افغانستان

په افغانستان باندې دپخواني شوروي اتحاد دیرغل د۳۲ کلیزې په مناسبت داسلامي امارت اعلامیه

دوه دیرش کاله مخکې د ۱۳۵۸ هـ ش کال دجدي په شپږمه نیټه  دپخواني شوروي اتحاد یرغلګرو ځواکونو  دننیو  امریکايي یرغلګرو  په څیر   دټولو انساني او اخلاقي  معیارونو خلاف زمونږ دهیواد په  خپلواک حریم  یرغل وکړ . سره له دې چې نن له  هغې نیټې تر دری لسیزې زیات وخت تیریږي خو زمونږ په مسلمان کړیدلې اولس  باندې دهماغه وحشیانه  ...

نور ولوله »

د واده په مراسمو کې د شرابو څښلو ۷ تنه و وژل

دا پېښه دوه شپې مخکې د کابل ښار د نهمې امنيتي حوزې اړوند د قابلباى په سېمه کې په يوه کور کې د خوښۍ په يوه محفل کې رامنځته شوه.  د عيني شاهدانو په وينا،په دې محفل کې ٢١ځوانانو په يوه سطل کې الکولي مشروبات برابر کړي او په هغه کې يې يوه دالوبالو نوشابه هم اچولې و،چې د څښلو ...

نور ولوله »

مصری اسلام پالی: سکولارانو مونږ دی ځای ته ورسولو!!!

ښاغلی زمر وایي: سکولران او لیبرلان اوس مهال له تاریخي خجالت سره مخامخ شویدي؛ او پخپله، شیان لکه ازادي او دیموکراسي رده وي. مرکه کونکی: مهرداد فرهمند، بی بی سی- ژباړن: نعیم نسیم،کابل طارق زمر، له دیرش کالو څخه هم ډیر مخکی د مصر د جماعت اسلامي له مشرانو څخه وو او د اسلامی حکومت د منځ ته راوړلو لپاره ...

نور ولوله »

سرښندونکي بريد کې د وولسي جرګې د غړي په ګډون شل تنه ووژل شول.

نن ټکی اسیا دیسمبر۲۰۱۱/۲۵) نن له غرمی څخه وروسته دافغانستان په شمال تخار ولایت کی دیوه سرښندونکي برید له امله دولسي جرګي دغړي عبدالمطلب بیګ په ګډون شل تنه مړه او دپنځو سو کسانو په شااوخواکی ټپیان کړي دي. دتخارولایت دپولیسو یوه لوړ رتبه چارواکی محمود الحسن خبری رسنیو ته ویلي چی نن له غرمی څخه وروسته دتخارولایت مرکزتا لقان ...

نور ولوله »

فراه: د ملي اردو او بهرنیو ځواکونو تر منځ جګړه کې ۳ بهرني عسکر وژل شوي دي

نن ټکی آسیا: د فراه ولایت د پشت رود په ولسوالۍ کې د ملي اردو او بهرنیو ځواکونو تر منځ جګړه شوې، چي په ترڅ کې ۳ تنه بهرني عسکر او د ملي اردو یو سرتیري وژل شوی، او بل ټپي شوی دی. د فراه د ولایت څخه لوړ پوړي چارواکو رسنیو ته ویلي چي نن مازیګر د یادي ولسوالۍ ...

نور ولوله »

بغلان: د کولا په کان کې یو لس تنه کارکونکي وژل شوي دي

نن ټکی آسیا: د بغلان ولایت د نهرین په ولسوالۍ کې د کولا (د ډبرو سکارو) په کان کې د ښویدلو له کبله یو لس تنه د کان کارکونکي وژل شوي دي. د نهرین ولسوالۍ ولسوال مولانا فضل الرحمن ویلي چي د ولسوالۍ اړوند د چنارک په سیمه کې د کولا د کان د ښویدلو له کبله یاده مرګوني پيښه ...

نور ولوله »

هلمند: طالبانو د ګرشک په ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو هلیکوپتر الوتکه په راکټ ویشتلې

نن ټکی آسیا: په هلمند ولایت کې د بهرنیو ځواکونو یو الوتکه را غورځېدلې چي طالبان يې د ویشتلو خبر ورکوي، او ایساف وايي چي ددوی الوتکه د ناڅرګندو علتونو له کبله بیړنۍ ناستي ته مجبوره شوي. د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي رسینو ته ویلي چي تیره ورځ طالبانو د هلمند ولایت د ګرشک ولسوالۍ د آب پاشک په ...

نور ولوله »

سرپل: طالبانو د مخابراتي شبکې دوه انتنونه له منځه وړي

نن ټکی آسیا: د طالبانو د سرپل په ولایت کې د مخابراتي شبکې دوه انتنونه له منځه یو وړل. په دې اړه د سرپل ولایت د والي ویاند سید کریم جاوید رسینو ته ویلي چي تیر ماسختن په سیمه ایز وخت د اوو بجو په شاوخوا کې وسلوالو مخالفینو د سرپل د ښار څخه په شل کیلو متری کې د ...

نور ولوله »

اورګاډي په امتحاني توګه د حيرتان او مزارشريف تر منځ سفر وکړ

نن ټکی آسیا: د افغانستان په شمال کې د لومړی ځل لپاره اورګاډی په امتحاني توګه د حیرتان بندر او مزار شریف تر منځ وچلیده. د افغانستان د فواید عامې د وزارت مرستیال نورګل منګل رسنیو ته په دې اړه وویل چي نن د ازبکستان په پوله د پروت سرحدي ښارګوټي څخه د بلخ تر مرکز مزار شریف پوري اورګاډي ...

نور ولوله »

د افغانستان پارلماني پلاوي د پاکستان دملی شوری ته ورغلل، او د یوشمېر پاکستاني چارواکو سره يې ولیدل

نن ټکی آسیا: د افغانستان د پارلمان یو درویشت کسیز پلاوي د پاکستان د ملي شوری څخه لیدنه وکړه، او هم یې د یو شمېر چارواکو سره ولیدل. د افغانستان د پلاوي مشري چي بسم الله افغان مل او عبد اللطیف پدرام يې کوي، د ملي شوری د لیدني وروسته يې د پاکستان د صدر اعظم یوسف رضا ګیلاني سره ...

نور ولوله »