افغانستان

ایساف: د افغانستان په ختیځ کې دوه بهرني عسکر ووژل شول

نن ټکی آسیا: د ایساف له خوا په دوو جلا جلا خبرپاڼو کې تیره ورځ خبر ورکړه شو، چي د افغانستان په ختیځ کې دوه تنه بهرني عسکر ووژل شول. په خبرپاڼو کې راغلي چي لومړی یو تن عسکر د طالبانو په برید کې د افغانستان په ختیځ کې ووژل شو. او بیا یو بل عسکر په همدې سیمه کې ...

نور ولوله »

غزني: طالبانو د لسګونو اربکیانو د وژلو ادعا وکړه

وسله والو طالبانو د غزني په اندړو کې د دوو جلاجلا پيښو پرمهال د لسګونو اربکيانو د وژلو ادعا وکړه. د تفصيلاتو ترمخ طالبانو تېره ورځ د غزني د اندړو په مربوط د علي جان او شهاب خيلو په سيمو کې د دولت پلوه اربکيانو پر دوو مرکزونو بريد وکړ چې په ترڅ کې يې د طالبانو پر وينا ۲۴ ...

نور ولوله »

د افغاني سرتیرو بریدونه پر بهرنیانو د امریکا وزیر دفاع اندېښمن کړی

نن ټکی آسیا: د افغان امنیتي ځواکونو له خوا پر بهرنیانو او امریکایانو ډزي او بریدونه کول، د امریکا واکمنان او په خاصه توګه وزیر دفاع لیون پانیتا اندېښمن کړی دی. نومړي تیره ورځ وویل چي زه د هغو پيښو په اړه ډېر اندښمن یم، په کومو کي چي د افغاني عسکرو په لاس خپل ملګري امریکایان او د ناټو ...

نور ولوله »

طالبان وايي اغاجان معتصم په اسلامي امارت کې هیڅ دنده نلري او نه دامارت نمایندګي کولاي شي

له څه مودې راهیسې دطالبانو دواکمنۍ دمهال دماليې وزارت وزیر ملا اغاجان معتصم په ځینو سیاسي فعالیتونو بوخت دي او په دې اړه یې یو لړ لیدنې کتنې له مختلفو جهتونو سره هم ترسره کړې،نوموړي دې ته لیوال دي چې دافغانستان اوسني کړکیچ ته باید دخبرو او مذاکراتو له لارې دپاي ټکی کېښودل شي ،څو ورځې وړاندې نوموړي دافغانستان دحکومت ...

نور ولوله »

معتصم: د ملګرو ملتونو تور لست دي ختم کړای شي

د طالبانو مشر ملا محمد عمر ته خورا نژدې کس، د طالبانو د دولت د ماليې پخواني وزير او په را وروسته کې د طالبانو دغورځنګ د سياسي کميسون پخواني رييس ملا آغا جان معتصم غوښتنه کړي چې د طالب مشرانو نومونه دي د ملګرو ملتونو له تور لسته و ايستل شي. د نوموړي پر آند دغه ګام به د ...

نور ولوله »

ایساف: سږ کال د ناټو 37 عسکر د افغان عسکرو له خوا وژل شوي دي. طالبان: نن هم 3 امریکايي عسکر ووژل شول

نن ټکی آسیا: د ایساف ویاند نن په مطبوعاتي غونډه کې رسنیو ته وویل چي په افغانستان کې د سږ کال له پیل څخه تر اوسه 37 تنه بهرني عسکر د افغاني عسکرو له خوا وژل شوي دي. د ایساف ویاند ګونټر کیتز وویل چي د افغان پولیسو او اردو له خوا په روان کال کې 27 بریدونه ثبت شوي ...

نور ولوله »

جاپان د افغانستان سره د اصلاح شویو تخمونو په برخه کې د یولس میلیونو ډالرو مرسته کوي

نن ټکی آسیا: تیره ورځ په کابل کې د افغانستان د کرهڼي او اوبو وزارت او د جاپان هیواد تر منځ د اصلاح شویو تخمونو لپاره د یولس میلیونو ډالرو مرستې تړون لاسلیک شو. تړون دکرهڼي او د اوبو لګولو د وزیر محمد اصف رحیمي او د جاپان د سفیر تاکاهاشي، د ملګرو ملتونو د استازي او د جایکا په ...

نور ولوله »

د حامد کرزي او امريکا ترمنځ د تړون خلاف د ملي وحدت او په افغانستان بهرنيو د پوځي اډو سره د مخالفت د جبهې مطبوعاتي اعلاميه

د حامد کرزي او امريکا ترمنځ د تړون خلاف د ملي وحدت او په افغانستان بهرنيو د پوځي اډو سره د مخالفت د جبهې مطبوعاتي اعلاميه بسم الله الرحمن الرحیم زمونږ په تېر تاريخ کې د هېواد ګڼ شمېر واکمنو د يو شمېر اشغالګرو هېوادونو سره شرموونکي تړونونه لاسليک کړي دي، چې ملت ورسره همېشه مخالف و، د دا ډول ...

نور ولوله »

امريکا په خپله ځان ته دښمنان پیدا کوي

د مایکل شیوور سره د روسي تلویزون په حقیقت ډکه مرکه: محترمو کتونکو په خیر راغلاست،  نن زه د یو داسی کس سره ناسته یم چا چې تقریبآ شل کاله  د امریکاد استخبارتي اداری سي آئ اي سره دنده کړې، مایکل شیوور د سي آئ اي لپاره  د اسامه بن لادن د ځنګړی څنګې مشر هم پاتی شوي چې د ...

نور ولوله »

د ایساف پنځه تنه بهرني عسکر ووژل شول

نن ټکی آسیا: د تیري ورځي راهیسي د افغانستان په بیلا بیلو برخو کې د ایساف پنځه تنه بهرني عسکر ووژل شول.د ایساف د خبرپاڼي له مخي چی تازه نشر شوي، ویل شوي چي نن د چارشنبې په ورځ د افغانستان په شمال کې د یوې چاودني له کبله د ایساف دوه تنه عسکر ووژل شول.په خبرپانه کې نه دی ...

نور ولوله »