افغانستان

ټاکنو کمیسیون یو ځل بیا د نوماندانو د نوم‌لیکنې نېته اعلان کړه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۳مرغومي، ۱۳۹۷ل): د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي، سر له ننه (پنجشنبه، ۱۳مرغومي) د ولسمشریزو ټاکنو لپاره نوماند کېدونکي کسان کولی شي خپل نومونه ثبت کړي. د دې کمیسیون د اعلاميې له مخې د ټاکنو د ځنډ له امله د نوم لیکنې نېټه هم وځنډول شوه. وړاندې تر دې د ټاکنو خپلواک کمیسیون د نوم لیکنې لپاره ...

نور ولوله »

د دفاع سرپرست وزیر او د امنیت شورا سلاکار پر احتمالي اوربند غږېدلي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۳مرغومي، ۱۳۹۷ل): د دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد او د امنیت شورا سلاکار حمدالله محب له یو بل سره لیدلي او پر احتمالي اوربند يې خبرې کړې دي. د امنیت شورا د خبرپاڼې له مخې دوی د ځواکونو د تجهیز په اړه د خبرو اترو تر څنګ د احتمالي اوربند په اړه هم خبرې کړې دي. ...

نور ولوله »

د پکتيا خلک د شپنيزو عملياتو د بنديدو غوښتنه کوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۲مرغومي، ۱۳۹۷ل): د پکتيا ولايت اوسېدونکو په شپنيزو عملياتو کې د ملکي تلفاتو پر وړاندې سخت غبرګون ښودلی او له حکومت څخه يې غوښتي، چې له شپنیزو عملياتو او ملکي تلفاتو لاس واخلي. د پکتيا خلکو دا لاريون په داسې حال کې کړی، چې دوه شپې وړاندې په زرمت ولسوالۍ کې د کمپاین ځواکونو د يوې ...

نور ولوله »

هرات: افغان عسکر په ايټالوي عسکرو بريد کړی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۲مرغومي، ۱۳۹۷ل): په هرات ولایت کې یو افغان سرتېري پر نړیوالو ځواکونو باندې ډزې کړي دي. د هرات ولايت د سرحدي پوليسو د قومندانۍ په پنځمه لوا کې يو افغان عسکر په بهرنيو عسکرو ډزې کړې دي خو د چارواکو په وينا چې بهرنيو عسکرو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې. د هرات د ۲۰۷ ظفر ...

نور ولوله »

د سولې شورا یو پلاوی اسلام اباد ته ځي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۲مرغومي، ۱۳۹۷ل): د افغانستان د سولي عالي شورا وايي چې راتلونکې اوونۍ به د دې شورا يو پلاوی د پاکستان پلازمينې اسلام اباد ته سفر وکړي. د سولې د عالي شورا د دارالانشاء مشر محمد عمر دوادزي نن په کابل کې يوې غونډې ته وويل چې روان ميلادي کال د افغانستان له پاره د سولې کال ...

نور ولوله »

ولسي جرګې لومړی ځل د سولې بهیر کې د پاکستان لپاره پر «امتیاز» نیوکه وکړه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۲مرغومي، ۱۳۹۷ل): د ولسي جرګې غړو پر امریکا غږ کړی، چې د سولې بهیر کې باید پاکستان ته امتیاز ور نه کړي او پر ځای يې پر دې هېواد فشار راوړل شي. وړاندې تر دې پخواني ولسمشر تر شل ځله ډېر پاکستان ته سفرونه کړي او محمد اشرف غني هم د شریک واک په نږدې ټوله ...

نور ولوله »

دویم تعقیب: کندهار کې د عسکرو کنډک په تکتيکي چاودنه ويجاړ او لسګونه عسکر وژل شوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۲مرغومي، ۱۳۹۷ل): د کندهار ولايت ميوند ولسوالۍ کې طالبانو د عسکرو پر يوه کنډک تکتيکي چاودنه کړې، چې له امله يې ټول کنډک ويجاړ شوی او لسګونو کومانډو عسکرو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده. د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي رسنيو ته په لېږل خبرپاڼه کې ويلي، چې د ميوند ولسوالۍ په رنګيزانو ...

نور ولوله »

مېلر: د جګړې ټول اړخونه د سولې پلویان دي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۲مرغومي، ۱۳۹۷ل): په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ مېلر ویلي د جګړې ټول اړخونه د سولې پر هڅو بوخت دي او دوی باید له حالاتو سره ځان برابر کړي. مېلر خپلو ځواکونو ته ویلي د سولې لپاره د ښکېلو اړخونو تر څنګ د سیمې هېوادونه هم هڅې کوي، په وینا يې له ...

نور ولوله »

نیویارک ټایمز: پوځي بریا ناشونې ده، له افغانستانه د وتلو وخت دی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۲مرغومي، ۱۳۹۷ل): وروسته له هغه چې له افغانستانه د امریکايي عسکرو د ممکنه وتلو خبرونه خپاره شول، بېلابېل غبرګونونه را وپارېدل، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د افغانستان په اړه واضح څه نه دي ويلي، خو له سوريې د عسکرو په ایستلو يې پرلپسې ټینګار کړی دی. نیویارک ټایمز په پرونۍ ګڼه کې د «له افغانستانه ...

نور ولوله »

کابل؛ یوولسو ناحیو ته ښځينه ښاروالانې ګمارل شوې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۲مرغومي، ۱۳۹۷ل): په داسې حال کې چې د کابل ښاروالۍ د ګډ حکومت له پیله تر اوسه رسمۍ ښاروال نه دی لرلی او د سرپرستانو له لوري اداره کېده، خو تازه يې د یوولسو ناحیو لپاره ښځينه ښاروالانې چې د کابل ښار مرستیالانې هم یادېږي ګمارلې دي. د کابل ښاروالۍ له همدې امله جوړه شوې غونډه ...

نور ولوله »