افغانستان

شپېګل مجله: په افغانستان کې به د امریکا برخليک هم د روسيې په څېر وي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۸ وږی، ۱۳۹۷ل): د المان مشهورې مجلی شپيګل پخپله نننۍ ګڼه کی د المان مشهور څيړونکي«کلاوس من» څېړنيزه مقاله خپره کړې او په دغه مقاله کې افغانستان کې د امريکا اوولس کلنې جګړې په اړه بحث شوی دی. په دغه مقاله کې راغلي، چې د اوولس کلنې جګړې سربېره طالبان د بري په درشل کې دي، ...

نور ولوله »

پلچرخي زندان: د يو بل طالب زنداني وفات او د طالبانو غبرګون

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۸وږي، ۱۳۹۷ل): د طالبانو د زندانيانو کميسيون په يوه اعلاميه کې په پلچرخي زندان کې د يو طالب زنداني په وفات خواشيني ښودلي ده او په زندانونو کې يې له طالب زندانيانو سره چلند ظالمانه او وحشيانه بللی دی. اعلاميه کاږي چې «َڅلور ورځي مخکي هم ددغه کرغېړن زندان يو تن مظلوم بندي« قلم شاه » ...

نور ولوله »

غني اته سفیران او د بهرنیو چارو وزارت ۱۶ نور کارکوونکي ګوښه کړي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۸وږي، ۱۳۹۷ل): طلوع نیوز وايي، داسې اسناد يې تر لاسه کړي چې ښيي محمد اشرف غني اته سفیران او د بهرنیو چارو وزارت ۱۶ نور کارکوونکي له دندو لرې کړي. په هسپانیه کې افغان سفیر مسعود خلیلي، المان کې سفیر علي احمد جلالي او په مسکو کې افغان سفیر عبدالقیوم کوچی هم د لرې کړل شویو ...

نور ولوله »

کابل: د مسعود پر پلویانو چاودنه وشوه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۸وږي، ۱۳۹۷ل): د کابل ښار د څلورمې امنیتي حوزې مربوطاتو کې د مسعود پر پلویانو چاودنه وشوه. د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وايي، چې چاودنه د یو تن موټر سایکل سپور بریدګر له خوا د سلیم کاروان او تاییمنې زړې پروژې تر منځ وشوه. هغه د تلفاتو په اړه بې خبري وښوده، خو د ...

نور ولوله »

عامې روغتيا وزارت: د «شهيد اوونۍ» لمانځونکو په ډزو ۱۳ تنه ټپيان شوي دي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۸وږي، ۱۳۹۷ل): د افغانستان د عامي روغتيا وزارت وايي چې د شهيد اوونۍ لمانځونکو په هوايي ډزو ۱۳ تنه ټپيان شوي دي. د وزرات وياند ډاکټر وحيدالله مجروح رسنيو ته ويلي دي چې تر دې دمه ۱۳ تنه ټپيان د کابل بيلابيلو روغتونونو ته راوړل شوي دي، چې دغه ټول نن ورځ د مسعود د پلويانو ...

نور ولوله »

د اندړو ولسوال: والي په لوی لاس ولسوالي سقوط کوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۸وږي، ۱۳۹۷ل): په غزني کې د اندړو ولسوالۍ ولسوال وايي د دې ولایت والي په لوی لاس د دې ولسوالۍ سقوط غواړي. هغه له پژواک سره په خبرو کې ويلي، چې له څلورو میاشتو راهیسې يې د ولسوالۍ مرکز محاصره دی او دوی یوازې پر مرکز واک لري. قاسم دېسېوال زیاتوي له مرکز سره غځېدلې لاره ...

نور ولوله »

سیاف د نظام پر اقتصادي او اخلاقي نیمګړتیاوو نیوکې وکړې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۸وږي، ۱۳۹۷ل): د تېر جهاد مخکښ او د دعوت ګوند مشر عبد رب الرسول سیاف د احمد شاه مسعو د وژنې د اوولسم تلین په مناسبت خبرو کې د نظام له اقتصادي او اخلاقي وضعیته سر وټکاوه. هغه که څه هم د ملي وحدت حکومت یا هم په ټوله کې د ده ملاتړ لرونکي نظام ته ...

نور ولوله »

عبدالله عبدالله د مسعود د پلویانو هوايي ډزې وغندلې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۸وږي، ۱۳۹۷ل): اجراییه رییس عبدالله عبدالله په کابل کې د پخواني جګړه مار احمد شاه مسعود د پلویانو له لوري هوايي ډزې غندلې دي. نن کابل ښار کې، د احمد شاه مسعود د وژنې د اوولسم تلین په مناسبت رخصتي اعلان شوې او پلویان يې له وسلو سره د ښار کوڅو کې ګزمې کوي. د جمعیت ...

نور ولوله »

طالبان: تېره میاشت کې نږدې ۹۰۰ عسکرو له جګړې لاس اخیستی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۸وږي، ۱۳۹۷ل): طالبان وايي تېره میلادي ماشت کې يې د دعوت، ارشاد، جلب او جذب کمیسیون په هڅو نږدې ۹۰۰ عسکر له جګړې لاس په سر کېدو ته قانع کړي دي. د طالبانو د بلنیز کمیسیون د میاشتني راپور له مخې په اګسټ میاشت کې دوی وکولی شوای، چې د خبرو اترو له لارې 877 تنه ...

نور ولوله »

دوستم د حکومت د ناکامۍ له امله بښنه وغوښته

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۸وږي، ۱۳۹۷ل): د ګډ حکومت لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم د حکومت د ناکامۍ له امله بښنه وغوښته. هغه د پخواني جګړه مار احمد شاه مسعود د وژل کېدو د تلين په مناسبت په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې دی له ولسه بښنه غواړي. د دوستم له دفتره خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، دوستم ...

نور ولوله »