افغانستان

طالبانو یو وار بیا د بګرام هوايي ډګر تر برید لاندی را وستلی

نن ټکی آسیا: د طالبانو ویاند ‍ذبیح الله مجاهد ویلي چې ددوی مجاهدینو پرون د لس بجو په شا او خوا د بګرام پر هوايي ډګر دوې توغندی وار کړي، او په هدف لګیدلي دي، چې له امله یې په هوايي ډګر کې مېشت قواو ته دروند زیان اړولی. د بلي خوا د ایساف مطبوعاتي دفتر دغه پېښه منلي او ...

نور ولوله »

برطانیه: شاهزاده هیري غواړی یو ځل بیا افغانستان ته راشي

نن ټکی اسیا: شاهزاده هیري له دي څخه مخکي هم له ۲۰۰۷بیا ۲۰۰۸ کال پوري په هلمند کی له برطانوي قواوو سره یوځای دنده ترسره کړیده. خوپه هغه وخت کي دنوموړي په اړوند چاته معلومات نه وو اوپه هلمند کي یی دهوایی بریدونو دترتیبلو اوهوایی قواوو ته دهدفونو ورکولو دنده په غاړه لره

نور ولوله »

تازه خبر: په فدايي برید کې دکندز امنیه قومندان وژل شوی

تازه معلومات :دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهدرسینوته په یو ه خبرپاڼه کې چې دایمیل له لارې یې رسنیو ته لیږلې ویلي، ددوي یو تن قهرمان مجاهد جواد لخوا دکندز پر امنیه قومندان سیدخیلي باندي فدايي برید ترسره کړی خپرپاڼه زیاتوی په برید کې دامنیه قومندان په شمول ۱۸ تنه پولیس او دولتي کسان ووژل شول او ګڼ شمیر ټپیان شول. په خبرپاڼه کې راغلي ...

نور ولوله »

احمد ولي کرزى : د ناټو په عملياتو کې مې د اکا زوى وژل شوى

د ولسمشر کرزي ورور احمد ولي کرزى وايي د ناټو په عملياتو کې د دوى د اکا يو زوى حاجي يار محمد خان وژل شوى دى .د بي بي سي له پښتو وېبپاڼې سره په خبرو کې احمد ولي کرزي وويل دى په دې نه پوهيږي چې ولې د کرز په سيمه کې عمليات شوي دي.د دوى په وينا دغه ...

نور ولوله »

په کندهار کې دبهرنیو ځواکونو پر ضد پراخه مظاهره روانه ده

له کندهار ولایت نه په ترلاسه شوي خبر کې راغلي  اوس مهال دکندهار دولایت مقام مخي ته په سلګونه تنه راټول شوي دبهرنیو ځواکونو او کابل ادارې دچارواکوپرضد شعارونه ورکويخبرزیاتوي په سلګونو تنو وروسته له هغه په لاریو ن او احتجاجي مظاهرو لاس پوري کړ چې تیره شپه دکندهار دژیړي ولسوالي دپاشمول دکلاچو په سیمه کې دبهرنیو ځواکونو اوکورنیو عسکرو ...

نور ولوله »

کرزی : دښځو په وړاندي زورزیاتی باید ونشي، نارینه که ډیر زورواکي وي دهیواد دپولوساتنه دی وکړي

نن ټکی اسیا: دښځو دنړیوالي ورځي په مناسبت دکابل دحبیبیه لیسی په انګړکي حامد کرزي دخپلي وینا په ترڅ کی افغاني میرمنو ته ډاډګیرنه ورکړه. چي له طالبانوسره خبري کول به دافغاني میرمنو حقوق ترپښولاندي نکړي اوددولت لطرفه دطالبانو سره خبري کول باید ښځي په ویره کي وانه چوي.

نور ولوله »

راپور: په يوه اونۍ کې امريکايي ځواکونو دهلمند 52 ملکي وګړي شهيدان کړي

امريکايي ځواکونو په دې وروستیو کې دهلمند ولايت دسنګين په جګړه څپلي ولسوالۍ کې چې ددې ولايت له مرکز لشکرګاه ښارنه شمال لوري ته په اويا کيلو متري کې دهلمند د سيند په غاړه پرته ده، خپلو ناروا او وحشيانه عملياتو ته خورا زور ورکړی چې په نتيجه کې يي ددې ولسوالۍ اکثره خلک له سیمي نه تښتيدلي او يا ...

نور ولوله »

جلال اباد: دوو پر لپسې چاودنو 27 امنتي او دولتي چارواکو ته مرګ ژوبله واړوله

نن ټکی آسیا: نن د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد کې دوو پر لپسې چاودنو لږ تر لږه دوه کسه وژل شوي او 25 نور ټپيان شوي دي. د کورنیو چارو وزارت ویلي چې په پېښه کې دوه تنه د پولیسو افسران او 16 نور امنتي مسولین ټپیان شوي دي.. او پاته 9 کسان ملکي کسان دي. ځینو سرچینو ...

نور ولوله »

د امریکا وزیر دفاع کابل ته په ناڅاپي سفر را ورسیدی

نن ټکی آسیا: نن د امریکا وزیر دفاع روبرټ ګیتس افغانستان ته په یوه غیر علني سفر را ورسیدی.نومړي به د افغان ولس مشر حامد کرزی سره د نيژدې لیده کاته هم کوي، او د عام اولسي وګړو پر مرګ ژوبله به هم سره ږغیږي.پرون حامد کرزي د خپلي اولس مشری د ماڼي څخه په یوه خپره شوې خبر پاڼه ...

نور ولوله »

دکونړ له ماڼوګۍ ولسوالۍ نه بهرني ځواکونه ووتل

له کونړ ولایت نه په ترلاسه شویو خبرونو کې ویل شوي دکونړ ولایت دپيچ درې دماڼوګۍ ولسوالۍ نه خارجي ځواکونه وتلي او خپله یوه ستره پوځي اډه یې خالي کړې. دماڼو ګي ولسوالي دموقعیت له نظره یوه ډیره مهمه او ستراتیژیکه سیمه ده شپږ کاله وړاندي بهرني عسکر دلته ځاي پر ځاي شول

نور ولوله »