افغانستان

په هلمند کې يو ځل بيا ټيليفوني شبکو خپل فعاليت درولى

په هلمند کې يو ځل بيا ټولو ټيليفوني شبکو خپل فعاليت درولى، خو د مخابراتو وزارت وايي، چې دوى د قانون له مخې پر شبکو فشار نه شي راوړلاى، چې خپل فعاليتونه پيل کړي. په تېرو لسو ورځو کې دا دويم ځل دى، چې په هلمند کې د وسلوالو طالبانو د ګواښ او فشار له امله ټيليفوني شبکې خپل فعاليت ...

نور ولوله »

نوى تعليمي کال نن د ولسمشر لخوا د ښوونځي د زنګ په کړنګولو پيل شو

نوى ١٣٩٠ تعليمي کال نن په رسمي توګه د ولسمشر حامد کرزي له خوا د ښوونځي د زنګ په کړنګولو سره پيل شو . په دغه مراسمو کې لومړى د پوهنې وزير فاروق وردګ په تيرو څو کلونو کې د پوهنې په برخه کې په پرمختګونو او ستونزو خبرې وکړې او ژمنه يې وکړه چې وزارت به يې په ټول ...

نور ولوله »

په سلګونو کيلوګرامه چاودېدونکي مواد کشف او شنډ شوي

نن ټکی آسیا: په وردګ ولایت کې د ريموټ کنټرول شا او خوا شپږ نيم سوه بمونه ، د فدايي بريدونو لس واسکټونه او يوه اندازه نشه يې مواد ونيول شول. د وردګ ولايت د والي وياند شاهد الله “شاهد” ويلي چې تيره ورځ د ملي اردو عسکرو د سيد اباد د ولسوالۍ د (شش ګاو) په کلي کې شپږ ...

نور ولوله »

کندز: چاودنې دوه تنه اربکي مړه او څلور نور ټپيان کړي

نن ټکی اسیا: په کندز کې د یوې چاودني له امله لږ تر لږه دوه اربکیان مړه او څلور نور ټپیان شوي دي. د کندز د والي مرستیال حمید الله ویلي چې نن غرمه د کندز د ښار اړوند د ګل تيپه په سیمه کې د اربکي ملېشو په منځ کې د راکټ یوه مرمۍ وچاودله، او هیڅ زیان یی ...

نور ولوله »

د بهرنيو ځواکونو هوايي بريد څلور تنه ووژل او دوه يې ټپيان کړل

د خوست په صبرۍ ولسوالۍکې د بهرنيو ځواکونو په هوايي بريد کې د يو ماشوم په ګډون ٤ تنه وژل شوي او دوه ټپيان دي. د صبرۍ ولسوالۍ جنايي مدير محمدعلي وويل، چې د بهرنيو ځواکو چورلکو نن سهار د خلبسات ښارګوټي په تېرزي هډه کې پر دوو سراچه ډوله موټرو بمبار کړى دى.

نور ولوله »

په لېبیا کې د امریکا یوه جېټ الوتکه لوېدلې

نن ټکی آسیا: په افریقیا کې د میشتو امریکايي عسکرو یوه ویاند اعلان کړی چې یوه امریکايي جیټ الوتکه (ایف 15 ای) ډوله تېر ماښام په لیبیا کې را غورځیدلې، وروستي خبرونه وايي چې ددغي الوتکي پلوټان خوندي پاته سوي دي. دغه ویاند چې فینس کراولي نومیږي د رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې غالب ګمان دادی چې دا الوتکه ...

نور ولوله »

د افغانستان په ختیځ کې د بهرني ځواکونو دوه سرتیري ووژل شوه

نن ټکی آسیا: د بهرني ځواکونو (ایساف) د مطبوعاتي دفتر څخه نن په یوه اعلامیه کې ویل سوی چې نن د افغانستان په ختیځ کې د مخالفینو په برید کې دوه بهرني عسکر ووژل شوه. اعلامیه دا نه ده څرګنده کړې چې مړي د کوم هیواد دي، او په دقیقه توګه پېښه چیرته را منځته سوې.

نور ولوله »

په اوه ولايتونو کې به د امنيتي چارو د انتقال پروسه پيل شي

نن ټکی آسیا: د افغانستان اولس مشر حامد کرزی نن اعلان وکړ چې دبهرنيو ځواکونو څخه  افغان قواوو ته د امنيتي چارو د انتقال د پروسې په لمړۍ مرحله کې به په اوه ولايتونو کې د انتقال پروسه پيل شي. هغه وويل چې په لمړۍ مرحله کې به د کابل ولايت سروبي د ولسوالۍ څخه پرته د ټول کابل ولايت ...

نور ولوله »

امریکا افغان مړو ته په سپکاوي بښنه وغوښته

د متحدو ايالتونو پوځ د هغو انځورونو له کبله د رامنځ ته شويو پريشانيو له کبله بښنه غوښتې چې باور کېږي په افغانستان کې ددوى د ځينو پوځيانو له خوا اخيستل شوي او د جرمني د ‘شپيگل’ په مجله کې خپاره شول . په دغو تصويرونو کې امريکايي سرتېري ښودل کېږي چې په افغانستان کې د يوه وژل شوي افغان ...

نور ولوله »

طالبانو په هلمند کې د ټولو تليفونونو د بندولو امر كړي

د طالبانو ویاند قاری یوسف احمدي ویلي چې د طالبانو اسلامي امارت پرې کړه کړې چې د هلمند په ولایت کې د تلیفونونو ټول شرکتونه دې خپل انتنونه بند او تر دوهم امر پوري دې مخابراتي چاري په ټپه دوروي. هغه زياته کړې: که چيري هر شرکت د دې امر څخه سرغړونه وکړي نو د هر ډول زيان مسئوليت به ...

نور ولوله »