افغانستان

پکتيکا کې د ګډو ځواکونو پر ضد لاريون وشو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۰لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د پکتيکا ولايت د ګومل ولسوالۍ اوسېدونکو د ګډو ځواکونو په عملياتو کې د ولسي وګړو په وژل کيدو لاريون وکړ او د ګډو ځواکونو په وړاندې يې شعارونه ورکړل. د پکتيکا په مرکز ښرنه کې د ګومل ولسوالۍ يو شمير اوسېدونکو راټول شوي وو او د په ولسي وګړو يې د امريکا يي ...

نور ولوله »

امريکا په تېرو لس مياشتو کې په افغانستان کې شپږ زره بمونه غورځولي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۰لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د امريکا دفاع وزارت «پنټاګون» ویلي، چې امريکايي جنګي الوتکو د روان ۲۰۱۸ کال په تېرو لسو مياشتو کې په افغانستان له شپږ زرو زيات بمونه غورځولي دي. پنټاګون وايي، په دغو بمباريو کې ايف شپاړس، بي ۵۲، اي سي او توغندي ويشتونکي جنګي الوتکو برخه اخيستې ده. دا بمبارۍ په داسې حال کې ...

نور ولوله »

زاخېلوال د سولې لپاره د حکومت هڅې نمایشي او پروژه‌يي بولي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۰لېندۍ، ۱۳۹۷ل): په پاکستان کې د افغانستان پخواني سفیر ډاکټر حضرت عمر زاخېلوال وايي چې د سولې په نوم د حکومت هڅې پروژه‌يي، نمایشي او د مرستو د را جلبولو هڅې دي. ارګ دوه ورځې وړاندې په ژینو کې د سولې د خبرو اترو په نوم د «مذاکراتي ډلې» اعلان وکړ، چې مشر يې عبدالسلام رحیمي ...

نور ولوله »

تخار: د کندوز اربکی قومندان ځانګړو ځواکونو محاصره کړی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۰لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د تخار چارواکي وايي د کندوز په خان اباد کې اربکی قومندان نوید د تخار په مرکز کې د ځانګړو ځواکونو له لوري محاصره شوی دی. د دې ولایت د امنیه قومندانۍ امر نظام الدین غوري وايي، هغه تېره ورځ کندوز کې له امنیتي ځواکونو سره چې د ده د نیولو لپاره ورغلي و، ...

نور ولوله »

غزني؛ ګیلان کې هوايي برید حامله مېرمن هم تر خاورو لاندې کړه

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۰لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د غزني په جاغوري ولسوالۍ کې د جګړې له توندېدو وروسته د ګیلان د رسنې سیمې اوسېدونکو وویل، چې هوايي بریدونه پرې ډېر شوي او له جاغوري نه ړانده توپونه ور توغول کېږي. دوی چې تېره اوونۍ هم دوه ځلې لاریون وکړ، دعوه کوي چې حکومت د جاغوري د جګړې غچ په ګیلان کې ...

نور ولوله »

د سولې هڅې؛ له خلیلزاد وروسته الیس ویلز هم د امریکا د بېړې خبره کوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۰لېندۍ، ۱۳۹۷ل): څو ورځې وړاندې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي ډاکټر زلمي خلیلزاد وویل، چې افغانستان کې د سولې لپاره امریکا ډېره په بېړه کې ده. تازه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د جنوبي اسیا په چارو کې مرستیالې الیس ویلز هم د واشنګټن د بېړې یادونه کړې. ویلز له ازادۍ راډیو ...

نور ولوله »

روسیې د مسکوغونډې اړوند د ملي امنیت د سلاکار څرګندونې رد کړې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۰لېندۍ، ۱۳۹۷ل): روسیه وايي د مسکوغونډې د جوړېدو موخه يې په افغانستان کې د روانې جګړې پای او د خبرو اترو له لارې حل کولو. څو ورځې وړاندې د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب په یوه تلویزوني مرکه کې وویل، چې په یاده ناسته کې روسيې خپلې ګټې درلودې او د حکومت «خپلواکۍ» ته «شک» پکې ...

نور ولوله »

جمعیت که له «ملي ائتلاف» سره هوکړې ته ونه رسېږي، خپل نوماند معرفي کوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۰لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د جمعیت اسلامي د رهبري شورا غړی محمد اسماعیل خان وايي که د دوی ګوند له لوی ملي ائتلاف سره هوکړې ته ونه رسېږي نو راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته به خپل نوماند معرفي کړي. اسماعیل خان نه دي ويلي چې له دې ائتلافه د جلا کېدو هوډ لري، خو زیاتوي چې لا هم د ...

نور ولوله »

روغتيايي سازمان: افغانستان کې د پولیو پېښې دوه برابره شوې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۰لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د روغتیا نړۍوال سازمان وايي افغانستان کې د تېر کال په پرتله د پولیو پېښې دوه برابر زیاتې شوې دي. د دې سازمان د بېړنیو حالاتو د نړۍوالې کمېټې مشرې هلین ریس رویټرز ته ویلي چې د پولیو ویروس په افغانستان او پاکستان کې په تېزۍ سره خورېږي. د سرچینې په وینا تېر کال ...

نور ولوله »

کابل؛ طالبانو سروبي کې چورلکه غورځولې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۰لېندۍ، ۱۳۹۷ل): طالبان وايي د کابل په سروبي ولسوالۍ کې يې د ملي اردو یوه چورلکه را غورځولې ده. پېښه تېره ورځ نږدې غرمه مهال د سروبي په انارګي سیمه کې وشوه، چېرته چې د طالب سرتېرو حضور پراخ یادېږي. طالبانو په خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي، چې لا يې هم د ځاني تلفاتو په اړه ...

نور ولوله »