افغانستان

قيوم کرزى: دسولي په خا طر باید تیر کړه هیر شي

 دسولي دعالي شورای غړو ددولت پر وسلوالو مخالفینو باندې ږغ وكړ، چې د سولې پيل شوي كاروان ته لبيك ووايي. دوى زياتوي، چې جګړه د حل لاره نه ده او بايد مسلې د مذاكراتو له لارې حل شي. په خاكريز ولسوالۍ كې د سولې د عالي شورا د دارانشا د رييس معصوم ستانکزي، د قومونو او قبايلو چارو وزير او ...

نور ولوله »

فراه: په بکوا کې طالبانو د اکمالاتي کاروان ۱۸ عرادې موټر له منځه وړي

نن ټکی آسیا: تیره شپه طالبانو د فراه ولایت د بکوا په ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو پر اکمالاتي کاروان برید کې نیژدې ۱۸ اکمالاتي لوی موټر سوځولي دي، او یو شمیر ساتونکي او چلوونکي يې مړه او ټپیان کړي دي. د طالبانو ویاند قاری یوسف احمدي خبر ورکړ چي تیره شپه طالبانو د بکوا ولسوالۍ په پوزکي سیمه کې ...

نور ولوله »

دزابل اوسیدونکي پدغه ولایت کی دولتي اداري دوي ته په نه پاملرنه تورنوي

ددغه ولایت ډیری اوسیدونکی شکایت کوی اووایی چی اکثره مهال ددولتي ادارومخي ته په ورځوورځودکاردخلاصون په موخه انتظار کوي خوکارونه یی پروخت نه خلاصیږي . دوي وایی ټولي دولتي اداري یوازي دورځي تردولسو بجو کار کوي پداسی حال کی چی رسمیات  تر۴ بجو پوري دی. یاد اوسیدونکی غوښتنه کوی ترڅو لوړ پوړي چارواکی ددغه ستونزي مخنیوی وکړي او خلکو ته ...

نور ولوله »

ریان کروکر: تیري ورځي بریدونه کی دحقاني ډلي لاس درلود

(نن ټکی اسیا سپټمبر۲۰۱۱/۱۴)کابل: په افغانسان کی دامریکي دمتحده ایالاتو سفیر ریان کروکر دیوي خبري غونډي پرمهال وویل په کابل کي دامریکی پرسفارت اودناټوځواکونو پرمرکزي قومنداني باندی په بریدونوکی دحقاني ډله لاس لري، نوموړي زیاته کړه له پولي څخه هغه لورته میشت دحقاني ډله له افغان طالبانو اوالقاعده دواړو خواوو سره یوشانتي اړیکی لري.

نور ولوله »

کابل: د طالبانو د پرون ورځي پيل شوي بریدونه نن پای ته ورسیدل

نن ټکی آسیا: طالبانو او د افغان دولت د کورنیو چارو وزارت اعلان وکړ چي هغه عملیات چي د تیري ورځي راهیسي د کابل په ښار کې د طالبانو له خوا شروع شوي وه، نن پر نهه بجې پای ته ورسیدل، چي شاوخوا شل ساعته يې دوام وکړ خو د مرګ ژوبلي په اړه يې دواړي خواوي بیلابیل معلومات ورکوي. ...

نور ولوله »

تازه خبر: کابل کې درنه جکړه روانه ده ،دچټک غبرګون او نظم عامه پرقطعاتوسرښندونکي بریدونه شوي

نن ټکی اسیا/ نن  دکابل ښار په زړه دعبدالحق څلورلارې ته څیرمه واقع دایساف ځواکونودقومندانۍ پر مرکز ،امریکاسفارت ، او دخارجي ځواکونوپرنورو استخباراتي او پوځي مرکزونه دطالبانو له لوري پراخ وسلوال بریدونه ترسره شول. خبرزیاتوي برید دورځي پر پاوکم یوه بجه پیل شو اوس مهال چې دمازیګرپنځه بجې دي لا جګړه روانه ده .

نور ولوله »

کابل: وسلوالو طالبانو امریکایی سفارت خانه ترسخت اورلاندی راوستلي ده

(نن ټکی اسیا سپټمبر ۲۰۱۱/۱۳) کابل: کابل کی دامریکی سفارت خانه ترسخت برید لاندی راغلی دي، وسلوالو طالبانو سفارت ته څیرمه ترکارلاندي وداني په خپله ولکه کی اخیستي اوله هغه ځایه څخه پرامریکایی سفارت خانه باندي ددرنو اوسپکو وسلوپه واسطه ډزی پیل کړی، له سیمي څخه عیني شاهدان وایی ډزي ډیري شدیدي دي اوسفارت ته څیرمه دچاودنو ږغونه هم اوریدل ...

نور ولوله »

لندن تایمز: طالبان په قطر کې سیاسي نمایندګي پرانیزی

نن ټکی آسیا: برتانوۍ  ورځپاڼې لندن  ټایمز رپوټ  ورکړی چې دوئ ته غربي دپلوماتانو د نوم نه ښودلو په شرط  ویلي چې د روان کال تر اخیره به طالبان په قطر کې  یوه  سیاسي نمایندګي پرانیزی ، او امریکا هم د اغواړي، چې  له دې لارې د طالبانو اوسپینې ماڼۍ  تر منځ په رسمي توګه د سولې  دخبرو اترو لاره ...

نور ولوله »

بشري ټولنه: افغانی پولیس اوځایی میلیشي دعامه خلګو حقوق ترپښولاندی کوی

(نن ټکی اسیا سپټمبر۲۰۱۱/۱۲) دبشري ټولني اداری چی مرکزیی په ینویارک دی په افغاني پولیسو اودحکومت له لوري رامنځ ته شویو ځایی ملیشو تورلګولي دی  چي په هیواد کی دعامه افغانانوحقوق ترپښولاندی کوي. دبشري ټولنی دمرکزله لوري په خپره شوه بیانیه کی راغلی دی چي دغه دواړه اړخونه(پولیس اوځایی ملیشي) په ناحقه دخلګو دوژلو، تښتولو، ویره ولو دقومي اوژبنیزو تعصباتو ...

نور ولوله »

دهلمند دعلماء دشورای غړي ووژل شو

(نن ټکی اسیا سپټمبر۲۰۱۱/۱۲) لشکرګاه: دهلمند ولایت دعلماء دشورای غړي تیرماښام اوه بجي دهلمند ولایت دلښکرګاه ښار دسولی وچوک ته څیرمه دنامالومووسلوالو له لوري په ډزو سره ووییشتل شو چی وروسته یی روغتون ته پر لاره دسختو زخمونو له کبله سا ورکړه. دهلمند ولایت رسمي ویاند داود احمدي له رسنیو سره دخبرو پرمهال وویل مولوی سید محمد تیره ورځ ناوخته ...

نور ولوله »