افغانستان

طالبان: د پل چرخي څخه پنځلس تنه بندي طالبان په تيښته بریالي شوي دي

نن ټکی آسیا: د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه خبرپاڼه کې چي نن ټکی آسیا ته یې هم یوه کاپي رالیږلي، ویلي چي ددوی پنځلس تنه مجاهدین (طالبان) د پنجرو په ماتولو او نورو تاکتیکونو کارولو سره وتوانیدل چي د پل چرخي د زندان د شپږم بلاک څخه په تیښته بریالي شي. نومړي ویلي چي دغه پنځلس کسان ...

نور ولوله »

کندزعلې آباد اوسیدونکې د بیارغونې په برخه کې دولت په نه پاملرنې تورنوئ

د کندوز ولایت علې آبادولسوالۍ اوسیدونکې په دولت نیوکه کوي چې دیوې لسیزې په تیریدو سره یادی ولسوالۍ سړکونه وران، ښوونځې يي پرته له ودانیو اود رنځورانو لپاره روغتیاېې مرکزونه نلرئ . دغه اوسیدونکې وايي د کندوز د نورو ولسوالیو په پرتله علې آباد ولسوالۍ ته پاملرنه نده شوي، تردی دمه په دغه ولسوالۍ کې  روغتیایې مرکزونه ، سړکونه نشته ...

نور ولوله »

د طالبانو په برید کې جنرال ډیمپسي بچ شوی، خو الوتکه یې زیانمنه شوې

نن ټکی آسیا: د طالبانو د توغندی په برید کې د امریکا د ګډو ځواکونو قومندان جنرال ډیمپسي الوتکه زیانمنه شوې، او دوه امریکايي نظامي مسئولین ټپیان شوي دي. په کابل کې د ایساف د رسنیز مرکز څخه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چي تیره شپه د بګرام پر هوايي ډګر دوه توغندی وویشتل شول، چي له ...

نور ولوله »

د اختر په ورځ هم افغاني عسکر پر بهرنیانو ډزي وکړي، لږ تر لږه یې یو وژلی

نن ټکی آسیا: د اختر په ورځ هم د افغان پولیس په یونیفارم کې یو تن پر بهرنیو ځواکونو ډزي کړي چي له کبله یې یو تن بهرنی عسکر وژل شوی دی. په کابل کې د ایساف د مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کي ویل شوي چي نن د افغانستان په جنوب کې یوه تن چي د افغان ...

نور ولوله »

ایساف: د بامیان په چاودنه کې مو ۳ تنه عسکر وژل شوي- طالبان: ۱۲ بهرنیان وژل شوي

نن ټکی آسیا: د بامیان ولایت د کهمرد ولسوالۍ د کلیج د سیمي څخه عیني شاهدانو خبر ورکړی چي نن د کوچني اختر په لومړی ورځ د بهرنیانو ځواکونو پر یو لوی زرهپوښ موټر ماین وچاودېد، چي له کبله یې د لسو تنو په شا وخوا کې بهرني عسکر وژل شوي او ټپيان شوي دي. هغوی ویلي چي د پيښي ...

نور ولوله »

کندوز کې دافغانستان د خپلواکۍ ۹۳مه کلیزه ولمانځل شوه

د افغانستان د خپلواکۍ ۹۳ مه کلیزه دهیواد د نورو ولایتونوپه شان په کندوزکې هم د یوې غونډي په ترڅ کې چې دولتې چاروکود ګډون ترڅنګ ددغه ولایت دینې عالمانو،سپین ږیرو،فرهنګې څیرواوخپلواک بنسټونو استازوپه کې برخه اخیستې وه ولمانځل شوه.د یاد ولایت والی محمدانورجګدلک د غونډي برخوالو ته په څرګندونوکې له هغوي وغوښتل چې سره متحداویو موټئ شي نوموړی تیرتاریخ ...

نور ولوله »

طالبانو داستقلال د۹۳یمې کلیزې په اړه خپله اعلامیه خپره کړه

طالبانو دخپلواکۍ دورځې درارسیدوپه مناسبت په یوه خپره شوې اعلامیه کې دافغانستان پر اولس غږ کړی چې داشغال په وړاندې دمقدس جهاد په دې حساسو شیبو کې دخپلواکي دخرڅوونکوسوداګرو په غلطوتوجیهاتوتیر نه وزي او اهیڅ چا ته اجازه ورنکړي چې دستراتیژیک تړون او نورو غولوونکو نومونو ترعنوان لاندې ددې په ګټلو ویاړونو معامله وکړي .په اعلامیه کې اولس ته ویل ...

نور ولوله »

فراه: افغان پوليس د دندې پر لومړۍ ورځ دری امريکايي سرتيري ووژل

دتفصيلاتو ترمخ نن له غرمه مخکې د فراه ولايت په کینيسک نومي سيمه کې يوه افغان پوليس د خپلي دندي پر لومړۍ ورځ دری تنه امريکايان ووژل، ګڼ يې ټپيان کړل او پخپله هم په ځوابي ډزو کې ووژل شو. د محمد اسماعيل په نامه يو ۲۵ کلن ځوان ايله پنځه ورځې وړاندي د افغان پوليسو په ليکو کې جذب ...

نور ولوله »

طالبانو د خپل مشر ملا محمد عمر مجاهد د اختر پيغام نشر کړ

نن ټکی آسیا: نن طالبانو د خپل مشر ملا محمد عمر مجاهد له طرفه د کوچني اختر په مناسبت یو اوږد پیغام خپور کړ، چي پر 35 مادو ویشل شوی، او هر اړخیز مسائل په کښي څیړل شوي دي.په پیغام کې د اختر د مبارکي وروسته د جهادي بهیر تر عنوان لاندي د بهرنیانو په خلاف د طالبانو پر روان ...

نور ولوله »

ایساف: د هلیکوپتر د راغورځېدو له کبله اوه تنه بهرنیان، ۳ د ملي اردو او یو ژباړن ووژل شو

نن ټکی آسیا: نن د افغانستان په جنوب کې د بهرنیو ځواکونو یوه هلیکوپتر الوتکه را وغورځېده چي له کبله يې 7 تنه بهرني عسکر، ۳ د د ملي اردو او یو افغان ژباړونکی ووژل شو. د ایساف په خبرپاڼه کې ویل شوي چي په وژل شویو بهرنیانو کې ۴ تنه د ایساف او ۳ تنه امریکايي عسکر دي. په ...

نور ولوله »