افغانستان

کرزی: پر پاکستان باندی د برید په صورت کې به افغانان د پاکستان ملاتړی وکړي

نن ټکی آسیا: د افغانستان ولس مشر حامد کرزي نن د جیو تلویزون سره په خبرو کي وویل که چیري امریکا یا هندوستان پر پاکستان باندي برید کوي، نو افغانستان به د همسایه توب او ورورولي پر بنا باندي د پاکستان ملاتړي کوي. هغه زیاته کړه چي پاکستان او افغانستان وړونه هیوادونه دي، او افغانان به د پاکستان هغه احسان ...

نور ولوله »

پکتیا : د ۴۷۰ سوه زره ډالرو په ارزښت د جرګو خونه جوړه شوه

  ( شنبه د تلې ۳۰ مه ) د پکتیا مرکز ګردیز کی یو ستر تالار د جرګو او مرکو خونی په نوم جوړ او د یو لړ خاصو مراسمو په ترڅ کی ګټی اخیستنی ته وړاندی شو د غه ودانۍ چی د سلاکار وزیر او پکتیا والی ډګر جنرال جمعه خان همدرد لخوا پرانیستل شوه ، د قومی مشرانو ...

نور ولوله »

پکتیا – والی ته د ستاینی مډال ورکړل شو

سلاکار وزیر او د پکتیا والی ډګر جنرال جمعه خان همدرد  د پکتیا  ولسونو لخوا په یوه لویه غونډه کی وستایل شو او د ښی بیا رغاونی له کبله یی ورته مډال ورکړ په دغه مډال کی لیکل شوی چی ( د ښو خدمتو نو له کبله سلاکار وزیر او د پکتیا والی ډګر جنرال جمعه خان همدرد ته د ...

نور ولوله »

زابل: د یولسو تنو طالبانو د وژل کیدو او ۲ تنو نورو نیول کیدو ادعا وشوه

نن ټکی آسیا: د زابل ولایت د شهر صفا ولسوال ښادي خان وايي چي تیره شپه د بهرنیو ځواکونو له خوا د شهر صفا ولسوالۍ د ملزي په سیمه کې د طالبانو یو قومندان حقمل پر ملګرو هوايي او ځمکني عملیات تر سره شول، چي په ترڅ کې د چارواکو په وینا ۱۱ تنه طالبانو وژل شوي دي، او دوه ...

نور ولوله »

کنړ: د بهرنیانو په بمباری کې ۱۳ تنه ملکي وګړي ټپيان شول

نن ټکی آسیا: د کنړ ولایت د غازي اباد په ولسوالۍ کې د ایساف د ځواکونو د بمباری له کبله ۱۳ تنه ملکي وګړي ټپيان شول. د ایساف رسنیز مرکز وویل چي تیره ورځ د کنړ ولایت د غازي اباد په ولسوالۍ کې دایساف پر ځواکونو باندي د طالبانو د یوه کمین په ترڅ کې وسلوال برید تر سره شو، ...

نور ولوله »

دفواید عامي وزارت: ډیر ژر به داورګاډي دپټلي دجوړولو کار پیل کړو

(نن ټکی ا سیا اکتوبر۲۰۱۱/۲۱) دافغانستان او ترکمنستان ترمنځ داور ګادي دپټلی دغزلو دتخنیکي څیړنو کار داوطلبي ته اچولی دي. دافغانستان  فوايد عامي وزارت مرستیال وزیر احمد شاه واحدي له خبري رسنیو سره دخبرو پروخت وویل، دافغانستان او ترکمنستان ترمنځ داور ګادي د ۲۲۰ کیلومټره پټلي دغزیدلو لپاره یوه میاشت مخکی لا دغه کار دنړیوالو شرکتونو په وړاندی داو طلبی ...

نور ولوله »

هلمند: د چاودنی مرګ ژوبله واړوله

(نن ټکی اسیا اکتوبر۲۰۱۱/۲۰) دسړک له غاړي بمي چاودنه کی څلور کسه وژل شوی او دری نور ژوبل شوی دي. چاودني  هلمند ولایت په خانشین ولسوالي پوری تړلی تاغز سیمه کی رامنځ ته شوی ده، دهلمند ولایت څخه رسمی سرچینو خبرورکړی دي چی دسړک دغاړی دعامو خلګو موټر په نښه کړ ي دی، ژوبل کسان دپیښي وځای ته څیرمه دایساف ...

نور ولوله »

فرانسه له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو ايستل پيل کړل

پرون د چهارشنبې په ورځ له افغانستان څخه د فرانسوي ځواکونو د ایستلوا په لړۍ کې چې ولسمشر (نیکولا سرکوزای) اعلان کړې وه لومړۍ جوپه اویستل شوه. د دفاع وزارت سرچينو دا خبره په ډاګه کړه چې نن (چهار شنبه) به ۲۰۰ فرانسوي ځواکونه چې په افغانستان میشت دي خپل هيواد ته به را ګرځي.

نور ولوله »

هرات: چاودني پولیسو ته مرګ ژوبله واړوله

(نن ټکی اسیا اکتوبر۲۰۱۱/۱۹) دسړک دغاړی بمی چاودني دهرات په ولایت کی پنځه پولیسو ووژل، دهرات ولایت دپښتون زرغون ولسوالي وسلوال له خبری رسنیو سره دخبرو پروخت وویل چاودنه دهرات ولایت دپښتون زرغون په ولسوالي کی رامنځ ته شوی ده چي دیوه افسر په شمول څلو تنه پولیس یی وژلی دی. دچاودني پړه تراوسه پوري کوم لوري پر غاړه نه ...

نور ولوله »

وردګ: دبهرني تیري په صورت کی نړیوا لي مرستي ته اړتیا لرو

(نن ټکی اسیا اکتوبر۲۰۱۱/۱۹) دافغانستان ددفاع وزیر عبدالرحیم وردګ دیوی خبري غونډي پروخت خبري رسنیوته وویل، هیواد یی دبهرنی تیري  په صورت کی نړیوالي مرستی ته اړتیا لري، اوپه خاصه توګه هغه وخت کله چی په ۲۰۱۴ کال کی  نړیوال ځواکونه له افغانستان څخه ووزي. که څه هم نوموړی زیاته کړه چی افغاني ځواکونه اوس ددي توان لری چی دوسلوالو ...

نور ولوله »