افغانستان

غزني: په دوو ترافیکي پيښو کې 49 کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

غزني، ( نن ټکی آسیا، 14 مارچ 2011 ): نن سهار په نهو بجو د کابل – کندهار پر لویه لار د غزني ولایت د د مرکز په کروسای سیمه کې د بهرني ځواکونو د اکمالاتي کاروان یو ټېلر موټر له مخامخ راتلونکي 303 موټر سره وجنګید، 303 موټر د هلمند ولایت څخه کابل ته روان وو، چې له امله ...

نور ولوله »

په چاودنه کې څلور پاکستاني کاریګرو ته مرګ ژوبله اوښتې

جلال اباد ( نن ټکی آسیا، 14 مارچ 2011 ): پرون مازیګر ناوخته د ننګرهار ولایت د سرخ رود په ولسوالۍ کې د یوې چاودني له امله یو پاکستانۍ کاریګر مړ او درې نور ټپیان شوي. دغه پاکستانیان په سیمه کې د جومات جوړوني په کارو بوخت وه، چې یوه زړه سرګلوله یې پیدا کړې وه، او هغه یې ټکولې ...

نور ولوله »

هلمند: د لښکرګاه په یوه ځنګله کې اور لګیدلی او سم نیمی سوځلی دی

هلمند (نن ټکی آسیا- 13-مارچ-2011): د هلمند ولایت په مرکز لښګرګاه کې د هلمند د رود پر غاړه ځنګل اور اخیستی او شاوخوا 300 جریبه سوځیدلی او لا اور په کښي بل دی. دا ځنګل چې ټوله په شپږ سوه جریبه مځکه ولاړ دی، او تقریبا نیمی یې سوځلی، عینی شاهدان وايي چې د اور وژني عمله او موټران نشي ...

نور ولوله »

کندهار: بهرني ځواکونو ماشوم په موټر وواهه او ځای پر ځای یې وواژه

كندهار (نن ټکی آسیا 13-مارچ-2011): پرون ورځ د بهرني ځواکونو د کندهار په ښار کې یو ماشوم په موټر ووهه او ځای پر ځای یې وواژه.د سیمي څخه عیني شاهدان وايي چې په موټر کې سپاره عسکر وروسته تر پيښي د موټر څخه را کښته سوله، او هوايي فایرونه یې وکړه، او بیرته په موټر کې سپاره سوله او ولاړه.

نور ولوله »

په دايکنډي کې د ايساف يو عسكر ووژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي

كابل (نن ټکی آسیا 13-مارچ-2011): پرون مازیګر د دایکنډي په کجران ولسوالۍ کې د یو څړک د غاړي په چاودنه کې د ناټو یو عسکر وژل شوی او درې نور ملګري یې ټپیان شوي دي.د ایساف مطبوعاتي دفتر ځیني رسینو ته ویلي چې په ټپيانو کې یو افغان ژباړونکي هم شامل دی.

نور ولوله »

ایساف: د هېواد په جنوب او شرق کې د ناټو دوه سرتیري وژل شوی

کابل( نن ټکی آسیا 13 مارچ 2011): په افغانستان کې د نړیوالو بهرني ځواکونو په یوه اعلامیه کې چې نن یې خپره کړې راغلي چې ددوی دوه عسکر د افغانستان په جنوبي او شرقي سیمو کې وژل شوی. خبرپاڼي ویلي چې د افغانستان په جنوب ددوی یو عسکر د یو ماین په چاوندنه کې او بل په شرق کې د ...

نور ولوله »

طالبانو د څلورو مزدوران غوږونه پرې کول غندلي

نن ټکی آسیا: طالبانو په خپله یوه خپره شوې اعلامیه کې د څلورو مزدورانو غوږونه پرې کول وغندله او دا کار یې د شریعت او خپلو لایحو سره مخالف وښود، او ژمنه یې کړې چې ددغه ناروا عمل کوونکی به ونیسي او مجازات به یی کړي.

نور ولوله »

افغان ولسمشر حامد كرزي نن د کونړ ولایت ته تللی دی

نن ټکی اسیا: ولسمشر حامد کرزی نن د یو دولتي پلاوي سره یو ځای د کونړ ولایت ته تللی دی. ګمان کیږی چې ښاغلی کرزی به د کونړ ولایت په غازی اباد او ماڼوګي ولسوالیو کې د ناټو او امریکايي عسکرو په ګډو عملیاتو کې د وژل شویو ملکي وګړو د کورنیو سره وګوري.

نور ولوله »

په جوزجان کې د سپرلیو ډک دوه موټر تښتول سوي

نن ټکی اسیا: پرون څو نامعلومو وسلوالو چې شمېر یې 20 تنو ته رسیدی، د جوزجان په ولایت کې د اندخوی ولسوالی (فاریاب) او شبرغان (جوزجان) پر عمومی لاری باندي د سپرلیو ډک دوه موټر چې 12 کسه په کښي سپاره وه، له ځانه سره وتښتول. خبرونه وايي چې دغه دوه موټران چې یو یې کرولا او بل سراچه وه، ...

نور ولوله »

په روان میلادي میاشت کې د بهرني ځواکونو د مړو شمېر 12 تنو ته ورسیدی

نن ټکی اسیا: په افغانستان کې میشتو بهرني ځواکونو خبر ورکړی چې ددوی دوه عسکرو پرون خپل ژوند له لاسه ورکړی. په کابل کې د ایساف مطبوعاتي دفتر په خپله یوه اعلامیه کې ویلي چې پرون د افغانستان په جنوب کې د یوې چاودني له امله ددوی یو عسکر ووژل شو.

نور ولوله »