افغانستان

د افغانانو د وژلو په غندنه هراتیانو د ایران په ضد لاریون وکړ

iranian-border-forces-mistreat-afghan-refugees

نن ټکی آسیا: نن د هرات ولایت په مرکز کي ګڼ شمېر افغانانو د ایران په ضد په لاریون لاس پوري کړ، چي څه موده وروسته په تاوتریخوالي بدل شو. د هرات څخه خبرونه وايي چي لاریون کونکي د ایران د قونسلګرۍ مخي ته را ټول شوي وه، او د ایران په ضد یې شعارونه ورکول، او په ورته وخت ...

نور ولوله »

نیویارک ټایمز : طالبانو دحکومتي لوړپوړو چارواکو خوب تښتولی

بصیرسالنګی په خپل دفتر کې له کلاشینکوف سره امریکایي ورځپاڼې نیویارک ټایمز په یوه اوږده راپور کې دا مسئله راپورته کړې ، چې دطالبانو دپرلپسې بریدونه له امله  په لوړپوړوافغان چارواکو څومره وارخطایي ګډه شوې ، او ترکومه حده دمرګ او ژوند  دامیدونو په کشمکش کې  ساه اخلي .

نور ولوله »

سرچينې: پر اسدالله خالد بريد د هغه نژدې ملګري کړی

د افغانستان د ملي امنيت پر رييس باندي د بريد په هکله نن ټکي آسيا ته نوي مالومات رسیدلي دي. د دغو مالوماتو له مخې ويل کيږي چې پر ښاغلي خالد دغه بريد ده ته يوه ډير نژدې کس چې په ملي امنيت کې دنده لرله تر سره شوی دی. د افغانستان د ملي امنيت رياست ته نژدې باوري سرچينو ...

نور ولوله »

د ایساف عمومي قومندان پر ټپي شوي اسد الله خالد پوښتنه کړې

gen-john-allen

نن ټکی آسیا: د ایساف عمومي قومندان امریکايي جنرال جون آلن د بګرام هوايي ډګر په روغتون کي بستر پر اسد الله خالد باندي پوښتنه کړې، او څه وخت یې د هغه د کټ سره تیری کړی دی. په کابل کي د ایساف د مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې اعلامیه کی ویل شوي چي تیره ورځ جون آلن د ...

نور ولوله »

طالبان وايي اسد الله خالد د سرښندونکي برید له کبله سخت ټپي او د کوما په حالت کی دی

نن ټکی آسیا: نن مازیګر د افغانستان په پلازمینه کابل کي د استخباراتو په یوه میلمستون کي دننه چاودنه وشول، چي له کبله یې درنه مرګ ژوبله اوښتې.د راپورونه سره سم په دغه چاودنه کي چي ګومان کیږي، د سرښندونکي برید په ترڅ کي به را منځته شوې وي، په کښي د افغانستان د استخباراتو رئیس اسد الله خالد هم ...

نور ولوله »

افغان پوليس خارجيانو ته د ماشومانو د فحاشۍ په موخه دلالي کوي

د افغانستان لس کلن اشغال له هغه ځايه چې په افغانستان کې يې په ټولنيزه کچه بیلابيل نقصانونه ورسول، په افغاني ټولنه کې د فحشاء او اخلاقي فساد خپراوی بله هغه بلا ده چې دغه ناروا يرغل زيږولي ده. نه يواځې اخلاقي فساد، بلکې پدغه کار کې د بيوزلو تنکيو ماشومانو کارونې اوس دلته د یوې وبا بڼه غوره کړيده. ...

نور ولوله »

په طالبانو د چاپې پر مهال یوولسو بهرنیو او داخلي عسکرو خپل ژوند له لاسه ورکړ

په پروان ولایت کې ۱۱ بهرني او داخلي عسکر وژل شوي او ګڼ شمیر ژوبل شوي دي. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې خارجي عسکرو او افغاني ملاتړو ئې غوښتل چې د مجاهدینو په یو څلور کسیز ګروپ چاپه ووهي، خو خپله چاپه ورته په بده واوښتله او د ګڼو ټپیانو په شمول ۱۱ تنو په کې خپل ...

نور ولوله »

طالبانو فلسطیني ولس ته مبارکي وویله

تیره اونۍ د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ غړیو هیوادو د رایو په قاطع اکثریت سره د فلسطین هیواد په دې سازمان کې د څارونکي غړي په توګه ومانه. د هغې اعلامیې له مخې چې د ذبیح الله مجاهد له خوا نن ټکی آسیا ته رارسیدلې طالبانو دا کار د ټولې اسلامي نړۍ لپاره یوه لویه لاسته وړنه بللې او فلسطیني ...

نور ولوله »

یوضروری اعلان – د لوګری احمدزی لیکنه

هیله ده چه دتوجووړمووګرزی داچی دامریکاپه مشری بی شمیره کفری ملکونه افغانستان ته راغلی اودمسلمانانود ختمولو زورولولپاره یی لوی اشرکړی غواړی چه داسلام زنده باد ناره څوک پورته نکړی نوهررقم دسیسوته یی لاس اچولی ده ځنی خلک یی په دی ګمارلی دی چی روان جهادی مقاومت ترپاکستان پوری تړی اوداجنګ دهغوی کاربولی اوصرف همداتبلیع کوی ـ اوځینی منافقانوته یی داوظیفه ...

نور ولوله »

“داخله وزارت د خپل عادت له مخې بیا دروغ وویل”

په داسې حال کې چې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد درې ورځې مخکې د کورنیو چارو د وزارت هغه خبر دروغ بللی چې پکې د لسګونو طالبانو د شهادت، زخمي کیدلو، او نیولو دعوه شوې وه، دغه وزارت نن یو ځل بیا ورته ادعا وکړه او په تیره یوه شپه او ورځ کې ئې د طالبانو د ۲۶ تنو ...

نور ولوله »