افغانستان

زابل: د بهرنیانو یو ټانک تخریب او یو سرتیری يي وژل شوی دی

نن ټکی آسیا: ایساف نن اعلان وکړ چي ددوی یو تن بهرنی عسکر تیره ورځ د سړک د غاړي ماین په چاودنه کي ووژل شو. د ایساف مطبوعاتي دفتر رسینو ته ویلي چي پيښه تیره مازیګر د زابل ولایت د کلات ښار د سپيني غبرګي په سیمه کي را منځ ته شوي ده، نومړي سرچیني زیاته کړې چي دوی په ...

نور ولوله »

افغانستان: شمال کې سيلابونو ځاني او مالي زيانونه واړول

(نن ټکی اسیا می ۲۰۱۱/۰۶) د افغانستان په شمالي ولايتونو بغلان او تخار کې د سيلابونو له کبله د څلور تنو پر وژل کيدو سربيره لسګونه څاروي تلف او مالي زيانونه ورسيدل. د بغلان ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند احمد جاويد “بشارت” خبري رسنیوته وويل د هغه سيلابونو له کبله چې تيره ورځ د باران د ورسيدو څخه وروسته راووتل ...

نور ولوله »

لغمان: په ترافیکي پيښه کي ۱۴ کسو ته مرګ ژوبله واوښته

نن ټکی آسیا: تیره ورځ مازیګر مهال د کابل او سروبي پر لویه لاره ترافیکي پيښه را منځته شوه، چي له کبله يې لږ تر لږه ۵ کسه مړه او ۱۹ نور ټپیان شوي دي. دا پيښه چي د واده په مراسمو کي را منځته شوې، په کښي د یوې کورنۍ دوې میرمني، یو نارینه، یو ماشوم وژل شوی دی، ...

نور ولوله »

په خوست کي د چنار کلنۍ مشاعره جوړه شوه

نن ټکی آسیا: په خوست کي د چنار کلنۍ مشاعره د سلګونو شاعرانو او د ادب د مینه والو په ګډون جوړه شوه. دغه مشاعره چي د والي په کور کي تېره شپه جوړه شوې وه، د شپې تر دوو بجو پوري وغځیده، او په کښي د حکومتي چارواکو تر څنګ د افغانستان د مختلفو ولایتونو او پښتونخوا شاعرانو  برخه ...

نور ولوله »

د کندهار راډیو تلویزون ویب پاڼه د فیس نه ادا کولو له وجي بنده شوه

نن ټکی آسیا: د کندهار راډیو او تلویزون ویب پاڼه چي د کندهار په اړه يي ښه خبرونه او مطالب، د کندهار حکومت رسمي خبر پاڼي يې خپرولې، او د خبرونو تر څنګ يې نور هم رنګا رنګ نشرات کول، د ویب هوسټنګ کمفني له لاري ځکه بنده شوې چي د کندهار حکومت يې د تیرو ۲۸ میاشتو فیس نه ...

نور ولوله »

په کندز کي ۴۷ کارتنه شراب نیول شوي

نن ټکی آسیا: روز خبري اژانس خبر ورکړی چي تیره ورځ د کندز په ولایت کي ۴۷ کارتنه الکوحلي مشروبات او شراب ونیول سول. د مخدره موادو سره د مبارزې امر فضل احمد عبرت ویلي چي دغه مشروبات د ګاونډي هیواد تاجکستان څخه افغانستان ته قاچاق کیدل. د نومړي په وینا دغه مشروبات چې د شیرخان بندر له لاري يې ...

نور ولوله »

په کندهار کي افغان ترک لیسې ۴۰ تنه زده کوونکي فارغه کړه

د کندهار په ښار کي د افغان ترک لیسه د افغانستان د جنوبي زون په کچه د یوه عصري او پرمختللیو ښوونیزو لیسو څخه یوه ده، چي د ترکې په مالي مرسته د نورو ولایتو تر څنګ په کندهار کي هم فعالیت کوي. دې لیسي ته هر کال د یو شمېر دولتي ښوونځیو څخه د اتمي ټولګي فارغه شوي زده ...

نور ولوله »

د افغانستان په جنوب کي یو بهرنی سرتیری ووژل شو

نن ټکی آسیا: په کابل کي د ایساف مطبوعاتي دفتر اعلان وکړی چي تیره ورځ ددوی یو تن بهرنی عسکر د افغانستان په جنوب کي د یوې غیر جنګي پيښي له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړ. ایساف ددې پيښي څرنګوالي نه دی ښودلی او نه یې دقیق ځای او د عسکر هویت په ډاګه کړی دی. د ځینو خبري ...

نور ولوله »

په هرات او بادغیس کي باد او بارانو سخت زیانونه اړولي

نن ټکی آسیا: تیره شپه ناوخته په د افغانستان په لویدیڅو ولایتونو بادغیس او هرات کي سخت باد او بارانو لږ تر لږه ۳ تنه مړه او تر ۲۰ زیات ټپيان کړي دي، او زیات شمېر مالي زیانونه یې هم رسولي دي. د بادغیس د والي ویاند حاجي شرف الدین مجیدي تیره شپه ناوخته ویلي چي نن ماسختن د بادغیس ...

نور ولوله »

په ننګرهار کي چاودني شپږ ملکي کسان ټپيان کړي

نن ټکی اسیا: د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد کي یوې چاودني شپږ تنه ملکي کسان ټپیان کړه. د تفصیلاتو سره سم د ننګرهار د والي ویاید احمد ضیاء عبد الزی وویل چي تیر ماښام د جلال اباد د ښار د اسحاق زي مارکیټ ته نيژدې د زرګرانو د کوڅي سره نژدې یوه چاودنه وشوله، چي له کبله يې ...

نور ولوله »