افغانستان

کونړ: پولیسو شل زندانیان ټپیان کړي او ګاز يې پر شیندلی

06378798 400

د کونړ ولایت اسعد اباد مرکزي زندان کې نن زندانیانو يو ځل بیا له دې امله اعتصاب وکړ چې د زندان پخوانی مدیر سمیع الله ننګیالی يو ځل بیا په خپله دنده ګمارل شوی دی، چې مخکې د بنديانو د سختو شکنجو او وهلو ډبلو له امله له دندې لرې شوی و. يوې باوري سرچينې نن ټکی اسیا ته ويلي چې ...

نور ولوله »

والي: د غزني په پنځو ولسوالیو کې به ټاکنې ناشونې وي.

musa

د غزني والي موسى خان اکبرزاده رسنیو ته ويلي د چې د غزني په ګيرو، زنخان، اب بند، رشيدان، خوږياڼو ولسواليو کې به ټاکنې له سختو ننګونو سره مخ وي او خلکو ته به ناشونې وي چې په ټاکنو کې ګډون وکړي.د اکبر زاده په وينا، ناوه ولسوالۍ له تېرو اوو کلونو د دولت د وسله والو مخالفينو سره ده، ...

نور ولوله »

ایساف: د کابل په پرونۍ چاودنه کې مرګ-ژوبله نلرو

isaf logo 640

نن ټکی آسیا: ایساف ومنله ، چې د کابل ولايت په ده سبز ولسوالۍ کې د دوی د ځواکونو پر يوه موټر د ماين چاودنه شوې ده.د ایساف د مطبوعاتي دفتر له لورې په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دا چاودنه پرون د کابل په ده سبر ولسوالۍ کې د دوی پر یوه موټر شوې.

نور ولوله »

د امریکا وروستۍ غوښتنې ته د طالبانو توند غبرګون

taliban-logo

نن ټکی آسیا: طالبانو څو شیبې وړاندې نن ټکي آسیا ته د امریکا د وروستۍ غوښتنې په باب،چې ګواکې دوی دې وسلې پر مځکه کښېږدي او له افغان حکومت سره دې مذاکراتو ته غاړه کښېږدي، یوه تونده اعلامیه را استولې.

نور ولوله »

امریکا له طالبانو وغوښتل چې له افغان حکومت سره مذاکرات پیل کړي

white-h

نن ټکی آسیا: امریکا یو ځل بیا له طالبانو وغوښتل چې له افغان حکومت سره د سولې خبرې اترې پیل کړي.امریکا وروسته له هغې د طالبانو او کابل چارواکو ترمنځ د مذاکراتو د پيلولو خبره کوي، چې طالبانو د جمعې په ماښام د کابل په لبناني هوټل د یوه بېساري سرتېري برید په ترڅ کې د امریکایانو په شمول ګڼو ...

نور ولوله »

طالبانو په ميوند کې د لوبغاړو وژل وغندل

482304 420506001372445 432935476 n

د وسلوالو طالبانو لخوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تېره ورځ ماذدیګر د کندهار په ميوند په ولسوالۍ کې د فوټبال درې لوبغاړي وژل شوي او څلور ټپيان شوي وو او دوی دا عمل په سختو ټکو غندي او د وژل شوي ځوانانو په وژنه ژوره خواشيني څرګندوي. په اعلاميه کې راغلي چې داسې کارونه تل د ...

نور ولوله »

جوبایډن د کال تر پایه له افغانستانه د ټولو ځواکونو پر ایستلو ټينګار وکړ

Jo-Badon

نن ټکی آسیا: د امریکا د متحده ایالاتو د ولسمشر بارک اوباما مرستیال جوبایډن د روان کال تر پایه له افغانستانه د خپلو ټولو ځواکونو پر ایستلو ټينګار کړی. د امریکا یو شمېر نظامي چارواکو وال سټریټ ژورنال ته ویلي،په داسې حال کې چې د کابل-واشنګټن امنیتي تړون برخلیک لا هم په تیاره کې دی، د جوبایډن هڅو او څرګندونو ...

نور ولوله »

نورستان کې د بې پېلوټه الوتکې په برید کې ۹ تنو ته مرګ-ژوبله اوښتې

drone.fall-down

نن ټکی آسیا: د نورستان ولایت سیمه یېز چارواکي وايي ،چې د شنبې په ورځ ناوخته امریکايي بې پېلوټه الوتکې د دغه ولایت په کامدیش ولسوالۍ کې د طالبانو پر یوه ډله باندې برید کړی دی. د نورستان د امنیه قوماندان رسنیو ته د امریکايي بې پېلوټه الوتکې برید تائید کړی، خو د ملکي تلفاتو په باب یې له څه ...

نور ولوله »

کابل: درې پولیس افسران د پلټنې په موخه له دندې ګوښه کړای شول

kabl

دکورنیو چارو وزیر د کابل ښار د لسمې حوزې درې پولیس افسران له دې امله له دندې ګوښه کړل چې تېره شپه د کابل په حساسه green zone “وزير محمد اکبرخان” سیمه کې پر يو لبناني رستورانت طالبانو ډله ايز سرتيري بريدونه وکړل. د پېښې په تړاو دلسمې حوزې له افسرانو پلټنې روانې دي. د کورنيو چارو وزير محمد عمر “داوودزي” ...

نور ولوله »