افغانستان

په کابل کې محصلينو د قرانکريم د سوځولو په غبرګون لاريون وکړ

  سلګونه محصلينو په کابل کې د لاريون په ترڅ کې د امريکايي پادري، چې قران کريم يې سوځولى د محاکمې غوښتنه وکړه او ويل يې، چې د امريکا دولت هم بايد د نړۍ له مسلمانانو بښنه وغواړي. د امريکا په فلوريډا ايالت کې تېره مياشت يوه عيسوي پادري د قران کريم يوه نسخه وسوځوله، چې په غبرګون کې يې ...

نور ولوله »

په لغمان کې د قرآن کریم د سوځېدو په ضد پراخې مظاهرې وسولې

نن ټکی آسیا: نن د لغمان په ولایت کې هم په زرګونو کسانو د قرآن کریم د سوځول کېدو په ضد مظاهره وکړه.. د تفصیلاتو سره سم نن غرمه د په زرګونو کسانو د لغمان ولایت د علینګار ولسوالۍ څخه د مهترلام په لور مظاهره پېل کړه، تر څو د امریکايي پادرې له خوا د قرآن بې حرمتي وغندي، مګر ...

نور ولوله »

د طالبانو په برید کې یو تن د اربکیو قوماندان د خپلو دوو ساتونکو سره ووژل شو

نن ټکی آسیا: نن مازیګر د هرات د شینډنډ ولسوالۍ د- پرمکان- په سیمه کې وسلوالو طالبانو د اربکیو یو تن قوماندن – میرکی- د یوه زون او ساتونکي سره ووژلو. برید کوونکي چې په موټر سایکل راغلي وه، د پيښي له ځایه څخه په بریالیتوب وتښتېده.. په برید کې دوه تنه اربکیان نور ټپيان شوي دي.

نور ولوله »

فاریاب: د سرحدي پولیسو یو تن عسکر دوه بهرني سرتیري په ډزو ووژل

نن ټکی آسیا: نن سهار د افغانستان په شمالي ولایت فاریاب کې د تن افغان پولیس پر بهرنیو عسکرو ډزي وکړې او دوه تنه یې ځای پر ځای ووژل. د فاریاب څخه ځیني معتبرو سرچینو ویلي چې دا پېښه د فاریاب په مرکز میمنه کې په یو عسکري مرکز کې دننه را منځته سوه.. او برید کوونکي افغان سرتیری د ...

نور ولوله »

هلمند: په لښکرګاه کې چاودنه وشوه

لږ ګړی مخکې د هلمند ولايت په مرکز لښرګاه کې  چاودنه وشوه او ويل کېږي ، چې مرګ ژوبله هم لري. دغه چاودنه په لښکرګاه کې د ولايت مقام ته نيژدې د دې ولايت د استيناف محکمې ودانۍ مخې ته شوې ده. له چاودنې وروسته په سيمه کې اور بل دى او د يوه وژل شوي تن د بدن ټوټې ...

نور ولوله »

د هرات ښار ته نیژدې د تیلو په یوه لویه ذخیره کې اور لګیدلی

نن ټکی آسیا: د هرات ښار ته نیژدې د تیلو په یوه لویه ذخیره کې اور لګیدلی. د تفصیلاتو سره سم نن د هرات ښار لویدیځ خواته په پنځه کیلو متری کې د تیلو یوه لویه ذخیره چې د عبد الرحیم مدهوش په نامه سره یادیږی، اور لګیدلی، چې له امله یې لږ تر لږه 2 تنه مړه او یو ...

نور ولوله »

حامد کرزى: د امریکا ګونګرس باید د قرآن کریم سوځول وغندي

ولسمشر حامد کرزي ټولو امنيتي ارګانونو او چارواکيو ته لارښوونه وکړه، چې د لاريونونو پرمهال دې ټينګ امنيتي تدابير ونيسي، څو عامو وګړيو ته مالي او ځاني تاوان ونه رسېږي. د ولسمشرۍ د ويندوى له دفتر څخه رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې حامد کرزي دغه څرګندونې نن د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې د ملي ا ...

نور ولوله »

نن د کندهار به مظاهرو کې 21 تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی آسیا: نن د کندهار په مظاهرو کې لږ تر لږه یو تن مړ او 20 نور ټپیان شول. د کندهار د عامي روغتیا رییس ډاکټر عبد القویم پخلا رسنیو ته وویل چې د کندهار په ښار ، شا او خوا او د دې ولايت د پنجوايي په ولسوالۍ کې د لاريونونو په ترڅ کې د دوه (2) تنو ...

نور ولوله »

طالبانو پر اولسي مظاهرو ډزي په کلکه سره وغندلې

  نن ټکی آسیا: د تیرو درو ورځو راهیسه د افغانستان په بیلا بېلاو ولایتونو کې په امریکا کې د قرآن کریم د سوځولو په ضد پراخې مظاهرې رواني دی، چې ځیني یې د افغان پولیسو له خوا پر مظاهره کوونکو د مخامخ ډزو له وجې په تاوتریخوالي اوښتي، په مزار کې زیات شمېر مظاهره چیانو ته د پولیسو په ...

نور ولوله »

کندهار: یو ځل بیا مظاهرې پېل سوې – ویډیو

نن ټکی آسیا: د پرون په څېر نن هم د کندهار ښار په مختلفو سیمو کې په زرګونو کسانو په مظاهرو کې شرکت کړی، د امریکا په ضد شعارونه ورکوی. تازه خبرونه وايي چې د کندهار په پنجوايي ولسوالې کی هم مظاهرې شروع شوي، او په تاوتریخوالي وروسته تر هغه اوښتې چې پولیسو درې تنه مظاهرچیان ډېر سخت ډبولي، او ...

نور ولوله »