانګریس چې څو ځلې د سولې د روانې پروسې په تړاو د زلمي خلیلزاد د ور غوښتو ...

نور ولوله »

ولسمشریزې ټاکنې؛ د رایه ورکوونکو تقویتي نوم‌لیکنه پیل شوه

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۸غبرګولی، ۱۳۹۸ل): د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي، له غزني پرته يې په ټولو ولایتونو کې د ولسمشریزو ټاکنو لپاره تقویتي نوم‌لیکنه پیل کړې ده. د سرچینې د معلوماتو پر اساس په دې نوم لیکنه کې هغه رایه ورکوونکي خپل نوم ثبتوي، چې تازه اتلس کلنۍ ته رسېدلي وي، له کډوالۍ را ګرځېدلي وي، په تېرو ټاکنو ...

نور ولوله »

شنونکي: حکومت ولسوالۍ نیولی شي؛ خو ساتلی يې نه‌شي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۸غبرګولی، ۱۳۹۸ل): په دې وروستیو کې حکومتي چارواکو په غزني ولسوالۍ کې د غبرګو ولسوالیو د بېرته نیولو ادعا وکړه، خو پوځي شنونکي پرې باوري نه دي. غزني؛ چې اوسېدونکو يې ټوله د روژې میاشت د شپنیو عملیاتو تر کرېږو لاندې تېره کړه، دفاع وزارت یوه اوونۍ وړاندې وویل چې ده‌یک ولسوالۍ يې نیولې او تازه ...

نور ولوله »

کندهار؛ د دویمې حوزې قومندان طالبانو ته ژوندی په ګوتو ورغلی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۸غبرګولی، ۱۳۹۸ل): طالبانو د کندهار د دویمي امنیتي حوزې قومندان فرید احمد فراهي ژوندی نیولی او ضمناً يې د یو بل جګړن د نیول کېدو خبر هم ورکړی دی. طالب ویاند قاري یوسف احمدي وايي، قومندان فراهي يې د نیمروز په دلارام ولسوالۍ کې لاس ته ورغلی دی. «د نیمروز ولایت دلارام ولسوالۍ مرکز کي د ...

نور ولوله »

غور: د طالبانو په برید کې «۲۰» اربکیان وژل شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۸غبرګولی، ۱۳۹۸ل): د غور ولایت په دولتیار ولسوالۍ کې د طالبانو برید د دوو قوماندانانو په ګډون شل تنه وژلي او ۴ نور ټپيان شوي. یاد عملیات چې د دولتیار ولسوالۍ په پشته نور سیمه کې شوي، په پایله کې یې طالبانو ته ګڼې وسلې او مهمات په لاس ورغلي. د طالبانو ویاند «قاري یوسف احمدي» ...

نور ولوله »

د جنګي جرمونو څېړونکې یو ځل بیا په افغانستان کې د جنګي جرمونو د را سپړلو غوښتنه وکړه

نن ټکی اسیا (شنبه ۱۷غبرګولی، ۱۳۹۸ل): د جنګي جرمونو د نړیوالې محکمې څارنوالې «فیتو بنسوډا» له محکمې یو ځل بیا غوښتي څو په افغانستان کې د ښکېلو خواوو له لوري د شوو احتمالي جنګي جرمونو پلټنه وکړي. د جنګي جرمونو نړیوالې محکمې په لومړي ځل تېر ۲۰۱۷ م کال کې خپلو کارکوونکو ته امر وکړ څو په افغانستان کې د ...

نور ولوله »