افغانستان

یوه افغان عسکر په بغلان کې 3 المانیان وژلي او 6 نوریې ژوبل کړي دي

نن ټکی آسیا: یوه افغاني عسکر پرون د جمعې په ورځ د افغانستان په شمال کې د المانیانو په پوځي مرکز کې  3 الماني پوځیان وژلي او 6  نوریې سخت ټپیان کړي دي..   د المان  دفاع وزیرویلي داپېښه دبغلان په پلخمري کې  رامنځ ته شوې، نوموړي وویل چې الماني عسکر په یو تخنیکي عمل بوخت وه، چې افغانۍ عسکر ورغلي او ډزي یې ...

نور ولوله »

تازه خبر: په ننګرهار کې فدايي بریدونو۷۰ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

دننکرهار ولایت له مرکز نه مو خبر ترلاسه کړی نن دورځې ۱۲ بجې دجلال اباد په ښار کې دکابل بانګ په ودانۍ طالبانو وسلوال برید وکړ چې له امله یې درنه مرګ ژوبله رامنځ ته شوه. خبرزیاتوي درې تنه چې په وسلوسمبال وو لومړي یې دبانک ساتونکي عسکر وویشتل او وروسته بانک ته ننوتل او پر میشتو حکومتي مامورینو یې ...

نور ولوله »

کاپيسا: یوه هلک خپل پلار په ډزو وویشت

دکاپیسا په ولایت کې یوه څوارلس کلن هلک خپل پلار په ډزو وویشت او ځای پر ځای یې ووژی. خبر زیاتوی پیښه دکاپیسا ولایت دکوهستان ددوهمې برخې ولسوالي په کشک تان سیمه کې هغه وخت رامنځ ته شوه کله چې دلطف الله پلار نوموړي دفټبال له لوبي منع کړ او دملګرو په مخ کې یې هغه تهدید کړي نو لطف ...

نور ولوله »

دایکندي : دواورې دښویدو له امله ۲۱ تنه وژل شوي

له دایکونډي ولایت نه په ترلاسه شویو خبرونو کې ویل شوي ددې ولایت په مختلفو سیمو کې دواورې دښویدو له امله ۲۱ تنه وژل شوي او پنځه تنه نور ټپیان شوي دی . د دایکوندي ولایت والی قربانعلی اروزګاني ویلي دبرف کوچونو له امله دسنګ تخت بندر په ولسوالۍ کې دیوې کورنۍ ۱۶ تنه وژل شوي

نور ولوله »

په افغانستان کي یو نیو زيلنډی عسکر وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي

د نیو زیلنډ د دفاع وزارت ویلي دي چي په افغانستان کي يې یو عسکر هغه وخت مړ سو کله چې عسکري موټر د بامیان په ولایت کې واوښتی، دوه نور عسکر هم په پېښه کې ټپیان شوي دي، نیوزی لینډ وزارت دفاع ویلي چې دادوی دوهم عسکر دی چي په افغانستان کې وژل کیږي، اول عسکر یې تېر کال ...

نور ولوله »

دامریکا دفاع وزارت غواړي پیتریوس له دندې ګوښه کړي

په لندن کې دټایمز مجلې دامریکا ددفاع وزارت په حواله لیکلې پنتاګونو پلان لري چې په افغانستان کې دناټو ځواکونو لوي قومندان جنرل ډیویډ پیټریوس له کار ګوښه کړې او پر ځای یې کوم بل چا ته دنده وسپاري. دامریکا ددفاع وزارت سکرتر ګوریف موریل ډیويډ پیتریوس ستایلي چې په عراق او افغانستان کې یې ډیره ښه دنده ترسره کړې

نور ولوله »

ملا سلام ضعیف: د سولي په اړه برتانیې سره زما خبري بې اساسه دي

نن ټکی آسیا: ملا عبد السلام ضعیف په خپل فیس بوک پاڼه کې هغه خبري په کلکه رد کړي چې ګواکي نومړي برتانیې ته تللی او د سولي په اړه یې د برتانوي او افغان چارواکو سره خبري کړي.. ملا ضعیف وویل چې نه ده داسی یو رنګه بلنه ورکړه سوې او نه دی په اوس وخت کې د هیڅ ...

نور ولوله »

دهیواد مشهور عالم خلیفه صاحب عنایت الله (مشهورپه کسټم خلیفه صاحب ) له فاني دنیا سترګې پټې کړې

په ډیره خواشینۍ سره موخبرترلاسه کړ چې دهیواد وتلی  او مشهور عالم پیر طریقت او شریعت  خلیفه صاحب عنایت الله (مشهور په کسټم خلیفه صاحب ) دورپیښې ناروغۍ له امله  د۸۲ کالو په عمر  نن دوشنبه  دسهار پر اتو بجو دپاکستان  دکراچې په ښار کې  له دې فاني دنیا نه دابدنړۍ ته رخصت شو .انالله واناالیه راجعون

نور ولوله »

په جلا جلا پېښو کې د برتانیې 3 عسکر وژل شوي دي

نن ټکی آسیا: د برتانې وزارت دفاع ویلي چې په دوو جلا جلا پېښو کې ددوی درې عسکر وژل شوي دی.. چې دوه یې د یو اور په ترڅ کې چې دننه د عسکرو په قرار ګاه کې لګېدلی وو، وژل شوي، او یو بل پرون د هلمند د نهرسراج په سیمه کې د څړک د غاړي بم په چاودنه ...

نور ولوله »

د فنلينډ يو عسكر په افغانستان کې وژل شوی

نن ټکی آسیا: د فنلینډ فوځ نن په یوه اعلامیه کې ویلي چې ددوی یو عسکر د افغانستان په شمال سمنګان ولایت کې د څړک د غاړي په بم وژل شوی دی.د فنلینډ وزارت دفاع ویاندي ویلي چې ددغه عسکر په موټر باندي بم چاودلی او دی ځای پر ځای وژل شوی، مګر ده دا هم ویلي چې بل چاته ...

نور ولوله »