افغانستان

د افغانستان په جنوب کې یو تن بهرنی عسکر وژل شوی دی

نن ټکی آسیا: نن ایساف په خپله یوه خبرپاڼه کې وویل چي ددوی یو تن عسکر د افغانستان په جنوب کې د یوې چاودني د رامنځته کېدلو له کبله ووژل شو. خبرپاڼي ویلي دا پيښه تیره ورځ را منځته شوله، خو د پيښي دقیق ځای او د عسکر د هویت په اړه هیڅ معلومات نه دي ورکړي. باید وویل شي ...

نور ولوله »

د نن په خونړی ورځ ۱۹ تنه ملکیان شهیدان او زیات شمېر ټپیان شوه

نن ټکی آسیا: د نن ورځي په شروع کې د افغانستان په جنوبي ولایت کندهار کې یوه دردوونکي پيښه د یو څرک د غاړي د بم د چاودني په صورت کې را منځته شوله، چي له کبله يې د کندهار د عامي روغتیا رئيس په وینا ۱۱ کسه مړي او ۲۸ ټپیان د کندهار روغتون ته راوړل شول. د کندهار ...

نور ولوله »

ناټو: یوالماني طالب جنګیالی په افغانستان کی ونیول شو

(نن ټکی اسیا می ۲۰۱۱/۲۴) کابل: ناټو خبرورکړی دی چي مغرب الاصله جنګیالی چي دجرمني تابعیت یی درلود په افغانستان کي ونیول شو، په کابل کی دناټو ځواکونو مطبوعاتي دفتر خبر خپور کړی دي چي نیول شوی جنګیالي له دي سره سره چي نوموړي په افغانستان کي دطالبانوسره په څنګ کی دنړیوالو ځواکونو په خلاف جنګیدي، له بهر څخه دنورو ...

نور ولوله »

د هلمند والي ګلاب منګل د وسله وال برید څخه روغ وتلی

نن ټکی آسیا: نن د هلمند والي محمد ګلاب منګل د یو وسله وال برید څخه روغ ووتی. د تفصیلاتو سره سم نن د هلمند والي ګلاب منګل په یو رسمي سفر د سنګین ولسوالۍ ته تللی وو، چي بیرته لښکرګاه ته د راستنیدو په مهال تر وسله وال برید لاندي راغی. دا پيښه چي د سنګین ولسوالۍ د پیچ ...

نور ولوله »

فراه: د فرنسویانو یوه جنګي جیټ الوتکه لوېدلې

نن ټکی آسیا: په افغانستان کي د میشتو بهرنیو ځواکونو رسنیز مرکز په یوه خبر پاڼه کي ویلي چي د افغانستان په لویدیځ کې ددوی یوه الوتکه غورځیدلې، او په الوتکو کې سپرو کسانو ته کومه مرګ ژوبله نه ده رسیدلې. اعلامیه کې ویل شوي چي تر اوسه د الوتکې د غورځیدو علت نه دی مالوم، او په هکله يې ...

نور ولوله »

افغانستان: داقتصاد وزارت هرولایت ته دوه نیم ملیونه ډالره ورکوي

داقتصاد وزارت غواړي دظر فیتونو دڅرنګوالی په موخه هرولایت  ته  دوه ۲  نيم ميليونه امريكايې ډالره ،په امتحاني ډول د پروژو د تطبيق له پاره وركړي . دغه ګام ترهغه وروسته پورته كېږي چې ،تېركال د پراختيايې بودېجې نيمايې برخه د نه مصرف له كبله بيرته د دولت خزانې ته داخله کړل شوه .

نور ولوله »

د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې د سړک جوړوني پر کارکوونکو چاودنه شوې

نن ټکی اسیا: د کندهار ولایت د پنجوايي ولسوالۍ کې د سړک جوړوني د شرکت د کارکوونکو پر موټر باندي ماین چاودېدلی چي له کبله يې لږ تر لږه ۱۰ کسه مړه او ۲۰ نور ټپیان دي. د پنجوايي ولسوال فضل الدین اغا رسینو ته ویلي چي نن سهار د نهو بجو او پنځه څلویښتو دقیقو په شا او خوا ...

نور ولوله »

ایساف وايي د افغانستان په ختیځ او جنوب کې نن ددوی ۵ سرتیري وژل شوي دي

نن ټکی آسیا: په افغانستان کي میشتو بهرنیو ځواکونو نن د دوشنبې په ورځ د افغانستان په ختیځ او جنوب کې د ماینونو د چاودني له امله خپل د پنځو سرتیرو د وژلو خبر ورکړ. د تفصیلاتو سره سم نن ایساف په دوو جلا جلا خبر پاڼو کې وویل چي نن د افغانستان په ختیځ کې د ماین د یوې ...

نور ولوله »

جنرال پټریوس د کندهار ولایت پنجوايي ولسوالۍ ته سفر کړی

په افغانستا ن كى د ايساف دځواكونو عمومى قوماندا ن جنرا ل ديويد پيتريوس د كندهار په پنجوايي ولسوالۍ كى د افغا ن دولت لاس ته راوړنى حيرانوونكى وبللى . نوموړى د دوشنبى په ورځ د ايساف د ځواكونو ديوشمير لوړ پوړو چارواكو په ملګرتيا د كندهار پنجوايي ولسوالۍ ته سفر كړى وو . په افغانستا ن كى د ايساف ...

نور ولوله »

د لغمان په چاودنه کې ۱۸ تنو اربکیو ته مرګ ژوبله رسیدلې

نن ټکی آسیا: د لغمان د والي ویاند فیضان الله پټان ویلي چي یو تن سر ښندونکي برید ګر د الیشنګ ولسوالۍ د کلا بازار په سیمه کې د یو هوټل مخته ځان وچولو چي له کبله يې ۴ تنه ولسي وګړي مړه او ۱۴ نور ټپيان شوه. پټان زیاته کړې چي ټپيان د لغمان مرکزي روغتون ته رسول شوي ...

نور ولوله »