افغانستان

په کابل کې د ايساف د معلوماتو رسولو بالون باد يوړ

نن ټکی اسیا: نن پرله پسې تېز باد د کابل ښار په لاهورۍ دروازه کې د بهرنیو ځواکونو د معلومات رسولو هوايي بالون يووړ. ويل كيږي چې دغه بالون د بهرنیانو له خوا د خپل امنیت د ټینګولو لپاره دوه کاله مخکي په لارهورۍ دروازه کې دیوه لرګي په سر نصب کړی وو.

نور ولوله »

د کونړ والي د وسلوال برید څخه روغ وتلی، او امریکایانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی آسیا: د کونړ والي سید فضل الله وحیدي نن د یو راکټي برید خخه روغ رمټ ووتی. خپله وحیدي نن ځیني رسینو ته ویلي چې دی نن د شیګل ولسوالۍ ته تللی وو، او کله چې بیرته راتلی، نو د شیګل ولسوالۍ د شینکوړک په سیمه کې ددوی کاروان د طالبانو تر برید لاندي راغلی، او یو راکټ ...

نور ولوله »

په هلمند کی له تیرو دوو ورځو راهیسی د ډیرو مخابراتی شبکو فعالیت په ټپه درېدلی دی

په ولسي جرګه د هلمند ولایت استازی نسیمه نیازی وایی چې دې ته داسې رپوټونه وررسېدلي چې له تیری ورځی راهیسی په هلمند کې یو شمیر مخابراتی شبکو خپل فعالیت درولی دی . دا وایی هڅه کوي چې ډېر ژر دا  ستونزه  لرې کړي. آغلې نیازۍ وايي چې د مخابراتی شبکو فعالیت دوی هم له ګڼو ستونزو سره مخکړي داځکه ...

نور ولوله »

طالبانو د ايساف يوه بې پيلوټه الوتکه را غورځولې

غزني ( نن ټکی اسیا 16 مارچ 2011 ): په افغانستان کې بهرني ځواکونو نن خبر ورکړی چې ددوی یوه بې پلوټه الوتکه د غزني ولایت د ګیرو په ولسوالی کې لوېدلې..که څه هم خبر دا نه ده منلې الوتکه دې د طالبانو په ډزو را غورځیدلي وي، د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسینو ته ویلي

نور ولوله »

په کندهار کې د ايساف پر موتر د وژل شوي کوچني د پلار څرګندونى

پينځه كلن ابوبكر د تيرى يكشنبى په ورځ د كندهار ښار په چونى سيمه كى دامريكايانو د يوه موټر يز كاروان لخوا په موټر ووهل شو او شهيد كړ ل شو . د شهيد شوى ابوبكر د پلارحاجى محيب الله په وينا ماشوم زوى يي غوښتل له نږدى دوكانونو څخه د ځا ن لپاره د ماشومانو شيا ن رانيسى او ...

نور ولوله »

ايساف ومنله چې په کونړ کې يې دوه نور ماشومان وژلي دي

نن ټکی آسیا : په افغانستان کې بهرني ځواکونو ومنله، چې پرون يې په کونړ کې دوه ماشومان وژلي او په دې اړه يې پلټنې پيل کړې دي. پرون بهرني ځواکونو ویلي وو چې دوی دوه ماین ښخونکي د څوکۍ په ولسوالۍ کي د هوا څخه په نښه کړي، او وژلي دي، مګر نن یې منلي چې هغه ماین ښخونکي ...

نور ولوله »

امریکايي جاسوس ریمنډ ډیوس پاکستاني محکمي نن په عزت سره بري کړ

نن ټکی آسیا: امریکايي جاسوس ریمنډ ډیوس نن پاکستاني محکمي په عزت سره بري کړی، ځکه چې د مقتولینو وارثانو د خپلو مړو په بدل کې دیه واخیستله. ریمنډ ډیوس چې څه وخت مخکي یې د لاهور په یوه عام بازار کې په سپینه ورځ دوه پاکستاني استخباراتي کسان وژلي وه، او بیا یې یوه بل ملګري چې د کومک ...

نور ولوله »

طالبانو دولت ته تسليم شوي نهه تنه وتښتول

نن ټکی آسیا: طالبانو دولت ته د يوه تسليم شوي طالب قوماندان کور سوځولى او نهه تسليم شوي کسان يې له ځان سره وړي دي. د ارسلاخان په مشرۍ د وسلوالو طالبانو يوه ٣٧ کسيزه ډله، چې په غازي اباد ولسوالۍ کې يې فعاليت کاوه، د روانې مياشتې پر لسمه نېټه له دولت سره يو ځاى او ٢٠ ميله وسلې ...

نور ولوله »

دپیټریس دوروستيو څرګندونو په اړه دطالبانو سپیناوی

په افغانستان کې دناټو ځواکونو عمومي قومندان جنرال ډیوېډ پیټریاس په دې وروستیو کې واشنګټن ته تللی ترڅو دافغانستان دجګړې په اړه له امریکایي اولس او کانګریس سره راپیدا شویو پوښتنو او مخ په زیاتیدونکي نا رضایتۍ   ته ځواب ومومي .

نور ولوله »

ايساف د خپل يو تن عسکر د وژل کيدو خبر ورکړ.

نن ټکی آسیا: ايساف د افغانستان په ختيځ کې د خپل يو تن عسکر د وژل کيدو اعلان وکړ. نن په کابل کې د ايساف د مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې يوه اعلاميه کې وويل شول چې تيره ورځ د افغانستان په ختيځ کې د مخالفينو د بريد له کبله د ايساف يو تن عسکر خپل ژوند له لاسه ...

نور ولوله »